وانګ فانګ او د ان چي په نامه مرکز
وانګ فانګ د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم د خپلواکی سيمې په نان نينګ ښار کې اوسېږي. د ده يوه لور د مغزی فلج په ناروغۍ اخته ده. نو په تېرو اوږدو مودو کې يې تل خپلې وسې پورې د خپلې لور په شان له ماشومانو سره د مرستې لپاره د ان چي په نامه يو مرکز جوړ کړ. د وانګ فانګ د کوښښونو له امله د يو شمير بی وزليو کورنيو ماشومانو درملنه شوی ده. وانګ فانګ له دې امله د م م له خوا د معيوبينو چارو ته د ښه خدمت جايزه تر لاسه کړې ده.
په ١٩٩٢ کال کې وانګ فانګ چې په هغه وخت کې يې عمر پنځه ويشت کاله و په يو ځل يې درې نجونی دنيا ته راوړې. خو له بده مرغه د ده مشر لور د مغزی فلج په ناروغۍ اخته شوې ده. له دې وروسته وانګ فانګ د خپل لور د ناروغۍ د درملنې لپاره د بېلا بېلو ځايونو روغتونونو ته ولاړل او ژوند يې ډير سخت و. د مغزی فلج په اخته شوي ماشومان مغزې ته د زيانونو له امله د سپورت او ژبې په برخو کې ستونزې لري. اوس مهال په نړۍ کې په پوره توګه د دغې ناروغۍ د درملنې لارې چارې نه شته. نو دغه ډول ماشومان يوازی د ځانګړی روزنې له لارې خپل توان لوړوي.
وانګ فانګ د خپل لور د ناروغۍ د درملنې لپاره د بېلا بېلو هېوادونو د دغه شان ماشومانو له پلرونو او ميندو او د خيريه ارګانونو له چارواکيو سره اړيکې ټينګې کړې. له دغو وګړيو سره مېرمن وانګ د تګ راتګ له لاره پيدا شوه چې په دغې ناروغۍ اخته شويو زياتو ماشومانو د مناسبې روزنې نه کولو له امله د ښه کېدو فرصت تر لاسه نکړ. نو هغې پريکړه وکړه چې د دغو ماشومانو د روغتيا لپاره
يو مرکز جوړ کړي. د ٢٠٠٢ کال د جون په لومړی نېټه دغه مرکز جوړ شو او د وانګ فانګ له خوا د ان جي مرکز نومېږي.
په تېرو شپږو کلونو کې څه باندې اتيا تنه ماشومان په دغه مرکز کې رزونه تر لاسه کړې ده. دغه راز دغه مرکز د چين د بېلا بېلو ځايونو پنځه سوه کورنيو ته د روغتيا د بيا جوړولو او ښوونې په ګډون يو لړ خدمتونه وړاندې کړي. بر سېره پردې، يو شمير بهرنيو کورنيو هم د دغه مرکز خدمت تر لاسه کړی دی. اوس يو شمير ماشومان د روزنې له لارې په عامو ښوونځيو کې زده کړه کولای شي.
د دغه مرکز له جوړولو راهيسې د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او سازمانونو پاملرنې تر لاسه کړې دي. د نړيوال روغتيا سازمان او د نړيوال ويسيون ټولنې په ګډون يو شمير سازمانونو د دغه مرکز د پرمختګ لپاره مرسته کړې ده.
د معلوماتو له مخې په نړۍ کې د مغزی فلج د رامنځته کېدو انډول په زرو کې دوه او يا هم پنځه دی. اوس د ګوانګ شي د جوانګ قوم په خپلواکی سيمه کې څه باندی شپيته زره تنه ماشومان په دغه ناروغۍ اخته شوي چې عمر يې له صفر څخه تر څوارلس کاله پورې دی.