د چين يوه خطاطه بينګ څوی لين

cri     (GMT+08:00) 2008-11-03 20:48:28

بېنګ څوی لين د چين د ګان سو ولايت يوه بزګره ده چې له ماشومتوب څخه يې د چين له دوديزي خطاطۍ او تصوېرونو سره مينه درلوده. لس کله مخکې يې يو پلورونځی پرانيستلې چې د خپلو خطاطيو او تصوېرونو د پلورلو له لارې پيسی تر لاسه کړی او ژوند پرې وکړي. په هغه وخت کې نورو وګړيو ورسره درک نه شو کولای. خو اوس د دې خطاطي او تصويرونه زيات مينه وال راجلب کړي دي.

د جې پو جای په نامه د بينګ څوی لين پلورونځی د لان جو ښار د لان جو پوهنتون د دروازې په نژدی کې پروت دی. مېرمن بينګ څوی لين چې عمر يې څلور څلويښت کاله دی په يوه بيوزلۍ بزګرې کورنۍ کې زېږېدلی ده. د کورنۍ د بيوزلی له امله يې په منځنی ښوونځی کې د زده کړې فرصت تر لاسه نه کړ. مېرمن بينګ وويل (( په هغه وخت کې زموږ ژوند ډير سخت وو. زما مور په ناروغۍ اخته شوه او د زده کړې لګښت مې برابر نه شو کولای. په ريښتنې توګه زه له زده کړې سره ډيره مينه لرم، نو پخپله مې په ليکنې پيل وکړ.

له دې وروسته بينګ څوی لين پخپله د خطاطۍ او تصوير ايستلو په زده کړې پيل وکړ او چټک پرمختګ يې کړی دی. په ١٩٩٥ کال کې د ښځو چارو نړيواله غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. نو د دغې غونډې د انتظامې کمېټې او د چين د ښځو ټولنې د خطاطيو او تصويرونو په ګډون د ښځو له خوا جوړ شوي توليدات راغونډ کړل. بينګ څوی لين خپلې خطاطۍ وړاندې کړې او يوه

جايزه يې تر لاسه کړ. په هغه وخت کې په بېجينګ کې يو پلورونځی د پلورلو په هکله د بينګ څوی لين خطاطی او تصوير راغونډ کړل. نو بينګ څوی لين د دغې غونډې په ترڅ کې له نورو يو شمير مشهورو خطاطانو سره اړيکې ساتلې دي او له دغو خطاطانو څخه يو شمير تجربې تر لاسه کړې دي.

له دې وروسته بينګ څوی لين په خپله علاقه دارۍ کې يو پلورنځی جوړ کړ چې خپل توليدات وپلوري . په ٢٠٠٣ کال کې بينګ څوی لين خپل پلورنځی د لان جو پوهنتون نژدی ځای ته انتقال کړ او د خطاطۍ په اړه د روزنې يو کوچنی مرکز جوړ کړ. په تېرو څو کلونو کې يو شمير بهرنيو زده کونکيو په دغه مرکز کې د خطاطۍ زده کړې کړې دي او له دې امله د چين له دوديز کلتور سره مينه لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040