د هوي قوم د يو کلي بدلونونه

cri     (GMT+08:00) 2008-11-10 16:52:13

د چين د نينګ شيا د يونګ نينګ ولسوالۍ د يانګ هه علاقه دارۍ د نا جيا هو کلی د هغه جومات د موجوديت له امله مشهور دی چې د مينګ په امپراطورۍ کې جوړ شوی دی.

څو کاله مخکې د دغه کلي خلک ډېر بی وزلی و چې د هر تن په سر کلنی عايدات يې له ١٥٠ يوانو څخه ټيټ و.خو اوس د ژيړ سيند په غاړه پروت دغه کلی شتمن شوی دی.

٨١ کلن سپين ږيری نا جي بانګ د خپلې کورنۍ د شتمنېدو بهير د يادونې په ترڅ کې وويل چې د ولسي جمهوريت له جوړېدو مخکې خلک د غدارو سردارانو تر سلطې لاندي کباب شول ، نو ژوند می خراب و، د ولسي جمهوريت جوړېدو په پيل کې مې ژوند لا هم ښه نه و چې له امله مې په ٣٠ کلنۍ کې واده وکړ . د ورخلاصون او اصلاحاتو د تګلارې په رڼا کې زما کورنۍ په سوداګرۍ پيل وکړ چې اوس مو نوی کور جوړ کړی او تلويزيون او موټر مو اخيستې دي

د ده زوي نا جيان جون زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د تيرې پيړۍ د اتمې لسيزې په پيل کې لږ کرنيزه ځمکه وويشله شوه چې د خوراک او پوښاک اساسي اړتياوې يې پوره شوې . خو زما په اند يوازی د کرکيلې له لارې نه شو شتمن کېدای ، نو پرېکړه مو وکړه چې په سوداګرۍ پيل وکړو، لومړی يې د ميوو او هګيو په پلورلو لاس پوری کړی او ور پسی يې څرمنې وپلورلې چې له امله يې څو لکه يوانه تر لاسه شوي دي.اوس د ده زوي له ده سره يو ځای سوداګری کوي او لور يې له پوهنتون څخه فارغېدو وروسته د چي يوان په نامه د درملونو په يو شرکت کې کار کوي چې مياشتي معاش يې دوه زره يوانه دي.

کليوال نا سنګ لي د دغه کلي د بدلون د يادونې په ترڅ کې وويل دا د ورخلاصون او اصلاحاتو ګټه ده چې د ژوند سويې د ښه والي له امله په مستقيمه توګه د افکارو بدلونونه پکې رامنځته شوي دي.

د دغه کلي کورنيو شمېر څه د پاسه ١٢٠٠ دی او نفوس يې ٤٤٠٠ تنو ته رسيږي دي چې په سلو کې ٩٥ برخه د هوي قوم وګړي دي.کليوال وګړي له ١٩٨٥ کال څخه د پسونو د پلورلو له لاری شتمن شوي دي. اوس په دغه کلي کې هره ورځ څلور يا پنځه سوه پسونه حلاليږي چې د دوی له خوا د برابر شويو پسونو شمېر د نينګ شيا د اين چوان ښار د عمومي اندازې په سلو کې ٤٠ برخه نيولې ده. د ٢٠٠٧ کال په پای کې د دغه کلي د هر تن په سر کلني عايدات ٤٩٠٠ يوانوته رسيدلی دی . هره کورنۍ کرهڼيز موټر لري چې يو په څلورمه برخه کورنۍ يې خپل ځانګړی موټرونه هم لري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040