ښکلی سه چوان ولايت څلورمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2008-12-01 15:04:29

دپنداګانو ټاټوبی

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! ښايی چې تاسو د چين د سه چوان ولايت په اړه زيات معلومات ونه لرئ خو حتمأ پنداګان ښه پېژنئ. دغه ژوی ډير په زړه پوری دی چې زيات خلک ور سره مينه لري. د سه چوان ولايت د پنداګانوټاټوبی دی.

د دې ترڅنګ په سه چوان ولايت کې هوانګ لونګ سيمه چې په دنيا کې جنت ګڼل کيږی، او د هه مۍ او له په نامه غرونه چې د بوديزم دوه مشهور ځايونه هم دي، او د سن شينګ دوی په نامه يو تاريخی ځای چې دوه زره کلن تاريخ لري چې ناڅاپه له نړۍ څخه ورک شوی و، ليدل کيږی.

که تاسو غواړئ د دغه ولايت په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړئ نو مهربانئ وکړئ زموږ د پروګرام دغه لړۍ واورئ . د چين نړيواله راډيود ٢٠٠٨ کال د ديسمبر له ١١ نيټې څخه د ٢٠٠٩ کال د اپريل تر ١٥ نيټې پوری چين ته د سيلانۍ په خپرونو کې يو لړ پروګرامونه خپاره کړي. تاسو کولی شئ چې د چين نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د ويبپاڼې له لارې هم دغه پروګرام واورئ او ويی لولئ. له تاسو څخه غوښتنه کوو چې په اړونده معلوماتی سيالی کې هم ګډون وکړئ. موږ به غوره شويو اوريدونکو ته جايزې هم ورکړو.

ګرانو دوستانو! د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته په عمده توګه د پنداګانو په اړه ځينی معلومات وړاندی کړم چې د سه چوان حتی د چين يوه نښه ګڼل کيږی. د دغه ولايت له مرکز چنګ دو ښار څخه په سل کيلومترۍ کې د اوو لونګ په نامه يوه طبيعی سيمه پرته ده.

د تير په شان اوس تاسو ته دوه پوښتنې وړاندی کوم: لومړی، د پنداګانو ټاټوبی د سه چوان ولايت دی که نه ؟ دوهم، د اوو لونګ په طبيعی سيمه کې څومره پنداګان ژوند کوي؟

(لومړی اواز)

د چين په سه چوان ولايت کې د اوو لونګ په نامه طبيعی سيمه د پنداګانو د ژوند لپاره يوه عمده سيمه ده. دغه راز سه چوان ولايت د چين د ملی خزانې پنداګانو ټاټوبی ګڼل کيږی. ځکه چې وحشی پنداګان يوازی د سه چوان، شان شي او ګن سو ولايتونو په ليريو ځنګلونو کې ژوند کوي نو سيلانيان اوس يوازی د سه چوان ولايت د طبيعی سيمې د پنداګانو په نندارتون کې داسی ژوی ليدلی شي. د دغې سيمې چارواکی جانګ لي مينګ وويل:

(دوهم اواز)

زموږ موخه دا ده چې پنداګان په سالمه توګه ژوند وکړي او نړيوالو ته يو فرصت برابروو چې له نژدی څخه پنداګان وګوري. موږ سيلانيانو ته داسی معلومات هم ورکوو چې ولی ايکولوژيکی چاپيريال ساتو او د پنداګانو تاريخ څنګ دی؟ اوس په دغه سيمه کې شاوخوا سل پنداګان ساتل کيږی.

خلک د پنداګانود خوړو په اړه ډيره مينه لري. د دغو پنداګانو د ساتونکو په قول په تيره زمانه کې پنداګانو غوښه وخوړله. اوس د پنداګانو عمده خوړه بانکس دی.

له امريکا څخه سيلانې ميرمن ريبيکا حاسي وويل:

(درېيم اواز)

زه ډير خوشحاله يم چې له نژدی څخه پنداګان ګورم. دوی ډير سالم او په زړه پوری ښکاري. زه هيله لرم چې په دغه سيمه کې لازيات پنداګان وساتل شي.

اوس لازيات سيلانيان له پنداګانو سره ژوره مينه لري. دوی کله کله په دغه سيمه کې داوطلبانه کارونه هم ترسره کوي. له جاپان څخه سيلانی ميرمن کوداما ميدوری له خپلو دريو ملګرو سره يو ځای په دغه سيمه کې د يوې اوونۍ داوطلبانه کار ترسره کوي.

هغه وويل:

(پنځم اواز)

زه هر سهار پنداګانو ته خواړه ورکوم او غرمه او ماښام د پنداګانو کورونه منځم. زه له دغې لارې څخه له نژدی پنداګان احساسوم. زه ډير خوشحاله يم.

ګرانودوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040