د هوانګ ګانګ ځنکمني بندر

cri     (GMT+08:00) 2008-11-20 16:07:06

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. په چين کې د شن جن او هانکانګ ترمنځ د تګ راتګ ځمکني بندرونه بهر ته د شن جن د ورخلاصون يوه مهمه کړکۍ ګڼل کېږي. د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د شن جن او هانکانګ ترمنځ يوازې يو ځمکنی بندر موجود و، خو د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو وروسته نور پنځه ځمکني بندرونه پرانيستل شوي دي. په دغو ځمکنيو بندرونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير په ژور کېدو سره هم ستر بدلونونه راغلي دي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته د هوانګ ګانګ په نامه د ځمکني بندر په اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

( لومړی اواز)

هره ورځ د شن جن ښار يو شمېر ماشومان چې د هانکانګ په ځينو ښوونځيو کې زده کړه کوي، د هوانګ ګانګ ځمکني بندر له لارې له هانکانګ څخه دغه ښار ته راځي. همدا اوس مو د دغو ماشومانو اواز واورېد. مېرمن وانګ لان جه هره ورځ خپلو کورونو ته د دغو ماشومانو د راوړلو دنده پر غاړه لري او د ځمکني بندر د کارکوونکيو په اړه ډېر بلد شوې ده. دې وويل دلته کارکوونکي ډېر مهربان دي چې زموږ ماشومانو ته ډېرې زياتې اسانتياوې برابروي.

اته څلويښت کلن ښاغلی چين شيانګ ينګ په څو ځمکنيو بندرونو کې څه دپاسه شل کاله کار کړی او په ځمکنيو بندرونو کې د سترو بدلونونو په اړه زيات احساسات لري. ده وويل

(پنځم اواز)

په اوسنيو ځمکنيو بندرونو کې وګړيو ته د زياتو اسانتياوو د برابرولو لپاره ځيني تدبيرونه نيول شوي دي. زه باور لرم چې په راتلونکي کې دغه شان زيات تدبيرونه ونيول شي.

د هوانګ ګانګ ځمکني بندر ډېر ښه جغرافيايي شرطونه لري. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلې کېدو مخکې د هانکانګ او شن جن ترمنځ يوازې د لو هو ځمکني بندر له لارې تګ راتګ کولای شي. په ١٩٨٦ کال کې د شن ښار ښاروالي د هوانګ ګانګ ځمکني بندر په جوړولو پيل وکړ او دغه پروژه درې کاله او اته مياشتې دوام درلود. ښاغلی شيونګ چانګ ګن د دغې پروژې مرستيال و. ده په دې اړه وويل

( اووم اواز)

موږ په هغو دريو کلونو کې له زياتو ستونزو سره مخامخ وو چې يوازې دوه دفترونه، دوه موټرونه او شل تنه کارکوونکي درلودل.

په ١٩٨٩کال کې د هوانګ ګانګ ځمکني بندر په رسمي توګه پرانيستل شو او ښاغلی شيونګ چانګ ګن په دغه ځمکني بندر کې د پلټنې مرکز لومړی مشر وشو. په هغه وخت کې يوازې دوه سوه تنه کارکوونکي له ده سره يو ځای کار کاوه او د پرانيستلو په پيل کې د دغه ځمکني بندر له لارې د موټرونو او وګړيو د تګ راتګ شمېر ډېر کم و.

د ١٩٩٢ کال د جنورۍ په نولسمه نېټه د چين پخواني مشر دونګ شياو پينګ له شن جن څخه د ليدنې په وخت کې تر هر څه لومړی د هوانګ ګانګ ځمکني بندر ته ولاړ. له هغه وروسته د هانکانګ او شن جن ترمنځ تګ راتګ ډېر پياوړی شو او د هوانګ ګانګ ځمکني بندر هم په چټکه توګه پرمختګ وکړ.

د پلټنې مرکز اوسني مرستيال ښاغلي جن يې څرګنده کړه

( لسم اواز)

د هوانګ ګانګ ځمکني بندر اوس په اسيا کې تر ټولو ځمکني بندر ګرځېدلی چې د شن جن او هانکانګ ترمنځ د تګ راتګ يوه مهمه لار او بهر ته د شن جن د ورخلاصون يوه مهم کړکۍ ګڼل کېږي. د دغه ځمکني بندر له لارې د وګړيو تګ راتګ شمېر درې سوه ځله او د موټرونو تګ راتګ شمېر هم شل ځله زيات شوی دی.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدونې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040