موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-06 17:37:31
د مونږ او اوريدنکي د پرګرام مينه والو ! سلامونه او ونيکې هيلي مې ومنئ . زه اياز پرهر مو يو ځل بيا ددغه پروګرام اوريدو بلنه ته درکوم . پاک رب دې وکړي چې روغتيا مو په برخه وي اود ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . هيله لرم چی د خپرونې تر پايه راه سره پاتې شئ او زه به هم ستا سو ښکلي ليکونه درته ولولم . نور به ډيرې خبرې نه کوم او د ليکوپه لوستلو پيل کوم .

لومړی ليک را اخلم چې د خراسان کلب غړي انصاراله راليږلی دی . دغه اوريدونکی وايې چې دا زما لومړئ ليک دی اود سې ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته يې سلامونه ويلي دي .

د ده په ليک کې نور څه نشته ، ګرانه وروره هيله من يو چې په راتلونکې کې خپلې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه راوليږې . له تاسو نه مننه .

دا بل ليک هم د خراسان له کلب څخه زمونږ يو بل اوريدونکي مراد شاه نا علاج راليږلی دی . دغه اوريدونکي دسي ار ای راډيو ټولو کار کونکيو ته خپل سلامونه ويلي دي او وايي : چې زه نا اعلاج ستاسو د راډيو اوريدونکی يم او هيله لرم چې زما ليک خپور کړی ، تر څو په اينده کې ستاسو پوخ مينه وال شم .

نااعلاج وروره خدای دی ستا اعلاج وکړي دا دی ستاسو ليک مو درته خپور کړ ، پدې هيله چې اوريدلې مو وي . ده يو شعر هم راليږلی چې ور څخه مننه کوو .

بل ليک زمونږ بل اوريدونکي مدثر راليږلی دی .د دغه ورور په ليک نور څه نشته يوازې يو شعر راليږلی چې د علم په اړه ويل شوئ دی . او دوه بيته به يې ورته ولولم.

د جهل دوره تېره شوه دا عصر عرفان دی - بې علمه ژوندون ګران دی

په حق پيسې روان يو _ د علم پتنګان يو _ د جهل دښمنايو

لښکر يو د معارف ، لوړ زمونږ نام و نشان دی _ بې علمه ژوندون ګران دی .

ګرانه وروره ډير ښکلې شعر وو ، له تاسو نه مننه د نور همکاريو په هيله .

دا بل ليک را اخلم چې نقعيب اله جان راليږلی دی . په سر کې يې دسي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته خپل سلامونه ويلي دي . دغه ورور ځينې پښتنې کړي او وايې چې زما پوښتنو ته په خوشځالې سره ځواب ووايې :

ګرانه وروره ولي نه دا دې ستاسو پوښتنو ته به حتمي په خوشحالې سره ځواب ووايو .

ښه لومړی پوښتنه : په چين کې څو فيصده خلکو زده کړي دي . ځواب : په چين کې شاخوا په سلو کې ٩٠ کسانو زده کړي کړي ، يعنې باسواده دي ، چې په ښارونو او کليو کې ژوند کوي .

دويمه پوښتنه : په چين کې څومره زميندارر شته او شمير يې څومره دی ؟ ځواب : په چين کې زميندار ډير دي او شمير يې څه د پاسه ٨ سوه ميليونو کسانو ته رسيږي .

دريمه پوښتنه : د چين مساحت څومره دی او مشهور ښارونه يې کوم دي ؟ ځواب : د معلوماتو له مخې دچين مساحت ٩ ميليونه ٦ سوه زره کيلومتر مربع دی . مشهور ښارونه يې زيات دي چې د يو څو ښارونو نومونه به يې درته واخلم : شانګهای ، بيجينګ ، امورچي ، شن جيان ، ګوان جو او داسې نور ......

څلورمه پوښتنه : چينايانو په نورو کومو ژبو خبرې کوي ؟ يو شمير چينانان هم دنورو هيوادونو د وګړو په شان په انګليسې ژبه هم خبرې کوي .

پنځمه پوښتنه : د چينايانو ماشومان په څو کلنۍ کې ښونځي ته ځي ؟ ځواب : په چين ماشو مان په ٦ کلنۍ يا ٧ کلنۍ کې ښونځيو ته ځي .

شپږمه پوښتنه : په چين کې ښځې لوبې کوي ؟ ځواب : په چين کې تر نارينه وو ښځينه لوبغاړي ډيرې دي . د ٢٠٠٨ کال د المپيک په لوبو کې د چين ښځينه لوبغاړو له نارينه لوبغاړو څخه زيات مډالونه وګټل .

او ورورستې پښتنه دې د پارکونو او چمنونو په هکله ده . ګرانه وروره ! په چين کې ، ښکلي پارکونه او چمنونه بې حسابه دي .

خداې دې وکړي چې د خپلو پوښتنو ځواب مو تر لاسه کړی وي . .

بل ليک به را واخلم چې د سې ار ای راډيو اوريدونکي حضرت علي ارماني راليږلې

دی.. ده د راډيو ټولو کارونکيو ته سلامونه ويلي دي ، دغه وروره دوه پوښتنه هم کړي دي ، چې هرو مرو به يې ځواب ورته ځواب ووايو .

لوموی پوښتنه : کله چې په چين ګې وادونه کيږي تاسو کوم دود او دستور کوی ؟ په چين وادونه ډير ځانګړي مراسم نلري ، يوازې ناوې او زوم او هم څو کسه دوستان يې په يو رستورانت کې سره راټوليږي او دا مراسم ترسره کوي .

بله پوښتنه : تاسو په چين کې کو مه ورځ لمانځې .؟ ځواب : ګرانه ورور ه په چين داسې ډيرې ورځې لمانځل کيږي خو د درېو جشنو نو ورځي پکې په ځانګړې توګه لمانځل کيږي ، چې پدغو ورځو چينايان رخصت وې او خپلي دخوشحالۍ ورځې لمانځي . يو پسرلنی جشن دی . دويم : د چين ملي جشن او بل هم د ګار ګرو د جشن ورځ ده .

دې هيله چې تاسو دخپلو خپلو پوښتو ځواب تر لاسه کړی وي . له تاسو څخه ډيره مننه .

دا بل ليک د خراسان کلب غړي او دسي ار ای راډيو دايمي همکار فرهاد بيدار راليږلې دی . د غه ورور د سې ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارونکيو ته زيات سلامونه ويلي دي . عليکم سلام.

دې وايې : سې ار ای راډيو صفا پروګرامونه او ښکلي کارکونکي لري . لکه : ډيوه ، هيله ، زلمی، غاټول ، هوسۍ ، ليلا ، امان اله عمران ، سپوږمۍ او داسې نور . چې زمونږ په شان غريبانو سره دوستې پالې . وړاندې يې ويلي دي ، زه کوښښ کوم چې ډير کسان له سې ار ای راډيو سره اشنا کړم . ګرانه وروره له تانه ډيره مننه دا ستاسو خپل پروګرام دی او بايد پدې برخه کې همکارۍ وکړی .

دا بل ليک له ډيره اسمعيل خان څخه د ال عوان لسنرز کلب غړي لياقت علي عوان

راليږلی دی . ده د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې کارونکيو ته خپل سلامونه ويلي دي . او بيا وايې چې ملګرو ! دا زما لومړئ ليک دی چې پښتو څانګې ته يې در ليږم او دا ليک په ډيره مينه نشر کړی ، زه د اردو له څانګې سره خطې اړيکي لرم ، خو کله کله ستاسو پروګرامونه هم اورم او ډير خوند راکوي ، خو زړه مې غواړې چې تاسو ته هم ليکونه دروليږم ، له بدغه مرغه په پښتو ژبه نه پوهيږم ، خو دمره ليکلی شم .

ګرانه وروره د پښتو څانګې د خپرونو اوريدو ته ستاسو هر کلۍ کوم ، که دا ليک تاسو پخپله ليکلی وي نو مونږ ته ستا دا ليکنه کافي ده . مونږ ته تل دا ډول ښکلي ليکونه راوليږي. .

دا بل ليک به لولم چې له شيخ پوره څخه زمونږ اوريدنکي حافظ ريحان راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي ، چې ستاسو پرګرامونه ډيره خوندور دي . دغه ورور د چين خلکوته د المپيک لوبو د برياليتوبونو مبارکې ويلي . او زياتوي چې ستاسو د پروګرام له لارې د چين په هلکه زيات معلومات تر لاسه کوو او دا يې هم ويلي چې د

المپيک لوبې ډيرې بريالې وې . ګرانه وروره له تاسو نه هم مننه ستاسو د ښکلو ليکونو په هيله .

دا ليک بلال خان راليږلی دی ، وايي : زما له طرفه امان اله عمران ، خوشحال تايب ، سپوږمۍ ، غاټول ، ليلا، مديره وانګ لي ، ډيوه ، زلمي او داسې نورو همکارانو ته د مينې ډک سلامونه وړاندې کړی.. چې سلامونه ته يې عليکم وايم . دغه ورور وړاندې ويلي چې زمونږ دا ليک په پروګرام کې شامل کړی . زه ستاسو ډير پخوانی او فا

دار اوريدونکی يم . ځکه په دوو مياشتو کې مې په ډيره مينه ليکونه درليږلي خو يو هم په پروګرام کې شامل نه شو .

ګرانه وروه دادې د ځل مو ستاسو ليک په پروګرام کې شامل کړ . او بيايې ويلي چې له پښتو ژبې سره ډيره مينه لرم . او پای کې د مجلې او پاکټونو غوښتنه کړيده . ستاسو له ښکلي ليک څخه ډيره مننه ستاسود لا زياتو همکاريو په هيله .

دا بل ليک له خراسان کلب څخه محمد ابرار تسل راليږلی دی . په سر کې يې د سې ار ای راډيو ټولو همکارانو ته سلامونه ويلي . ددغه وروره په ليک هم ځانګړي څه نشته ، يوازې د چين د لوی ديوال اود بيجينګ د ښکلو منظرو غوښتنه يې کړی ده . له تاسو نه مننه ستاسو د ښکلو ليکونو په هيله .

.

دا ليک د دره ادم خيل څخه غنم رنګ کوچي راليږلی دی . او وايې د چين نړيوالې راډيو ټولو کارونکيو ته د مينې ډک سلامونه وايم . عليکم مو سلام .

دغه وروره ويلي دي ، چې ما ستاسو خپرونې له ډير پخوا څخه اوريدلې خو د ليک ادرس مو را سره نه و. او ستاسو د خپرونې پاکټ ( کڅوړو) زما دوست ماته راکړه او دادې تاسو ته مې ليک در وليږي . په پاې کې ويلي ، چې ماته د پروګرام پاکټونه راوليږي او هيله ده چې زما دا لومړئ ليک مو د ملګرتيا سبب وګرځي .

ګرانه وروره ، زمونږ دا ملګرتيا قبوله ده . خپرونې ته مو هرکلی کوم او ستاسو د زياتو ليکونو په هيله .

دا بل ښکلی ليک دسې ار ای د لسنرز کلب او زمونږ د خپرونې هميشني همکار رفيع اله مندوخيل را ليږلی دی .

وايې ، د سي ار ای لسرنز کلب ټول غړي د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته خپل ميني ډک سلامونه وايي . عليکم مو سلام.

زمونږ دغه دايمي اوريدونکي ويلي چې تاسو ته بريښنا ليکونه درليږو خو ډيوه جانه د ډيرې بوخيتا له کبله هغه نه ځوابوي .

قدرمن وروره رښتيا هم ډيوه جانه پدې ورځو کې ډيره بوخته ده ، تاسو انديښنه مه کوي هغه به هرو مرو ستاسو ټولو دوستانو او اوريدنکيو ايميلونو ته ځواب وايي .

بيايې ليکلي چي د بښتو هندارې دولسمه ګڼه ماته ورسيده چې په ليدو يې ډير خوښ شو ، خو پدې بيا خفه شو چې زمونږ د کلب عکسونه او ليکونو ته مو پکې ځاي نه وو ور کړئ . او زياتوي چې دهغو کسانو ليکونه مو پکې خپاره کړي وو، چې د سي ار ای راډيو ادرس مونږ ورته ورکړئ وو .

وړاندې يې ليکلي چې مونږ ستاسو په اند هيڅ ارزست نلرو ؟، که داسې وي نو مونږ به نور ستاسې خپرونې نه اورو، او نه به هم ليکونه درليږو . تاسو پخپله قضاوت وکړي .

د سي ار ای راډيو دايمي همکار رفيع اله مندو خيل صاحب ، که ماته قضاوت په لاس کې راکوي نو زه به ډيره ښه فيصله وکړم . هغه دا چې ته بايد ډير خوشحال شې چې مونږ د هغو کسانو ليکونه چاپ او خپاره کړي ، کوم چې تاسو خپرونې ته معرفي کړيدي . بل دا چې مونږ هيڅ کله نه غواړو چې ستا په شان ښه او دايمي همکار له مونږ نه خوا بدی شي . زه به درته ووايم ستاسو د کلب عکسونه او ليکونه په ديارلسمه ګڼه چاپ شوي . ځکه ستاسو ليکونه ډير ښکلي دي او تاسو هيڅ کله هم دا ډول ګمان ونکړي چې خدای مه کړه مونږ ستاسو ليکونو او ايميلونو ته ارزښت نه ورکوو .

دغه ورور په پای کې د المپيک په لوبو کې د چينايې لوبغاړو ديو زيات شمير طلاعي او سپينو زرو مډالونو د تر لاسه کولو مبارکي ويله ده . چې له دوې څخه مننه کوو .

او ورستې ليک به ولولم ، چې له بنو څخه د سي ار ای د youth ډې ايکس کلب اوريدنکي شا فياض خان راليږلی دی . او وايې چې نيکې هيلې او احترامات مې ومنئ . او زياتوي چې زه او زما د کلب غړي دسي ار ای راډيو پښتو خپرونې ډير په مينه سره اوري . ستاسو پروګرامونه ټول ښکلي او په زړه پوري دي او له سي ار ای راډيو څخه مونږ د چين او نړۍ په هکله معلومات تر لاسه کوو .

د ليک په پای کې يې ويلي دي ، چې مونږ او اوريدنکي پرورګرام د کلب د ټولو غړيو

ډير خوښ دی . تاسو مهرباني وکړی مونږ ته د پرګرام د لارښوني پاڼي ، انګليسي او پښتو مجلې او داسې نور مواد ژر تر ژره راوليږي .

فياض خانه وروره له تاسو څخه ډيره مننه دا دې ستاسو ليک مو خپور کړ او غوښتيل شوي مواد به حتمي در وليږو . ستاسو د همکاريو په هيله .

قدرمنو اوريدونکو ! زمونږ او اوريدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ او خپلي د خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې بيلا بيل معلومات تر لاسه كړې .

هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره د بريښنا ليك پدې پټه تماس ونيسئ pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو اوريدونکو ، د نن ورځې خپرونه په همدې ځاى پاى ته ورسيده ، تر بلي خپرونې مو زه ايا ز پرهر په لوى او بښونكي خداي سپارم . ښي چارې .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040