د چينايانو ژوند د پرمختلليو تخنيکونو له امله بدل شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-11-10 19:20:22

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، السلام عکليم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له دېرشو کلونو راهيسي تخنيکي سويه په چټکه توګه لوړه شوې او د چينايانو په ورځني ژوند کې ستر بدلونونه راغلي دي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

ټولو ته معلومه ده، چين د نړۍ په سلو کې د اووه برخه کرنيزو ځمکو په کارولو سره د يو په پنځمه برخه انسانانو د خوړو ستونزه حل کړې چې دا د اړوندو نباتاتو د روزنې له غوره تخنيکونو سره نژدې تړاو لري. د بېلګې په توګه د چين د مشهور کرنيز کارپوه ښاغلي يوان لونګ پينګ له خوا اختراع شوي غوره شولۍ په وروستيو دېرشو کلونو کې د چين په لږ تر لږه پنځلس مليون هکتارو کرنيزو ځمکو کې روزل شوي او په منځنۍ توګه په هره هکتاره کرنيزه ځمکه کې د شوليو توليدي اندازه د پخوا په پرتله څلور زره او پنځه سوه کيلوګرامه زياته شوې چې په چين کې د غلودانو امنيت د ساتلو لپاره يې ټينګ بنسټ ايښی دی. اوس دغه کارپوه لا هم لوړې موخې ته د رسېدو لپاره د هڅونې په حال کې دی.

( لومړی اواز)

د درېيم پلان له مخې، په هره هکتاره کرنيزه ځمکه کې به د شولو توليدي اندازه له نهه سوه کيلوګرامو څخه واوړي. زه دغې موخې ته د رسېدو په اړه پوره باور لرم او ښايي په ٢٠١٠ کال کې تر سره شي.

د اقتصاد په چټک پرمختګ او د انجيرۍ او تخنيکي سويې په پر له پسې لوړېدو سره د چين په بېلا بېلو ښارونو کې د عمومي ترانسپورت زيات تاسيسات نوي شول. دېرش کاله مخکې، په چين کې هر ساعت د اورګاډيو منځنی سرعت يوازې څلور پنځوس کيلومتره و او له بېجينګ څخه شانګهای ته د تګ لپاره شلو ساعتو ته اړتيا درلوده. خو اوس مهال د اوسپنيزو لارو، عمومي سړکونو او الوتکو په شمول بېلا بېل ترانسپورتي وسيلې ډېر پرمختللې شوې دي.

د دې تر څنګ يو ډول نوې ترانسپورتي وسيله اوس د چين په زياتو لويو ښارونو کې ډېره مروجه ده چې الکترونيکي موټر نومېږي. اوس د بېجينګ، وو هان، تيان جين او وی های په شمول د زياتو ښارونو وګړي د الکترونيکي بسونو په وسيلې تګ راتګ کولای شي چې د چين له خوا په خپله څېړل او توليد شوي دي. دغه ډول الکترونيکي موټرونه پيټرول نه خو برينښا کاروي او ډېر لږ ککړ توکي باسي. يو بېجينګي مېرمن يو شيو مينګ خبريالانو ته وويل چې دا د عامو بسونو په پرتله دغه نوي الکترونيکي بسونونه ډېر خوښوي.

( دوهم اواز)

زما په أند، الکترونيکي بسونه له عامو بسونو سره يو شان ډېر په مناسبه توګه کارولی شي. خو الترونيکي بسونه ډېر لږ ککړ توکي باسي، نو که په راتلونکي کې به زيات دغه ډول نوي بسونه وکارول شي، نو د بېجينګ هوا کيفيت به تر ډېرې اندازې پورې ښه شي.

په وروستيو دېرشو کلونو کې د چينايانو ژوند د علمي تخنيکونو د چټک پرمختګ له امله د معلوماتي کېدو او شمېرې کېدو مودې ته ننوتلی دی. بر سېره پر دې، د انترنيټي تخنيکونو ستر پرمختګ د چين د اقتصاد او ټولنې پر پرمختګ لا ژوره اغېزه کوي.

د يوې شمېرنې له مخې، اوس په چين کې د انترنيټي کارونکيو شمېر له دوه سوه او پنځوس مليون تنو څخه واوښت او انترنيټي شبکه د وګړيو له خوا د معلوماتو تر لاسه کولو، ساتېرۍ او يو له بل سره د تماس نيولو يوه مهمه وسيله ګرځېدلې ده.

پر دې سره بيره، انترنيټي تخنيکونه ورځ په ورځ د حکومت له خوا د عمومي خدمتونو د برابرولو لپاره ډېر کارول شوي دي. د بېلګې په توګه چين څلور کاله مخکې د کليوالو سيمو د کوچنيو او منځنيو ښوونځيو د انترنيټي ښوونې د پروژې په پلې کېدو پيل کړی چې له دې لارې کليوال ماشومان له انترنيټ څخه غوره ښوونه تر لاسه کولی شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې دېرش کاله پروګرام په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040