د سوهو په نامه د ويب سايټ له رئيس سره ځانګړې مرکه

cri     (GMT+08:00) 2008-12-04 13:37:34

د چين د ښوونې او روزنې وزارت په بهر کې د چينی زده کوونکو د خدمتی مرکز د شميرنې له مخې، له ١٩٧٨ کال څخه تر ٢٠٠٦ کال پوری څه دپاسه يو مليون چينی زده کوونکو په بهر کې زده کړې کړي چې له دې جملې څخه يو په درېيمه برخه بيرته چين ته راستانه شول. د سوهوپه نامه د ويب سايټ د مديره هيئت مشر او اجرايوی رئيس جانګ چاو يانګ له دغو محصلينو څخه يو دی . هغه په لس کلونو کې له يو عام محصل څخه په يو مشهور سوداګر بدل شوی دی. هغه د امريکا د ټايمز مجلې له خوا د نړۍ په ديجيټل ساحه کې له پنځوس تنو اتلانو څخه شميرل کيږی.

د بيجينګ په های ديان سيمه کې د چينګ هوا پوهنتون د ختيځې دروازه په شاوخوا ګڼ شمير ودانی ولاړې دي. د چينګ هوا پوهنتون ختيځې دروازې ته نژدی يوه ودانی چې د سوهو ويبسايټ ودانی نوميږی، د ښاغلی جانګ چاو يانګ او د ده د ملګرو دفتری ودانی ده. د ښاغلی جانګ دفتر د دغې ودانی په ترټولو جګ پوړ کی دی چې له دغه دفتر څخه د چينګ هوا پوهنتون ټول باغ ليدل کيږی.

څه دپاسه شل کاله دمخه په ١٩٨٦ کال کې دوه ويشت کلن ښاغلی جانګ چاو يانګ له خپل يو بکس سره د امريکا په لور روان شو. هغه د هغه وخت د يادونې په ترڅ کې وويل:

(لومړی اواز)

زه په ١٩٨٦ کال کې له پوهنتون څخه فارغ شوم. په هغه وخت کې می يوازی کتابونه لوستل او بهر ته می پام نه ورکړ. زه نه پوهيدم چې په امريکا کې به څه پيښه شي او بيرته به راستون شم که نه؟

د ١٩٧٨ کال د جون په ٢٣ نيټه د چين مشر دنګ شياو پينګ د ښوونې او روزنې وزارت د کاری راپور د اوريدلو په ترڅ کې بهر ته د چينی زده کوونکو د ليږلو په اړه وويل چې دغه اندازه بايد زياته شي. بهر ته زرګونه زده کوونکی وليږل شي او نه لس ګونه کسان.

د ښوونځی پر مهال د ښاغلی جانګ چاو يانګ هيله دا وه چې د فيزيک يو کارپوه شي او د نوبل په نامه جايزه ترلاسه کړي . هغه وويل چې ١٩٨٦ کال د ده د ودې په بهير کې د يادونې يو کال هم دی . د ښاغلی دنګ شياو پينګ د يادې شوې پريکړې په رڼا کې د ده په ګډون ګڼ شمير چينايانو خپل نوی ژوند پيل کړی چې د چين د پرمختګ لپاره هم ستر اهميت لري.

(دوهم اواز)

بهر ته دچينی زده کوونکیو ليږل د چين د هراړخيز پرمختګ لپاره ژور او مهم اهميت لري . چين له نړۍ سره ډيرې اړيکې لري او ياد شوی زده کوونکی په بهر کې په مستقيمه توګه داسی اړيکې احساسوی. ويل کيږی چې د ښاغلی دنګ دغه پريکړه ستر تاريخی اهميت لري.

هغه زياته کړه چې په امريکا کې د علمی درجې له ترلاسه کولو وروسته می داسی فکر وکړ چې زه بايد نه يوازی فزيکی څيړنه وکړم بلکې په ټولنه کې نور ګټور کارونه هم ترسره کړم د بېلګې په توګه سوداګری.

دغه راز هغه په ١٩٩٥ کال کې پريکړه وکړه چې چين ته راستون شی او په چين کی سوداګری پيل کړي. هغه وويل:

(څلورم اواز)

په هغه وخت کې د انترنټ نړۍ يوازی د پيليدو په حال کې وه خو ما د انترنټ مرموزه

قوه احساس کړې وه . ما د اړوندو معلوماتو په رڼا کې پريکړه وکړه چې د انترنټ په اړه

سوداګری وکړم. اوس ويل کيږی چې زما دغه دوه پريکړې بيخی سمې دي.

ښاغلی جانګ چاو يانګ اوس په چين کې يوازنی سوداګر دی چې د سيلانۍ يوه ښکلی بيړۍ لري. هغه دغې بيړۍ ته د خوشحالۍ نوم ورکړی دی ځکه چې هغه په دې پوه شوی چې څرنګه په خوشحاله توګه کار وکړي او ګټې ولټوی. هغه زياته کړه چې دده په ګډون دغه نسل د هيواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د ديرشو کلونو له پرمختګ سره سمون لري.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040