د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له امله په چين کې ستر بدلونونه راغلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2008-11-20 16:05:45

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. هغه خبره چې هرې موخې ته د رسېدو امکانات شته، د چين د جمناستيک مشهور لوبغاړي لي نينګ په نامه د يوې سپورتي سوداګريزې نښې شعار دی. له دغې خبرې څخه د انسانانو له خوا د نړۍ د بدلولو او د ژوند د ښه کېدو يوه مثبته رويه څرګندېږي. که څه هم دغه خبره لږ څه مبالغه ده، خو د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې د چين اقتصاد په رښتينۍ توګه په وروستيو دېرشو کلونو کې ډېر چټک پرمختګ کړی دی او ستر بدلونونه په دغه هېواد کې راغلي دي. له همدې امله چين ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، د بېلګې په توګه د چينګهای او تبت ترمنځ د اوسپنيزو لارو، د يانګځه سيند د دريو تنګيو د اوبو لګولو پروژې، د اولمپيک لوبو د زياتو سټېديمونو او جمنازيمونو او د بېجينګ د نړيوال هوايي ډګر په شمول يو لړ مهمې او لويې پروژې په بريالۍ توګه تر سره شوې دي. له دې څخه د چين مخ په پياوړی کېدونکي توان څرګند شوی دی. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د زياتو بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د خدمتي سويې د پر له پسې چټکتيا تر څنګ د رواني کلتور، بدني روغتيا او امنيت او ښوونيزې سويې په

برخو کې د چينايانو زياتې اړتياوې هم پوره شوې دي. د ټولنېزې ازادې په زياتېدو او د حکومت د اداري سويې په لوړېدو سره په چين کې هر کس ته د خپلې هيلې د تر سره کېدو فرصتونه برابرېږي چې هرې موخې ته د رسېدو امکانات اوس شته دي.

( لومړی اواز)

د چين له خوا د زياتو برياليتوبونو تر لاسه کېدل په دغه هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو سره نژدې تړاو لري. د دغې تګلارې له امله د چين ټولنيز پرمختګ پرمخبيول شوی دی.

لومړی، اصلاحات له کليو څخه پيل شوي دي. د چين کليوال حالت د اجارې کورني نظام د پلې کېدو او د بزګرانو د ازادو حقونو د زياتېدو له امله په پوره توګه بدل شوی دی. نه يوازې د کرنيزو چارو توليدي انډول لوړ او د بزګرانو د خوړو اړتياوې پوره شوې، بلکې په کليوالو سيمو کې صنعتي چارو چټک پرمختګ کړی دی. له دې وروسته يو شمېر اقتصادي ځانګړې سيمې په ځينو ساحلي ښارونو کې رامنځته شوي دي. ور پسې د ٢٠٠١ کال د دسمبر په يوولسمه نېټه چين په رسمي توګه د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې شامل شوی دی.

له ١٩٧٨ کال څخه تر ٢٠٠٧ کال پورې د چين د اقتصادي پرمختيا انډول هر کال په منځنۍ توګه په سلو کې نهه زيات شوی او پرمختيايي سرعت يې د نړيوالې سويې په پرتله ډېر چټک و. د چين اقتصادي عمومي اندازه د نړۍ له لسم ځای څخه څلورم ځای ته اوچته شوې او د ماليې عمومي عايدات يې له يو سل او لس مليارډ يوانو څخه پنځه زره مليارډ يوانو ته زيات شوی دی. د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د چين ټولنيز پرمختګ پرمخبيول شوی دی. د چين د ښاريانو او بزګرانو عايدات دواړوه شپږ ځله زيات شوی دی.

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مرستيال ښاغلي دونګ ينګ ويلي چې په وروستيو دېرشو کلونو کې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو راهيسي تر ټولو ستر برياليتوب د ملي اقتصاد چټک پرمختګ او د وګړيو د ژوند سويې پر له پسې لوړوالی دی.

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په پر له پسې پلې کېدو سره په چين کې د ټولنيز جوړښت اصلاحات هم چټک شوی دی. د ښارونو او علاقه داريو، سيمو او بېلا بېلو ټولنو ترمنځ د پرمختيايي نابرابرۍ له امله د ايکولوژيکي چاپېريال او د انرژۍ د بيا کارونې په شمول ځينو برخو کې زياتې نوي مسئلې رامنځته شوې دي. په داسي حالت کې که موږ يوازې د اقتصاد چټک پرمختګ ته زياته پاملرنه وکړو، يو شمېر ټولنيز تضادونه د اوږدې مودې لپاره ليری نه کړو، نو ټولنيزه ناارامي به هم سخته شي.

( دوهم اواز)

د يادونې خبره دا ده چې چين اوس مهال ټولنيزو تضادونو ته زياته پاملرنه کړې او غواړي د بېلا بېلو ټولنو د ګټو ترمنځ همغږي وکړي. په دې وروستيو ورځو کې د بزګرانو، کليو او کرنيزو چارو پرمختګ يو ځل بيا په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د عمده کارونو په توګه ټاکل شوی دی. د چين حکومت به په داسي نوي حالت کې هڅه وکړي چې د وګړيو د عايداتو د ويشلو نظام تنظيم کړي، د ښارونو او کليو ترمنځ پرمختيايي توپيرونه کم کړي او د ټولنې پوره، همغږ او دوام لرونکی پرمختګ تر سره کړي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040