په چين کې د المان کارپوه کريستوف پېسيرت

cri     (GMT+08:00) 2008-11-25 19:03:21

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. ښاغلی کريستوف پېسيرت د بېجينګ ښار د ځنګلداري ادارې يو الماني کارپوه دی. دی په چين کې نژدې دېرش کاله ژوند او کار کړی او د چين ستر بدلونونه يې احساس کړی دی. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

ښاغلی کريستوف پېسيرت په ١٩٧٧ کال کې د المان د کاسېل په پوهنتون کې زده کړه کوله او د زده کړې د يو فرصت په کارولو سره يې چين ته سفر وکړ چې په چين کې يې درې اوونۍ تېر شوي و. نوموړی په چين کې د بېجينګ، هه نان، هو بۍ، هو نان او ګوانګ دونګ په شمول زياتو ځانونو ته ولاړ او د اوبو لګولو له ځينو تاسيساتو څخه يې ليدنه کړه. ښاغلي پېسيرت د دغه سفر په اړه څرګنده کړه چې په هغه وخت کې په چين کې د ده په شان بهرني سيلانيان ډېر لږ ليدل کېدل.

( لومړی اواز)

موږ د دريو اوونيو د سفر په ترڅ کې يوازې د امريکا له يو سيلاني پلاوي او د المان د باليت له يو هنري پلاوي سره مخامخ وو چې ټول د بېجينګ د يو يي په هوټل کې اوسېدل.

ښاغلي پېسيرت له ياد شوي سفر وروسته له چين سره زياته علاقه پيدا کړه او له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته يې په ١٩٨٢ کال کې يو ځل بيا چين ته سفر وکړ. دی چين ته له رسېدو وروسته د چيني ژبې د زده کړې لپاره د بېجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې شامل شو او وروسته يې د يو الماني کارپوه په توګه د اوبو لګولو د زياتو پروژو په جوړولو کې کډون کړی دی. نوموړي په وروستيو دېرشو کلونو کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له امله د چين ستر بدلونونه احساس کړل.

ښاغلي پېسيرت د تېرې پېړۍ د اتمې لسيزې له پای څخه د نهمې لسيزې تر پيل پورې د چين په شان دونګ ولايت کې د چين او المان ترمنځ د اوبو لګولو د همکارۍ په يوه پروژه کې ګډون وکړ. د ده په وينا، که څه هم په هغه وخت کې د چين او المان کارکوونکيو د خپل منځې همکارۍ دومره زياتې تجربې نه درلودې، خو په ګډو کوښښونو سره يې په يوولسو ولسواليو کې د يو مليون تنو بزګرانو لپاره د اوبو څکلو مسئله حل کړه. برسېره پر دې، ښاغلي پېسيرت او د ده همکارانو د مېوو د ونو په برخه کې له ځايي اوسېدونکيو سره زياتې مرستې هم کړې دي.

د يادې شوې پروژې له پای ته رسېدو وروسته نوموړي بېرته بېجينګ ته راستون شو او په چين کې د اوبو سرچينو د ساتلو په کارونو کې يې ګډون وکړ. د ١٩٩٨ کال له سپتمبر څخه د تېر کال تر اګست پورې د چين او المان اړوندو حکومتي څانګو ترمنځ د بېجينګ د مي يون د اوبو بند شاوخوا سيمې د ساتنې او ادارې پلان روان و. ښاغلي پېسيرت په دغه پلان کې د الماني کارپوهانو مشر و. د دغه پلان له مخې نوموړي او د ده همکارانو د بېجيګيانو د څښلو اوبو د ساتلو په موخه د مي يون اوبو بند په شاوخوا

څلور زره هکتارو ځمکو کې زياتې ونې ايښی او د زياتو الماني برياليو تدبيرونو په نيولو سره يې د دغې سيمې ښه اداره کړې ده. له دې امله ښاغلي پېسيرت د بېجينګ ښار د لوي ديوال په نامه د دوستۍ جايزه اخيستونکی شو.

د نوموړي په أند، په وروستيو دېرشو کلونو کې په بېجينک کې د اوبو ساتلو په برخه کې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د بېلګې په توګه، د تېرې پېړۍ د اتمې لسيزې په پيل کې د بېينګ ښاروالي د اوبو ساتلو لپاره يو پلان خپور کړ. ده په دې اړه وويل

( څلورم اواز)

په هغه وخت کې د بېجينګ ښاروالي د نوي بېجينګ يو عمومي پلان خپور کړ چې په کې د ښاري رول په اړه نوې قاعده جوړه شوې ده.

اوس مهال د ښاغلي پېسيرت په وينا، په بېجينګ کې د اوبو برابرولو يو بشپړ سيستم جوړ شوی دی. ده وويل

( پنځم اواز)

نن ورځ وګړي د اوبو مسئلې ته زياته پاملرنه کوي. په وروستيو څو کلونو کې زيات اړوند ښاري پلانونه خپاره شوي او په بېجينګ ښار کې د اوبو برابرولو سيستم اوس نوی شوی دی.

نن ورځ ښاغلی پېسيرت د بېجينګ ښار د ځنګلداري په اداره کې کار کوي او له يو چينايي ښځې سره يې واده کړی. ده څرګنده کړه چې بېجينګ يو ډېر ښه ښار دی او د بهرنيانو لپاره په دغه ښار کې د ژوند په برخه کې دومره زياتې ستونزې نه شته.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسی له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040