د غوايه غوښه او مرچ

cri     (GMT+08:00) 2008-11-12 16:47:29

د سی ارای پښتو ويبپاڼې ګرانو لوستونکيو ! السلام عليکم . ښايی تاسی د چين له خوړو سره اشنا وئ . چين يو لوی هيواد دی او په هره برخه کې ځانګړي خوراکونه لري او يو له بل سره توپير لري، موږ هڅه کوو چې تاسو ته د پښتو وېبپاڼې له لارې د چينی خواړو او د هغو د ډولونو په اړه معلومات وړاندی کړو. د بېلګې په توګه د شين جيانګ اويغوری قوم خواړه چې د افغانستان له خواړو سره ورته دي او ډېر توپير نه لري. د سه چوان خواړه، د ګوانګ دونګ خواړه ، د ان هوی خواړه او داسی نور په چين کې ډېره شهرت لری. د پروګرام په دې برخه کې به د غوايه غوښه او مرچ د پخولو په اړه څه معلومات وړاندی کړو.

ددغه خوراک د پخولو لپاره ضروری توکی:

د غوايه غوښه

مرچ

مالګه

بوره

زنجيبل

غوړی

د دغه خوراک د پخولو بهير:

لومړی، د غوايه غوښه منځل کيږی او ټوټه ټوټه کيږی.

دوهم، په يوه کاسه کې ټوټه شوي غوښه ايښودل کيږی.

درېيم، پر غوښو باندی لږڅه مالګه، بوره او جيانګ يو (د چينی خوراک د پخولو لپاره

يو ډول توکی چې تور رنګ لري او مالګين دی) اچول کيږی.

څلورم، شل دقيقې وروسته په غوړيو کې ياد شوي غوښه سره کيږی.

پنځم، دوه دقيقې وروسته په ديګ کې پاک شوی مرچ هم اچول کيږی.

شپږم، کله چې غوښه او مرچ پاخه شول ، دغه خوراک د خوړلو وړ دی.

د پښتو ويبپاڼې قدرمنو مينه والو تاسو د غوايه غوښه او مرچ د پخولو په اړه چې په چين کې ډېر دود لري، معلومات ولوستل. که تاسی غواړئ د چين د بېلابېلو خوړو په اړه نورمعلومات ترلاسه کړئ موږ ته يی په اړه وليکئ او خپلې پوښتنې راوليږئ . هيله ده د چينی خواړو پخولو لارې چارې مو خوښې شوې وی، کله چې چين ته سفر وکړئ نو له چينی خواړو سره به اشنا وئ او خوند به تری واخلئ. ستاسی د روغتيا په هيله!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040