نړۍ د چين له پرمختګ څخه ګټې اخيستې دي

cri     (GMT+08:00) 2008-12-01 15:09:15

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! په ١٩٧٨کال کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارو د پلی کولو له ٣٠ کلونو راهيسی د چين اقتصاد او ټولنې د ليدو وړ چټک پرمختګ کړی چې په نړۍ کې يوه خارق العاده کار ګڼل کيږی.

چين پخپله نه يوازی د يو مليارد او دری سوه مليون تنو چينايانو د خوراک او څښاک مسئله حل کړې بلکې د چينايانو د ژوند سويه يی هم لوړه کړې ده. د دې ترڅنګ نړۍ هم د چين له پرمختګ څخه ګټې اخيستې دي.

له ١٩٧٨ کال مخکی چين په عمومی توګه له بهر سره دومره اړيکې نه درلودې. له دغه کال وروسته د چين دروازه نړۍ ته خلاصه شوې ده. چين په نړيواله ټولنه کې ګډون کوی او نړۍ چين ته ډيره اړتيا لري. ديرش کلونه وروسته له بهر سره سوداګری د چين د عمومی سوداګری په سلو کې شپېته برخه نيسی او چين د اقتصاد د نړيوال کيدو په بهير کې يو عمده برخه وال ګرځيدلی دی. په دې هکله په ايپيک سازمان کې د چين يو پخوانی چارواکی ښاغلی وانګ يو شنګ وويل:

دېرش کاله دمخه مونږ له ځينو ستونزو سره مخامخ وو خو ويل شو چې ځينی بنسټونه مو هم درلودل. د ديرش کلونو د کوششونو له امله چين چټک پرمختګ کړی دی چې خپل توان يی پياوړی کړی او په نړيواله ټولنه کې هم مهم ځای لری .

په ٢٠٠٧ کال کې چين د نړۍ په اقتصادی پرمختګ کې په سلو کې اويا برخه خدمت ترسره کړ چې د چين د کورنی توليد عمومی ارزښت يوازی د نړۍ د عمومی اقتصادی ارزښت په سلو کې شپږ برخه نيوله. د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې د نړيوال پولی

صندوق په يو راپور کې ويل شوي چې په يوه پيچلۍ او ستونزمنه موده کې چين د امريکا پر ځای هغه يو هيواد دی چې د نړۍ اقتصادی پرمختګ ته يی ترټولو زيات خدمت کړی دی.

په ٢٠٠٣ کال کې د نړۍ په خبری رسنيو کې يوه مشهوره جمله وه او شعار يی دا وو چې د فرصت نوی نوم چين دی. له دې نه څرګنديږی چې د چين پرمختګ د نړۍ بېلابېلو هيوادونو ته فرصتونه هم برابر کړي دي.

په ٢٠٠٨ کال کې د چين د سوداګرۍ وزارت د يو راپور له مخې د نړۍ له ٥٠٠ پياوړو او لويو تصديو څخه څلور سوه اتيا تصديو په چين کې پانګونې کړې دي. له ديرش کلونو راهيسی په چين کې ٧٦٠ مليارد امريکايی ډالره پانګې اچول شوې دي. دغه شمير په نړۍ کې يوازی له امريکا وروسته دوهم مقام نيسی.

اوس نړۍ په دې موافقه وکړه چې هغه نړيوالې تصدی به چې په چين کې پانګې نه اچوی، مثبتې ستراتيژی له لاسه ورکړي.

اوس په چين کې له ختيځ نه تر منځنی او لويديځ پوری له لويو ښارونو نه تر ليريو سيمو پوری د بهرنيو تصديو فابريکې ليدل کيږی.

په همدې مهال کې چينی تصدیو په بهر کې په پانګونې هم پيل کړی دی. تر ٢٠٠٥ کال پوری په بهر کې د چينی تصديو مستقيمې پانګونې ٥٧مليارد او ٢٠٠ مليون امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې د نړۍ په ١٦٣ هيوادونو يا سيمو کې اچول شوې دي. په ٢٠٠٨ کال کې چين د پانګونې يو حکومتی ډله جوړه کړې ده. د سنګال ولسمشر عبدال علی واد د بريتانيا په يوه ورځپاڼه کې په يوه ليکنه کې وويل چې په افريقا کې د چين پانګونې ځايی اقتصاد ډير هڅولی دی.

هغه وويل چې چين په ډيرو افريقايی هيوادونو کې د بنسټيزو تاسيساتو له ابادۍ سره

مرستې کوي چې د افريقا د اقتصادی پرمختګ لپاره يی مهم رول لوبولی دی. دغه راز

زرګونو افريقايی عامو وګړوله لږ شمير لوړپوړو کسانو پرته د خپل ژوند کيفيت ښه کړی دی.

ګرانو دوستانو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040