د چين نغمه جوړونکی چيو شياو سونګ

cri     (GMT+08:00) 2008-11-05 20:39:00

ګرانو اورېدونکو، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له ٣٠ کلونو راهسيی د چيو شياو سونګ، ليو سوه لا ، تان دون او ګوه ون جينګ په ګډون يو شمېر نغمه جوړونکي رامنځته شوی دي. د کلتوري شخصيتونو پروګرم په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د نغمه جوړونکی چيو شياو سونګ په اړه لږ څه معلومات وړاندی کړو.

چيو شياو سونګ په ١٩٥٢ کال کې د چين د ګوی جو ولايت په ګوی يانګ ښار کې زېږېدلی دی. چيو شياو سونګ په ٢٠ کلنۍ کې په خپله د وايلون زده کړه وکړه او په ١٩٧٨ کال کې يې د چين د موسيقی د مرکزي پوهنځی د نغمه جوړولو په څانګې کې د چين له مشهور نغمه جوړونکی دو مينګ شين څخه زده کړې وکړې. چينو شياو سونګ په ١٩٨٩ کال کې د امريکا د کلمبيا د پوهنتون په بلنه د زده کړو لپاره له امريکا څخه ليدنه وکړه.په وروستيو کلونو کې د چيو شياو سونګ له خوا جوړی شوی نغمې په پر له پسی توګه د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې ننداری ته وړاندی شوی . له دی امله چې دده نغمې له ختيځ سبک څخه ډکې وی ، نو هغه د لويديځو هېوادونو د اړوندو کار پوهانو له خوا د أرام پوه په توګه بلل کېږي.

چيو شياو سونګ د تېری پيړۍ په ٨ لسيزه کې د ځوانيتوب د يادونی په ګډون د چين د يو شمېر فلمونو لپاره نغمې جوړې کړی او په وروستيو کلونو کې يې نوی ډول نغمې هم جوړې کړی چې په کې د ډول ډول مطبوعاتو تخنيکونه هم شته. چيو شياو سونګ د منګ دونګ په نامه د خپلی نغمې د ننداری په وخت کې وويل ټول هنرمندان ، په تېره بيا عمر يې تر ٢٠ کلنۍ لوړ دی، تل نوی شيان لټوي. په لوېديځو هېوادونو کې دا متل شته چې وايی تر لمر لاندی هېڅ عجيبه پېښه موجوده نه ده. د نغمو د جوړولو لاری په پر له پسی توګه بدلېږی ، خو اصلی او ساده برخه پکې ډېره خوندوره ده.

بر سيره پر دی چيو شياو سونګ په نورو هنري چارو کې هم څېړنه کوي، د بېلګې په توګه هغه د ژوند په شان د تار په نامه اوپيرا جوړه کړی. دغه اوپيرا د چين د ليکوال شه تيه شنګ له کيسی څخه جوړه شوی ده. چيو شياو سونګ خبريال ته وويل په دغه اوپيرا کې دده هنري ژوند ننداری ته وړاندی شوی دی. د هنر په اړه څېړنې او ازموينې د خپل ژوند د لټولو بهير دی.

د چيو شياو سونګ په اند دده ژوند پر هنري عملياتو اغېزې برخلاف دی. که څه هم د لوېديځو هېوادونو د خبري رسنيو په اند چيو شياو سونګ أرام پوه دی، خو دده د موسيقی ارام سبک په نيويارک ښار کې رامنځته شوی دی.

ښاغلي چيو شياو سونګ په امريکا کې د ١٠ کلونو له ژوند کولو وروسته بېرته چين ته راستون شو. دده په اند دی په بهرني هېواد کې تل يو بهرنی دی.اوس ښاغلي چيو شياو سونګ د شانګهای د موسيقی د پوهنځی يو پروفيسور دی او په شانګهای کې يې د چيو شياو سونګ د موسيقی دفتر جوړ کړی چې د نغمو د جوړولو لپاره ځوانو پوهانو ته مرستې برابروی. هغه وويل موسيقی ژوند دی او ژوند هم موسيقی دی. طبيعی ژوند کلتوري سرچينه ده.

ښاغلي چيو سياو سونګ وويل کلتور د زياتو شيانو له خوا جوړېږي، د بېلګې په توګه زموږ پنځه زره کلن کلتور ګام په ګام رامنځته شوی دی. کله چې تاسی غواړی خپل ژوند بدل کړی، نو بايد طبيعی ژوند وساتي.

ګرانو اورېدونکو،د پروګرام په نننۍ کړۍ کې مو تاسو ته د چين د ځوان نغمه جوړونکی چيو شياو سونګ په اړه ځينی معلومات وړاندی کړل چې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارو له پلی کېدو وروسته رامنځته شوی دی. هيله ده چې تاسی په راتلونکی کې د ښاغلي چيو شياو سونګ له خوا جوړ شوي نغمې واورئ.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040