موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-11-02 19:01:24
 دمونږ او اوريدونكي د پرورګرام قدرمنو مينه والو سلامونه او نيكي هيلې مي ومنئ . زه اياز پرهر مو يو ځل بيا ددې خپروني اوريدو ته هركلى كوم . پاك رب دې وكړي چې روغتيا مو په برخه وي او د ژوند چارې په ښه توګه تر سره كړي . هيله لرم چې د خپروني تر پاسه راسره پاتى شئ او او زه به هم ستاسو ښكلي ليكونه درته ولولم . نور به ډير ې خبرې نه كوم اود ليكونو په لوستلو پيل كوم .

په سر كې دلته زما مخ ته دوه ليكونه پراته دي . چې زمونږ خوږ اوريدونكي فرهاد بيدار راليږلي دي . وايې : پدې هيله چې خوله مو له خندا ډكه وي او زما غريبانه سلامونه ته ځواب واويي .

ګرانه ورور خداي نه كړي چې ستا سلامونه غريبانه وي ، ستاسو ليك او سلامونه مونږ ته د ملغلرو په شان ازرښت لر ي.

دغه همكار يو شعر هم ليكلي ، چې دوه بيته به يې ورته لو لم :

وايې :

چې په تن يې بل انګار دى هغه زه يم _ چې زړګي مي نا قرار دى هغه زه يم

د قسمت نه مي ګيله ده ډيره ډيره _ چې غريب او خوار و زار هغه زه يم .

خداي نه كړي چې تاسو دا ډول اوسئ . ستاسو د ښكلو ليكونو په هيله .

داغه بل بيا هم د خراسان له كلپ څخه زمونږ اوريدونكي راهيب الله روان راليږي ، دى او د سي ار اى راډيو ټولو كاروكونكو ته يې سلامونه ويلي :

دا ورور وايي ، چې دا خطونه مونږ ددې لپاره در ليږو چې زمونږ د ستاسو له وطن سره مينه پيدا شي او ستاسو د زمونږ له وطن سره مينه پيدا شي .

دا ليك چې ور سره يو عكس هم دى ، زمونږ اوريدونكي محمد اياز راليږلي دى . دغه اوريدنكي د سي ار اى راډيو ټولو همكارانو ته خپل سلامونه وړاندې كړي دي . ده ، په پښتو او اردو ژبه څو ښكلي شعرونه هم ليكلي دي . مننه وروره سلامونه ته مو عليكم وايم . ستاسو دا پښتو شعر به در لولم :

خوب خندا په بې غمي كيږي رحمانه _چې په زړه يې د يار غم وي څه خوب څه به خندا كړي .

ګرانه ورور خداي نكړي چې ته كوم غم ولرې .

بل ليك را خلم چې زمونږ هميشني همكار رفيع الله مندخيل راليږلي ، د سلامونه تر څنګ ويلي : چې ستاسو د راډيو خپروني په لنډو څپو ډير صفا اوريدل كيږي . او زياتوي چې د سيالۍ ځوابي پاڼي او د انترنټ له لارې مو عكسونه په پښتو هنداره كې د خپريدو په هيله درليږلي دي .

ګرانه همكاره ستاسو نه مننه ، هوكې ستاسو ځوابي پاڼي او په انترنت باندې ستاسو ښكلي عكسونه مونږ رسيدلي دي .

ستاسو د نور همكاريو په هيله .

دابل ليك د سي ار اى فينز كلب څخه محمد اشفاق خان راليږلې دى . وايې : د چين د نړيوالې راډيو ټول كار كونكو ته سلامونه وړاندې كوم . او زياتوي چې مونږ دسي ار اى راډيو پښتو خپرونې ټول پروګرامونه په ډيره په مينه سره اورو - او ډير معلومات ترينه تر لاسه كوو. او زمونږ د كلب غړي مونږ او اوريدونكي ، چين ته سفر او د چيني ژبې لوست پر ګرامونه ډير خوښ دي .

او په پاې كې يې غوښتنه كړى ، چې زمونږ كلب د خپل كمپيوتر په ليست كې شامل كړى . او مونږ خپل ته د پروګرام د لارښوني ، انګليسې او پښتو مجلې له خپلو عكسونو سره يو ځاى راوليږې.

ګرانه وروره ، ستاسو كلب زمونږ د كمپيوتر په ليست شامل شو ، كه خداى كول مجلي او عكسونه به در وليږو .

بل ليك را اخلم چې زمونږ د خپرونې يو بل اوريدنكي لعل ضمير وزير له هنګو څخه راليږلى دى . په سر كې يې د سې ار اى راډيو ټولو كارونكو ته ويلي دي .

عليكم سلام ګرانه وروره !

دى وايې : دا زما دويم ليك دى چې تاسو ته يې درليږ م ، خو ستاسو له خوايې ځواب ندى راغلي .

ګرانه وروره مونږ دليك ځواب نه درليږو ، بلكي ستاسو ليك ددغه پروګرام له لارې درته خپروو.

دې وايې : چې دلته په هنګو ډير خلك ستاسو خپرونې اوري . اوپه پاى كې غوښتنه كړې چې د پښتو هندارې نوې ګڼه را وليږې .

قدرمنه وروره د پښتو هندارې نوې ګڼه به حتمي دروليږو ، ستاسو د نورو همكاريو په هيله .

دا ليك د سي ار اى راډيو هميشني همكار معشوق جان كاموال را ليږلى دى . دغه ورور د خپلو سلامونه د ويلو تر څنګ ګيله كړې ، چې تاسې اوس له مونږ سره اړيكي نه ساتي . او زياتوي چې زمونږ عكسونه درليږلي وو ، تر څو په پښتو هنداره كې چاپ شي ، خو هغه چاپ نه شول .

قدرمنه وروره ، مونږ له خپلو ټولو اوريدونكو او همكارانو سره اړيكي ساتو، خواكثره وخت زمونږ همكاران د پروګرامونو په جوړولو داسې بوخت وي ، چې د تيلفونو د ځوابولو موقعه ور سره نه وي . بل دا چې كه ستاسو عكسونه كه د چاپ وړې وي ، په پښتو هنداره كې به ورته حمتي ځاي وركوو . پدې هيله چې تاسو د خپل ليك ځواب اوريدلى وي . له تاسو څخه يوه نړۍ مننه .

دا بل ليك به را واخلم چې د خراسان له كلب څخه زمونږ اورديدنكي محمد ابرار تسل راليږلي دى . ده د سي ار اى راډيو ټولو كارونكو ته خپل سلامونه ويلي دي ، خو ډيوې ته يې په ځانګړي توګه سلامونه وړاندې كړي دي . سلامونه ته مو عليكم وايم . .

دى وايې : دا زما اولنى ليك دى او د سي ار اى راډيو له پرورګرام سره خپل مشر بيدار معرفي كړم .

ګرانه وروره مونږ تاسو ته د خپروني د ا وريدو هركلى كوو، ستاسو د دوامداره همكاريو په هيله يو .

دغه بل ليك هم د خراسان كلب غړي انصارالله غرني راليږلى دى . وايي ، چې دا زما لومړئ ليك دى او د سي ار اى راډيو ټولو كاركونكيو ته يې سلامونه ويلي دي .

دده په ليك نور څه نشته . ګرانه وروره ، هيله من يو چې په راتلونكي كې خپلي خپروني ته ښكلي ليكونه را وليږې .

دا بل ليك له چهړيانو څخه زرغون شاه راليږلى . ده هم د سي ار اى راډيو ټولو كارونكو ته په داسې حال سلامو نه ويلي ، چې خوله مو له خندا ډګه وي . ګرانه وروره مونږ هڅه كوو چې خوله مو تل خنډا ډكه وي ، تر څو ستاسو ښكلي ليكونه په خندا سره ولولو او تاسو هم خوند ترينه واخلې .

بيايي ويلي ، چې دا زما لومړئ ليك او ستاسو له راډيو ډيره سره مينه لرم او خپله قلمي رابطه به انشاالله جارې ساتم . ده د ليكونو د پاكټونو ( يا كڅوړولو ) غوښتنه هم كړيده . قدرمنه وروره له تاسو څخه مننه پدې هيله چې خپله خپرونه پخپلو ښكلو ليكونو ونازوې . او پاكټونه به هم در وليږو .

دا بل ليك هم د خراسان له كلب څخه زمونږ هميشني همكار فرهاد الله بيدار راليږلى دى . اود سي اى ار راډيو ټولو كارونكي ته يې خپل د ميني ډګ سلامونه ويلي دي .

ده وايي : چې زه فرهاد بيدار ، راهيب روان ، بهارالله بهارد ، محمد اسرار مصروف، مراد شاه نا علاج او زمونږ ټول دوستان ستاسو روغيتا او خوشحالي د لوى او بښونكي رب څخه غواړو . از زياتوي چې انشاالله داسي ډير دوستان به له سي ار اى راډيو سره اشنا كړم .

ګرانه وروره فرهاد جانه دا ستاسو خپله خپرونه ده ، او دچې نور دوستان خپرونې سره معرفي كوئ ، تاسو خپل پروګرام سره مينه لر ئ : ستاسو د برياليتوب په هيله .

دلته مي په مخې بياه څلور ليكونه دي ، چې د خراسان كلب غړيو هر يو عزت الله ، را هيب الله روان ، بهار الله بهار او محمد اسرار مصروف راليږلي دي .

دغو ورورنو دسي ار اى راډيو ټولو كارونكو خپل سلامونه ويلي دي . سلامونه ته يې عليكم وايم .

ددغو ورونو په ليكونو كې كوم ځانګړي څه نشته ، يوازې د پاكټونو غوښتنه كړى او ويلي دي چې په راتلونكي كې خپلې همكاري جاري ساتي .

قدرمنو ورورنو دا ستاسو خپله خپرونه ده . او مونږ تل ستاسو ښكلي ليكونو ته سترګې له لار يو .

دا بل ليك له فيض اباد څخه د ډسكاون د ساختماني شركت كارونكي عبدالواحد او ملګرو يې راليږلى دى . په سر كې د سي ار اى راډيو د پښتو څانګې ټولو كار كونكو ته سلامونه ويلي دي . وعليكم مو سلام :

بيا وايي : چې دا زمونږ لومړى ليك دى او له تېرو څو اونيو راهيسې د سي اى ار راډيو خپروني اور. چې ډيرې ګټورې دي .

په پاى كې ويلي چې زمونږ او اوريدنكي پرورګرام زمونږ د خوښې پروګرام دى ، خو وخت كم دى .

ښه دا بل ليك فريد الله انګار او دوستانو يې هر يو صالح محمد ، نجيب اله ، سيد شاه ، كليم الله ، نظر خان او سكندر د بلوچستان له يونيورسټي څخه راليږلى دى . د سي ار اى راډيو د پښتو څانګې همكارانو هر يو امان الله عمران ، خوشحال تايب ، غوټۍ ، ډيوه او نور و ته خپل د ميني ډك سلامونه ويلي دي .

درنو دوستانو سلامونو ته مو عليكم وايم :

فريدالله انګار وايي ، دا زمونږ لومړى ليك دى او د پوهنتون په ليليه كې ټول محصلين اوس دسي ار اى راډيو اورې او خوند ترينه اخلي .

ګرانه وروره : ستاسو ليك مو دادې خپور كړ ، دا ستاسو خپله خپرونه ده او مونږ هم ستاسو ښكلو ليكونو ته سترګې لار يو .

بل ليك لولم چې د خراسان كلب څخه زمونږ يو بل اوريدونكي مراد شاه نا علاج راليږلى دى . دغه ورور د سي ار اى راډيو د پښتو څانګې كاركونكو ته خپل سلامونه ويلي دي . او بيا وايي ، چې زه نا علاج ستاسو د راډيو نوى اوريدونكى يم او هيله لرم چې زما ليك خپور كړى تر څو په اينده كې ستاسو پوخ مينه وال شم . نا اعلاج وروره خداى د ستا اعلاج وكړي . دادې ستاسو ليك مو درته خپور كړ، پدې هيله چې اوريدلى مو وي .

دغه اوريدونكي يو شعر هم راليږلى دى چې زه به يې يو بيت ورته ولولم :

كا شكې چې مې ژوندې وايي له ډيوې سره په چين كې

بې ډيوې مې ژوند لاهو دې په لوى سيند كې

داسې ګمان كوم ، چې نوې مو شاعرې پيل كړى ده . خير په هر حال ستاسو د لا زياتو همكاريو په هيله .

بل ليك را اخلم چې د سي ار اى د لسنرز كلب مشر او دسي ار اى راډيو د پښتو څانګې دايمي همكار رفيع اله مندوخيل راليږلى دى . د سلامونه د وړاندې كولو تر څنګ يې ويلي دي .

، چې مونږ د سي ار اى را ډيو د پښتو څانګې ټولې خپرونې په ډيره مينه اورو او خوند تر ينه اخلو .

دى زياتوي چې د پښتو هندارې د نوې گڼي لپاره مو درته مفصل ليك اود كلب عكسونه درليږلي دي . قدرمنه وروره ستاسو ليك او عكسونه ټول را رسيدلي او چارو مسئول كس ته سپارل شوي .

بيا وايي ، چې مونږ ستاسو خپروني ډير خلكو ته معرفي كړي دي ، چې اوس يې ټول دايمي اوريدونكي دي . او هم يې د كلب لپاره د پښتو هندارې ، چيني مجلو ، سي ډيانو ، عكسونو او كتابچو غوښتنه كړيده .

ګرانه ورور ه ستاسو هڅي د ستاينه وړ دي او يو شمير زياتو كسانو مونږ ته په ليكونو كې ويلي چې د سي ار اى راډيو پټه يې له تاسو څخه تر لاسه كړي .

مننه .

دا بل ليك شفقت انګار راليږلى دى ، ګرانه وروره ستاسو ليك سم نه لوستل كيږي يوازې ستاسو په نو م پوه شوم ، خداى دې وكړي ، غلط مي نه وي لوستى . په راتلونكي كې هڅه وكړي ، تر څو په واضح ډول مونږ ته ليكونه را وليږى . له تاسو نه نړۍ مننه .

يو بل ښكلى ليك را اخلم چې د ګلدانۍ يو ښكلي رسم هم ورسره دى ، د سي ار اى د راډيو هميشني همكار اود افغان كلتورې بهير مشر سيد وارث حنفيفي راليږلى دى . دغه ورور په سر كې د سي ار اى راډيو ټولو كارونكو ته خپل سلامونه ويلي او ايي . چې پروګرامونه مو هميشه اور ، ډير په زړه پورې دي او ددغو غوره والو امله د سي ار اى راډيو خپروني ټول پښتانه په هر ګوډ كې اورې او خوښه وي يي .

ګرانه وروره له ستاسو څخه مننه دا ستاسو خپله خپرونه ده .

شه درنو اوريدونكو داوو د ننۍ پرورګرام چمتو شوي ليكونه چې در ته خپاره مو كړل .

ښه قدرمنو دوستانو دا دوو ستاسو راغلي ليكونه چې در مو ولوستل . او كوم ليكونه چې له خپريدو څخه پاتي شوي وي ، نو اوريدنكي دې نه خپه كيږي . مونږ هرو مرو دهغوي ليكونه ورته خپره وو . دا ځكه چې زمونږ او اوريدنيك د خپرونې وخت كم دى او ستاسې لخوا راليږل شوي ليكونه زيات دي . مونږ هڅه چې ټولو ليكونه پخپل وار سره درته خپاره كړو.

اوس نو زمونږ او اوريدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ او خپلي د خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې .

هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره د بريښنا ليك پدې پټه تماس ونيسئ pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 29 17

اسلام اباد ، پاكستان

د خپرونې مينه والو ، د ګرام ننۍ كړۍ په همدې ځاى پاى ته ورسيده ، تر بلي خپروني مو زه ايا ز پرهر په لوى او بښونكي خداي سپارم . ښي چارې .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040