زه به يو ځل بيا چين ته سفر وکړم.

cri     (GMT+08:00) 2008-11-27 16:02:59

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. دا د درناوي وړ د ايتاليا يو سپين ږيری دی چې عمر يې اتيا کلن دی. دی له چين سره زياته مينه لري او له ١٩٨٩ کال راهيسي يې څو ځله چين ته سفر کړی دی. د ده نوم انتونيو وېنتولا دی. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته له چين سره د ښاغلي انتونيو د مينې په اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

ښاغلی انتونيو وېنتولا په ١٩٥١ کال کې په ايتاليا کې د ساميا په نامه يو شرکت جوړ کړ چې په کې په عمده توګه د صنعتي توليداتو ځيني تاسيسات توليديږي. له وروستيو پنځوسوکلونو راهيسي د ياد شوي شرکت چارې په زياتو هېوادونو او سيمو کې پراخې شوې دي. دغه راز ښاغلي انتونيو څو کاله مخکې له چين سره زياته علاقه پيدا کړه او په ١٩٨٩کال کې يې له چين څخه سوداګريزه ليدنه وکړه. چين ته د ده د لومړي سفر په اړه نوموړي وويل

( لومړی اواز)

ما په ١٩٨٩ کال کې د لومړي ځل لپاره چين ته سفر وکړ. په هغه وخت کې د بېجينګ د زاړه هوايي ډګر او مرکزي سيمې ترمنځ په سړک کې ډېر زيات بايسکلونه خو لږ موټرونه ليدل کېدل. خو اوس مهال په بېجينګ کې د موټرونو شمېر ډېر زيات شوی او د بايسکلونو شمېر ډېر لږ دی.

د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې په چين کې د ټولنيز پرمختګ او د وګړيو ژوند سويه لا هم ټيټه وه چې په سړکونو کې ډېر زيات باسيکلونه او لږ موټرونه ليدل کېدل. په همدې مهال کې ښاغلي انتونيو د خپل شرکت له اړتياوو او په چين کې د صنعتي چارو د پخواني پرمختيايي سويې سره سم په دغه هېواد کې هېڅ پانګونه نه ده کړې. خو په ١٩٩٦ کال کې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې لږ څه اغېزمنې شوې او د چين بازار ډېر زيات پياوړی شوی و، نو نوموړي په دغه کال کې خپلې چارې چين ته واړولې.

( دوهم اواز)

موږ په ١٩٩٦ کال کې په بېجينګ کې يوه فرعي څانګه جوړه کړه. زما په أند د چين بازار ډېره ښه راتلونکې لري په تېره بيا د نفتو په ساحه کې. نو ځکه زموږ ډېر زيات توليدات په چين کې پلورل کېدای شي او د پلورلو اندازه يې د زياتو هېوادونو په پرتله ډېره زياته ده. د دې تر څنګ موږ په چين کې توليدات توليدولای شو او لګښت يې نسبټأ ټيټ دی.

ښاغلی انتونيو په ١٩٩٦ کال کې د خپل شرکت زياتره چارې چين ته انتقال کړې دي. دغه راز هغه هر کال څو ځله چين ته سفر کړی چې هر ځل په چين کې د څو مياشتو لپاره پاتی شوی. له وروستيو لسو کلونو راهيسې د ده شرکت په چين کې ډېر زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي او اوس زيات شمېر مصرف کوونکي لري. ده په دې اړه وويل

( درېيم اواز)

زما مصرف کوونکي ټول زموږ توليدات ډېر خوښ وي. نو ځکه موږ په چين کې زيات شمېر مصرف کوونکي لرو.

له دې امله چې ښاغلی انتونيو همېشته چين ته سفر کوي، نو ده په وروستيو څو کلونو کې د چين ستر بدلونونه احساس کړي دي. نوموړي په دې اړه وويل

( څلورم اواز)

په چين کې ستر بدلونونه راغلي. په تېره بيا زما په شان هغه کسان چې همشته چين ته ځي، د چين ستر بدلونونه احساس کولای شي. دوي د چين په اړه زيات معلومات لري او په دې نظر دي چې چين په وروستيو دېرشو کلونو کې د ستاينې وړ زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040