په وروستيو دېرشو کلونو کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ کلتوري تګ راتګ.

cri     (GMT+08:00) 2008-11-05 14:22:33

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. روان کال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له دېرشمې کاليزې سره برابر دی. په وروستيو دېرشو کلونو کې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ کلتوري تګ راتګ پياوړی شوی دی. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

همدا اوس مو د شا جيا بانګ په نامه د بېجينګ اوپرا يوه لنډه برخه واورېده چې په کې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د عامو چينايانو يوه کيسه تصويره شوې او د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې په چين کې ډېره مروجه وه.

پنځوس کلن ښاغلي جانګ يو د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د هنري تګ راتګ پياوړتيا احساس کړه. نوموړی اوس بهر ته د چيني کلتور د خپرولو ډلې عمومي مدير دی چې د بېلا بېلو نندارو او نندارتونونو يو ډېر مشهور تنظيمونکی ګڼل کېږي. ده په ١٩٨٢ کال کې له يو پوهنتون څخه له فارع کېدو وروسته د چين د کلتور په وزارت کې شامل شو، په لومړيو څو کلونو کې يې د اسيا، افريقا او لاتيني

امريکا سيمې د کلتوري او يا هنري پلاويو چارې پر غاړه واخيستې، خو په ١٩٩٠ کال کې يې له حکومتي دندې څخه استعفا کړې او د نندارو او نندارتونو د تنظيمولو په کارونو يې پيل کړی دی. ښاغلي جانګ يو په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

په وروستيو دېرشو کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون له امله اوس په چين کې د نندارو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي. هر فصل، مياشت حتې هره اوونۍ په زړه پورې نندارې د چين په بېلا بېلو ښارونو کې تر سره کېږي. د بېلګې په توګه په بېجينګ کې هره ورځ د ملي تياتر په ګډون په زياتو لويو تياترونو کې بهرنۍ نندارې ليدل کېږي. زما په أند، د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تګ راتګ پياوړتيا په وروستيو دېرشو کلونو کې تر ټولو ستر بدلون دی.

د چين اړوندو څانګو روان کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د زياتو فعاليتونو تر سره کولو لپاره د اتياوو هېوادونو او سيمو نژدی سل تنو هنري پلاويو او لس زرو تنو هنرمندانو ته بلنه ورکړې وه. ځينو خبري رسنيو په دې اړه ويلي چې چين اوس په نړۍ کې د نندارو او هنري شيانو د معاملې تر ټولو توده سيمه ده. په چين کې د کلتوري چارو په اړه د بهرنيو تصديو او هنرمندانو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي.

يو څلويښت کلنه امريکايي مېرمن ليسا په ١٩٩١ کال کې چين ته راغلی او په پيل کې يوه ليکواله وه، خو اوس يې د تصويرونو او مجسمو سوداګري کوي او په بېجينګ کې د هنري شيانو دوه لوي دوکانونه لري. مېرمن ليسا په چين کې د هنري شيانو بازار ډېر بلد کړی او د خپلې سوداګرۍ د راتلونکې په اړه يې ډېره خوشبيني څرګنده کړه

( څلورم اواز)

زه په چين کې د هنري شيانو د بازار په اړه زيات معلومات لرم. چين ته له رسېدو وروسته ما احساس کړی چې په چين کې د هنري شيانو په بازار کې ډېر ستر بدلونونه راغلي دي. د دې تر څنګ د چين حکومت د بهرنيو کلتورونو په اړه ښه رويه غوره کړې، نو زه د خپلو دوو دوکانونو د راتلونکې په اړه پوره باور لرم.

په نړۍ کې د موسيقي اوپرا ډېره مشهوره جوړونکې تصدي يعنې د بريتانيا د کامېرون مکينتوش شرکت تېر کال په چين کې د خپلې فرعي څانګې د جوړولو لپاره په خپلو تياريانو پيل وکړ او و يې غوښتل چې په چين کې د موسيقي زياتې اوپرګانې جوړې کړي. دغه شرکت په ٢٠٠٣ کال کې چين ته د پيشوګانو په نامه اوپرا راوړلې او ستر برياليتوب يې تر لاسه کړل. د ياد شوي شرکت د عمومي مدير ښاغلي مکينتوش په أند، په چين کې د پانګې اچونې په زړه پورې چاپېريال دغه هېواد ته د راتګ يو مهم لامل دی.

( پنځم اواز)

زه ډېر خوشحاله يم چې په چين کې مې د موسيقي اوپرګرانو د خپرولو په برخه کې د دغه هېواد حکومت زيات ملاتړ تر لاسه کړی دی.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040