په چين کې د تبتي پوهنې د څېړنې په اړه يو بشپړ علمي سيستم جوړ شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-10-28 16:11:55

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د تبتي پوهنې سيمينار د اکتوبر په څوارلسمه نېټه پرنيستل شو. ګډون کوونکيو کارپوهانو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې په ١٩٧٨ کال کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهيسي په چين کې د تبتي پوهنې څېړنې چټک پرمختګ موندلی او اوس د تبتي پوهنې يو بشپړ علمي سيستم جوړ شوی دی. دغه راز د تبتي پوهنې په بېلا بېلو څېړنيزو ارګانونو کې د اړوندو کارکوونکيو شمېر له دوه زره تنو څخه اوښتی او له بهرنيو هېوادونو سره اړوندې څېړنيزې تبادلې هم ورځ په ورځ زياتېږي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د چين د تبتي پوهنې څېړنيز مرکز عمومي مدير ښاغلي لاګاپا پونتشوګس د اکتوبر په څوارلسمه نېټه د تبتي پوهنې په ياد شوي سيمينار کې څرګنده کړه چې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له وروستيو دېرشو کلونو راهيسي چين د تبتي پوهنې په څېړنيزه برخه کې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. نوموړي په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

په چين کې د تبتي پوهنې څېړنه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له امله يو نوي پرمختيايي پړاو ته ننوتلې ده. دغه راز د تبتي پوهنې علمي سيستم نور هم بشپړ شوی چې د تاريخ، اقتصاد، ټولنې، مذهب، فلسفې، ادبياتو، درملونو، قانون او ولسي دودونو په شمول له زياتو برخو څخه عبارت دی.

د يوې شمېرنې له مخې، اوس په چين کې د تبتي پوهنې په اړه څه دپاسه درې زره ډوله کتابونه خپاره شوي او د خپاره شويو اړوندو ليکنو شمېر دېرش زرو ته رسېدلی دی. د چين د تبتي پوهنې بېلابېلو څېړنيزو ارګانونو د تبتي قوم د تاريخ، د تبتي بودايي ډين د پرمختګ او د تبتي سيمې د اقتصادي ابادۍ په اړه يې زيات معلومات راغونډ کړل او زيات شمېر اړوند سندونه، معلومات او کتابونه يې ترميم، ترتيب او يا هم خپاره کړي دي. د بېلګې په توګه د تبتي قوم تاريخي شعر ګه سا ار وانګ چې په نړۍ کې د تر ټولو اوږد تاريخي شعر په توګه ګڼل کېږي، اوس د ترميمولو او ترتيبولو په حال کې دی. ځوان کارپوه ښاغلي پېما تاشي چې د تبت د ټولنيزو علومو په اکاډمۍ کې د ياد شوي تاريخي شعر د ترميمولو او ترتيبولو دنده پر غاړه لري، څرګنده کړه

( دوهم اواز)

اوس د ګه سا ار وانګ تاريخي شعر د ترميمولو هراړخيز کارونه روان دي چې د دې لپاره د چينګهای او ګان سو په ولايتونو کې ځانګړي انستيتيوټونه جوړ شوي دي. برسېره پر دې، د تبت په خپلواکه سيمه کې د ګه سا ار څېړنيز مرکز جوړ شوی او د اړوندو معلوماتو د ثبتولو او ترتيبولو لپاره يې زياتو هنرمندانو ته بلنه ورکړې ده.

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهيسي د تبتي پوهنې زيات شمېر استعداد لرونکي کسان روزل شوي دي. د يوې شمېرنې له مخې، اوس د چين د تبتي پوهنې په بېلا بېلو څېړنيزو ارګانونو کې د علمي څېړنې، ښوونې او خپرونې په اړه د کارکوونکيو شمېر له دوه زرو تنو څخه اوښتی دی. د تبت د خپلواکې سيمې د ټولنيزو علومو اکاډمۍ کارکوونکي ښاغلي دوندروپ لاګي خبريالانو ته وويل

( درېيم اواز)

په وروستيو څو کلونو کې په چين کې د تبتي پوهنې څېړنيزو کارونو چټک پرمختګ موندلی. له دې امله چې حکومت دې ته په ډېره درنه سترګه ګوري، نو يو شمېر وتلي کارپوهان روزل شوي چې په سلو کې يې نوي برخه تبتي کارپوهان دي. ما څو ځله د تبتي پوهنې په زياتو سيمينارونو کې ګډون کړی او هر کال ګورم چې په چين کې د تبتي پوهنې د څېړونکو شمېر زياتېږي.

په چين کې د تبتي پوهنې د څېړنيزو برياليتوبونو په زياتېدو سره د کورنيو څېړونکيو او بهرنيو کارپوهانو ترمنځ تګ راتګ او همکاري ورځ په ورځ پياوړې شوې ده. چيني کارپوهان د تبتي پوهنې په اړه همېشه په سيمينارونو کې د ګډون لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي او مخ په زياتېدونکي بهرني څېړونکي د زده کړې او ليدنې لپاره چين ته راغلي دي.

د معلوماتو له مخې، د اوولسو هېوادونو او سيمو څه دپاسه دوه سوه او شل تنه څېړونکيو او کارپوهانو د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د تبتي پوهنې په سيمينار کې ګډون کړی. دوي د دغه درې ورځني سيمينار په ترڅ کې د تبتي سيمې د ټولنيز

پرمختګ، اقتصادي ابادۍ، مذهب، تاريخ او کلتور په شمول د زياتو مسئلو په اړه بحث کړی دی.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، د پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وی، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040