د چين انځورګر وان جي يوان د افريقا له هنر سره مينه لري

cri     (GMT+08:00) 2008-11-13 09:24:23

ګرانو اورېدونکو، د کلتوري شخصيتونو پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د غوړو انځورونو انځورګر وان جي يوان په اړه ځينی معلومات وړاندی کړو . د ٢٠٠٨ کال د افريقايی کلتور په اړه د چين او افريقا ترمنځ د کلتوري تبادلی يو ستر فعاليت په وروستيو ورځو کې پای ته ورسېد. ښاغلي وان جي يوان د دغه فعاليت په ترڅ کې د چين او افريقا د کلتور يو ګډ نندارتون طرح کړی او په کې دده له خوا غوړين انځورونه هم ننداری ته وړاندی شوی و چې په افريقا کې يې جوړ ايستلی و. د حيرانتياوړ خبره دا وه چې ښاغلي وان جي يوان په صحيح ډول د افريقايی وګړيو د ژوند او کلتور ځانګړتياوې انځور کړی دی.

٥٥ کلن وان جي يوان د ماشومتوب په موده کې د انځورونو له ايستلو سره مينه درلوده. هغه د يو ځانګړی انځورګر په توګه په څو کلونو کې د چين په منځنی جنوبي جيانګ شي ولايت کې د انځور ګرۍ په پوهنځی کې د غوړ انځورونو زده کړه وکړه او له لسګونو هېوادونو څخه يې ليدنې کړی دي. هغه د چين لومړۍ انځورګر دی چې د انځورونو د ايستلو لپاره يې په ځانګړی توګه له اسرائيلو څخه ليدنه وکړه. اوس ښاغلي وان جي يوان د چين د بهرنی هنري نندارتون په مرکز کې د مدير د مرستيال په توګه کار کوي چې زيات شمېر لويی نندارتونونه طرح کړی دي.

په وروستيو ورځو کې د چين په جنوب شن جن ښار کې د ٢٠٠٨ کال د افريقا د کلتور په اړه په فعاليت کې د چين او افريقا ترمنځ ګډ نندارتون د وان جي يوان يو برياليتوب ګڼل کېږي. په دغه نندارتون کې د ګابون ، سنيګال او مصر هنري توليدات، د افريقا په اړه د ښاغلي وان جي يوان په ګډون د چين د ٩ تنو انځورګرانو انځورونه او د چين له خوا چاپ شوي افريقايی کتابونه نندارچيانو ته وړاندی شوی دي.

ښاغلي وان جي يوان څو ځله له افريقا څخه ليدنه کړې. هغه په ١٩٩٥ کال کې له خپلو ملګرو سره يو ځای نايجيريا ته ولاړ او د چين د هنري توليداتو په نندارتون کې ګډون وکړ. دا دوهم ځل و چې وان جي يوان له افريقا څخه ليدنه کوله.

په ٢٠٠٢ کال کې د چين د بهرنيو هنري نندارتون مرکز په جنوبي افريقا کې د چين د دوامدار پرمختګ په اړه يو نندارتون جوړ کړی و . ښاغلي وان جي يوان د نندارتون په ترڅ کې د ځو لو قوم د هنرمندانو له خوا کښل شوی انځورونه کتلی و او ويی غوښتل چې بېرته چين ته له راتګ وروسته د اړوندې روحيی په اړه يو انځور جوړ کړي. د ٢٠٠٨ کال د افريقايی کلتور په اړه په دغه نندارتون کې د ښاغلي وان جي يوان له خوا د افريقا د فيستيوال په نامه په انځور کې ښځی، ماشومان او سړی راغونډی شوی چې دوديزی جامی يې اغوتنی دی. ددغه انځور اوږدوالی ٧ اعشاريه ٢ مترو ته رسېږي او پلنوالی يی يو اعشاريه ٨ متره دی.

له دغه نندارتون مخکې ، نوموړی انځور په بېجينګ کې د چين د ارت په سالون کې او د فليپين د ارت په سالون کې هم ننداری ته وړاندی شو او دا درېيم ځل دی چې په شن جن ښار کې يې د چين او افريقا د بېلا بېلو وګړيو په وړاندی ننداری ته کيښودل کېږي. د کينيا د موزيم پوه مارتين تيندی په اند له دغه انځور څخه د افريقايی وګړيو د خوشبينی احساسات څرګندېږي.

ښاغلي وان جي يوان د افريقايی انځورونو او حکاکی په اړه څېړنه کوي . هغه وويل کله چې بهرنيان افريقا ته ولاړ شي، دوی به د افريقايی وګړيو د عقيدی او هيلی په استازيتوب له هنر سره مينه ولري.

ښاغلي وان جي يوان وويل له افريقا څخه د ليدنې له امله دده ژوند ډېر خوندور شوی دی . هغه هيله لري چې په راتلونکی کې د خپلو انځورونو او نندارتونونو له امله لازيات وګړي له دغې ښکلی وچې سره مينه ولري.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040