په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له دېرشو کلونو راهيسي د چاپ او خپرولو چارو چټک پرمختګ کړی دی.

cri     (GMT+08:00) 2008-11-10 19:21:40

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له دېرشو کلونو راهيسي په چين کې د چاپ او خپرولو چارو چټک پرمختک کړی دی. دغه راز د المان په فرانکفورت کې د کتابونو په نندارتون کې چې په دې وروستيو ورځو کې پای ته ورسېد، اړوندو څانګو څرګنده کړې چې چين به په راتلونکي کال کې د عمده مېلمه هېواد په توګه په دغه نندارتون کې ګډون وکړي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د المان په فرانکفورت کې د کتابونو نندارتون په نړۍ کې د کتابونو د معاملې تر ټولو لوی او مهم نندارتون ګڼل کېږي. د ياد شوي نندارتون په شپېتمه دوره کې چې پدې وروستيو کې پای ته ورسېد، د چين د مطبوعاتي چاپ او خپرولو ملي ادارې مرستيالې مېرمن لي دونګ دونګ زموږ له خبريالانو سره د يوې مرکې په ترڅ کې داسې څرګنده کړه

( لومړی اواز)

چين به په ٢٠٠٩ کال کې د لومړي ځل لپاره د عمده مېلمه هېواد په توګه د فرانکفورت په نندارتون کې ګډون وکړي. موږ به تر هغه وخت پورې څه دپاسه پنځه زره ډوله په زړه پورې کتابونه دلته ته راوړو چې ترې نه يوازې د چين د چاپ او

خپرولو چارو پرمختيايي سويه، بلکې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو په وروستيو دېرشو کلونو کې د چين چټک پرمختګ څرګندېږي.

له ١٩٦٦ کال څخه تر ١٩٧٦ کال پورې د کلتور د لوي انقلاب په موده کې د چين د کلتوري چارو په پرمختګ کې ځنډ راغي او د چاپ او خپرولو زياتره ارګانونه او مطبعې وټړل شوې. خو د کلتور د لوي انقلاب له پای ته رسېدو وروسته د زده کړې په اړه د چينايانو اړتياوې تر ډېرې اندازې پورې زياتې شوې چې د چاپ او خپرولو چارو له پخوانۍ پرمختيايي سويې سره يې سمون نه درلود. د چين د چاپ او خپرولو کارکوونکيو ټولنې دايمي مرستيال ښاغلي يانګ ده يان په دې اړه وويل

( دوهم اواز)

په ١٩٧٨ کال کې د چين د کمونست ګوند د يوولسم ملي کانګرس له درېيمې عمومي غونډې وروسته زياتو چينايانو وغوښتل چې بهرني ژبې زده کړي. خو هغه وخت د اړوندو کتابونو شمېر ډېر کم و.

د چين د مطبوعاتي چاپ او خپرولو ملي ادارې د اړوندو شمېرو له مخې، په ١٩٧٨ کال کې د چين له خوا د چاپ او خپاره شويو کتابونو شمېر له لس زرو څخه واوښت او تر ٢٠٠٧ کال پورې دغه شمېر څه دپاسه دوه لکه او څلويښت زرو ته رسېدلی ، د مجلو شمېر د ١٩٧٧ کال له شپږ سوه څخه د تېر کال څه دپاسه نهه زرو ته رسېدلی او د ورځپاڼو شمېر د ١٩٧٨ کال له دوه سوه څخه د تېر کال دوه زرو ته رسېدلی دی.

له دېرشو کلونو راهيسي د چټک پرمختګ له امله په اوسني چين کې د کتابونو شمېر ډېر زيات شوی دی. په چين کې بهرني اوسېدونکي د کتابونو شمېر د

زياتېدو احساس کړی دی. روسي مېرمن انا چې د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې چين ته راغلی په دې اړه څرګنده کړه

( څلورم اواز)

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له امله اوس په چين کې د بهرنيو ژبو د کتابونو شمېر مخ په زياتېدو دی. کسان د تېرې پېړۍ په نهمه لسيزه کې د چين په بېلا بېلو کتابتونونو کې د جګړې او سولې په نامه مشهور روسي کتابونه اخيستلو. اوس د چين د زياتو لويو ښارونو په ځينو لويو کتابتونونو کې د روسي کتابونو ځانګړی سيمه ليدل کېږي. په تېره بيا د بېجينګ د اولمپيک لوبو په ترڅ کې موږ د روسيې ورځپاڼې او مجلې هم اخيستلای شو.

په وروستيو دېرشو کلونو کې په چين کې د ليکلو حق قانون په اړه قانوني سيستم او چوکاټ جوړ شوی دی. يوازې په ٢٠٠٧ کال کې د چين په بېلا بېلو سيمو کې د نيول شويو ناقانونه کتابونو شمېر له اويا مليون څخه اوښتی دی.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زمونږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040