د چين د ړنده پروفيسره يانګ جيا د م م د معيوبينو د حقونو د کميټې د غړې په توګه وټاکل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2008-11-10 17:02:40

د م م د معيوبينو د حقونو د تړون د غړيو هېوادونو غونډه د نوامبر په درېيمه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې د رايی ورکولو له لارې د معيوبينو د حقونو د لومړی دورې کميټه وټاکل شوه چې د چين د ړنده پروفيسره يانګ جيا په بريالی توګه د دغې کميټې د يوې غړې په توګه وټاکل شوه.

يانګ جيا چې اوس د چين د ړوندو د ټولنې مرستياله ده پخوا د ړوندو د نړيوالې شورا غړې او د بېجينګ د معيوبينو د اولمپيک لوبو سلاکاره وه. هغې تل تر خپلې وسې پورې د معيوبينو د حقونو او ګټو د ساتنې لپاره کوښښ کړي او د سځينه معيوبينو د غوره استازې په توګه ګڼل کېږي. مېرمن يانګ جيا په ٢٠٠٠ کال کې د م م لخوا د هغه نړيوال قانون د جوړولو په پيل کې په اړوندو کارونو کې ګډون کړی دی چې موخه يې په سوله ايزه او عادلانه توګه د معيوبينو د بشرۍ حقونو او اساسی ازادي ساتل دي. په ٢٠٠١ کال کې د م م د شپږ پنځوسمې دورې په عمومی اسامبله کې پريکړه وشوه چې د معيوبينو د حقونو تړون جوړ کړي. د ٢٠٠٦ کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه دغه تړون د م م د يو شپيتمې دورې په عمومی اسامبله کې تصويب شو او دا د م م په تاريخ کې په هراړخيزو ساحو کې د معيوبينو د حقونو د ساتنې په اړه لومړی نړيوال قانون دی. اغلی يانګ جيا پخپله د دغه قانون د جوړولو په بهير کې ګډون کړې او له دې امله ډيره خوښه ده.

په م م کې د چين د دايمي پلاوی مرستيال ليو جن مينګ په ياده شوې غونډه کې څرګنده کړه چې د چين حکومت تل په پوره توګه د شتمنې او همغږی ټولنې د جوړولو په بهير کې د مهمو برخو په توګه د معيوبينو چارو د پرمختګ او د معيوبينو د ژوند د ښه والی لپاره هڅه کوي. چين په فعاله توګه د معيوبينو د حقونو تړون له جوړولو څخه ملا تړ کوي او د ٢٠٠٧ کال په مارچ کې يې دغه تړون لاسليک کړ. د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمي کميټې د ٢٠٠٨ کال په جون کې په رسمي توګه دغه تړون تصويب کړ او د دغه تړون سره سم د چين د معيوبينو د ساتنې قانون تعديل کړ. له دې څخه څرګندېږي چې د چين حکومت د معيوبينو چارو د پياوړتيا په اړه ټينګ هوډ لري.

د مېرمن يانګ جيا په اند د معيوبينو چارو د ساتنې په برخه کې د چين د پام وړ برياليتوب د دغې کميټې په ټولټاکنو کې د دې برياليتوب عمده لامل دي. دې وويل چې د دغې کميټې عمده دنده په ښه توګه د دغه تړون د تر سره کولو لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره مرسته کول دي. نو هغې څرګنده کړه چې هغه به د دغه تړون د پلی کولو او د معيوبينو د حقوقو د ساتنې لپاره پر له پسی کوښښونه وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040