د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو نندارتون له ستر بدلون څخه په دغه هېواد کې د بهرني سوداګرۍ چټک پرمختګ څرګندېږي.

cri     (GMT+08:00) 2008-11-05 14:27:50

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو يو سل او څلورم نندارتون د تېر اکتوبر له څليرويشتمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نېټې پورې د دغه هېواد په جنوب ګوانګ جو ښار کې تر سره شوی دی. دغه نندارتون له ١٩٥٧ کال راهيسي د هر کال په پسرلي او مني کې په ګوانګ جو ښار کې تر سره کېږي چې په چين کې تر ټولو اوږد تاريخ لري او پيمانه يې له نورو نه ډېر زياته ده. ياد شوی نندارتون د چين د بهرني سوداګرۍ د يوې پرمختيايي نښې په توګه ګڼل کېږي چې د چين د بهرني سوداګرۍ عمومي حالت او تګلارې ترې څرګندېږي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

ښاغلی ون يانګ سونګ د ګوانګ دونګ ولايت د يو سوداګريز شرکت عمومي مدير دی او دا د ده شپږ اتيايم ځل دی چې د ياد شوي نندارتون په يو سل او څلورمه دوره کې يې ګډون وکړ. درې څلويښت کاله مخکې، ښاغلي ون لا هم يو ځوان زلمی و او د يو شرکت د يو عام کارکوونکي په توګه يې د لومړي ځل لپاره د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو په نندارتون کې ګډون کړی و. ښاغلي ون په دې اړه وويل

( لومړی اواز)

هغه وخت زموږ د جامو ډولونه ډېر لږ وو او رنګونه يې يوازې ځيګري او ابي وو. خو بهرنيانو په رنګا رنګ ښکلې جامې اغوستي. د دې تر څنګ ژوباړونکي ډېر لږ دي، نو بهرني سوداګران په دې اړه ډېر حيران وو چې زه په انګليسي خبرې کولای شم.

د چين د صارداتي او وارداتي توليداتو نندارتون په ١٩٥٧ کال کې پيل شوی دی. هغه وخت چې د چين ولسي جمهوريت تازه جوړ شوی، لويديځو هېوادونو پر چين اقتصادي بنديز ولګول. د نړيوالې سوداګرۍ څېړونکي ښاغلي مې شين يو وويل چې په دغه حال کې د ياد شوي نندارتون رامنځته کېدل ځانګړی اهميت او دنده لري.

( دوهم اواز)

د چين د صادراتي او وارداتي توليداتو نندارتون په نړيوال بازار کې د چين د ننوتلو او بهرني سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د دغه هېواد حکومت له خوا جوړ شوی نندارتون دی.

ويل کېږي چې ياد شوی نندارتون د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ لپاره يوه لويه دروازه پرانيستې ده. په ١٩٥٧ کال کې د ياد شوي نندارتون په لومړۍ دوره کې يوازې يو زر او دوه سوه تنو بهرنيو سوداګرانو ګډون کړی او معاملې ارزښت يې يوازې اوولس مليون امريکايي ډالره وو. خو د ٢٠٠٨ کال په پسرلي کې د دغه نندارتون په يو سل او درېيمه دوره کې د ګډون کوونکيو سوداګرانو شمېر له يو لک او نوي زرو تنو څخه اوښتی او د معاملې ارزښت يې اته دېرش مليارډ او دوه سوه مليون امريکايي ډالرو ته ورسېد. دغه راز د چين وارداتي او صادراتي عمومي ارزښت هم د ١٩٥٧ کال له درې مليارډ او سل

مليون امريکايي ډالرو څخه د تېر کال تر پايه پورې دوه زره مليارډ امريکايي ډالرو ته زيات شوی دی.

ښاغلي ون څرګنده کړه چې له وروستيو څو کلونو راهيسي په دغه نندارتون کې د چيني صادراتي توليداتو جوړښت هم بدل شوی چې ډولونه يې ډېر زيات ارزښتناک شوي دي.

څېړونکي مې شين يو په دې اړه وويل چې له دغه نندارتون څخه د چين د بهرني سوداګرۍ بدلون او پرمختګ څرګند شوی چې دا په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون له تګلارې سره نژدې تړاو لري.

( څلورم اواز)

ويل کېږي چې د چين د بهرني سوداګرۍ جوړښت په وروستيو دېرشو کلونو کې ډېر پرمختللی دی.

برسېره پر دې، په دغه نندارتون کې ګډون کوونکي سوداګران هم بدل شوي دي. په ١٩٩٩ کال کې شخصي تصديو د لومړي ځل لپاره په دغه نندارتون کې ګډون کړی او د ٢٠٠٨ کال په پسرلي کې د دغه نندارتون په يو سل او درېيمه دوره کې د شخصي تصديو د معاملې ارزښت له دوه ويشت مليارډ امريکايي ډالرو څخه اوښتی چې د عمومي ارزښت څه دپاسه نيمه برخه يې نيولې ده.

قدرمنو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040