موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-06 17:49:21
د مونږ او اوريدنکي د پروګرام قدرمنو مينه والو سلامونه او نيکې هيله مي ومنئ . زه اياز پرهر يو ځل بيا ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . پاک رب دې وکړي چې روغيتا او سلامتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي او زه به هم ستاسو ښلکي ليکونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوم .

لومړی دا ښکلی ليک لولم چې زمونږ د خپرونې اوريدنکي بلال خان راليږلی دی . دغه ورور په سر کې دسي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته خپل سلامونه ويلي ، چې عليکم سلام ورته وايم .

دغه ورور وايې ، چې ما مخکې هم يو ليک در ليږلی وو ، پدې هيله چې ملاو شوئ وي ، يعنې در رسيدلی وي . ګرانه وروره کله چې مونږ ته ليک راليږی نو حتماْ مونږ ته ته رسيږي . ده يو شعر هم راليږلي چې دوه بيتونه به يې ورته ولولم .

ته که ناست په خزانه يې د قارون - اخر اوبه کړې پدې پسې افسون

امدن د يو پيسه ، خرڅ دی روپې ده - يوه ورځ به دخوراک شي جګرخون

دغه وروره په پای کې د خپرونې د پاکټونو غوښتنې کړيده ، له تاسو نه مننه اود نورو ښکلو ليکونو په هيله

دا بل ليک د خوست د عليشيرو ولسوالۍ د يوراج کلب څخه اسد اله اسد راليږلی دی . د غه ورور د سلامونه د ويلي تر څنګ چې د سي ار ای راډيو له ټولو

٢کارکونکيو څخه خوښي څرګنده کړی وايې چې ډير ښکلي پروګرامونه

جوړوي . ګرانه له تاسو څخه يوه نړۍ مننه ، زمونږ همکاران تل هڅه کوي چې ټولو اوريدنکو ته د خوښی وړ پرورګرامونه جوړ او چمتو کړي . ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

دا ليک د خراسان کلب څخه زمونږ دايمي اوريدنکي فرهاد بيدار راليږلی دی . ده د سي ار ای د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي او يو مطلب هم راليږلی چې د پښتون په کورکې د هلک ماشوم د زيږدو د خوشحالې په اړه دي ـ وايې کله چې د کوم پښتون په کورکې هلک ماشوم نړۍ ته سترګې پرانيزي نو دکورنۍ غړي يې په توپک يا د نورو کوچنيو چاوديدنکو توکيو په ډزو سره د ماشوم د زيږدو خوشحالي لمانځي . ګرانه ستاسونه مننه ، په راتلونکې کې مونږ ښکلي او پر محتوا ليکونه راوليږی.

دا څلور ليکونه را اخلم چې يو ځاې د خراسان کلب غړيو هر يو غزت اله ، راهيب روان ، بهار الله بهار او محمد اسرار مصروف راليږلي دي .

ددغو ورورنو په ليکونو کې کوم ځانګړي څه نشته يوازې يې دسي ار ای راډيو کاروکو نکيو ته سلامونه ويلي او په پای کې يې د پاکټونو غوښتنه کړې ده . قدرمنو دوستانو ستاسو ليکونو مو خپاره کړل پدې هيله چې په راتلونکې کې خپلې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه راوليږي .

٣غه بل ليک د خوست ولايت د عليشرو لسوالۍ له يوراج کلب څخه زمونږ اوريدونکي اسداله اسد راليږلی دی . او د سې ار ای راډيو ټولو کارکونو ته يې سلامونه ويلي دي . ددغه ورور په ليک هم ځانګړي څه نشته يوازې ويلي دي ، چې زمونږ د کلب استازی نوی شوئ او ورته مبارکې وايم . ګرانه وروره مونږهم ورته مبارکې وايو پدې هېله چې په راتلونکې کې خپرو نې ته ښکلي ليکونه راوليږې .

دغه بل ليک را اخلم چې د حضرت سلطان کلب مسول قاري محراب الدين پريشان راليږلی دی . دغه اوريدنکي د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې د ٣٥ کليږې مبارکې ويلي اود څانګې له ټولو همکارانو څخه يې مننه کړې ده . دغه وورو زياتوي چې د سي ار ای راډيو د کارکونکيو پښتو هنداره د هير ولو وړ نده او يو وړانديزې هم کړی چې د پښتو هندارې لس ګڼې دې سره يو ځاې او مجله ترينه جوړه کړي ، چې پخوانۍ تاريخ يې هير نشي .

قدرمنو وروره قاري صاحب محراب الدين ستاسو له ښو سلا مشورو څخه ډيره مننه ، که خدای کول همداسې به وشي . ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

دا بل ليک چې دوه نور ليکونه هم ورسره يو ځای دي . له ژوب څخه زمونږ هميشني اوريدنکي او د سي ار ای د لسنرز کلب مشر رفيع الله مندوخيل راليږلي دي . د سلامونو تر څنګ وايې ، چې له څو ورځو راهيسې ستاسو ويبپاڼه نه کتل کيږي او بل دا چې د ښکلي ګوانګ شي په نامه د سيالۍ پاڼې را وليږي . دی زياتوي چې مونږ ډير ليکونه او ايميلونه درليږو خو ځواب يې نه ر اځي .

٤ ده دا هم ويلي چې د پښتو نوې ګڼه مونږ ته را ورسيده اود کلب ټول غړي پرې خوشحال شول . مندوخيل صاحب ستاسو ليکونه مونږ ته را سيږې او د ايميلونو د ځوابونه په هکله مو له مسول کس سره خبرې وکړې ، که خدای کول نو ځوابونه به يې در وليږي . ستاسو د برياليتوبونو په هيله .

دا بل ليک بيا هم د خوست د عليشيرو له يوراج کلب څخه زمونږ اوريدنکي اسدا له اسد راليږلی دی . وايې ، چې زه د چين د نړيوالي راډيو کارکونکيو ته سلامو نه وايم . او بيايې ويلي دي ، زه ډير خوشحاله يم چې زمونږ د اسيا هيواد چين په ٥٣ ژبو خپرونې لري او داد ستاينه وړ خبره ده چې چين دمره پرمختګ کړيدی .

له ستاسو څخه مننه ستاسو د لا ښکلونو ليکونو په هيله .

دا بل ليک به ولولم چې له فکران ښار څخه زمونږ نوي اوريدنکي خدای رحيم راليږلي دی . وايې چې زما خدای رحيم او د ملګرو سلامونه قبول کړې . عليکم سلام .

دغه اوريدنکی زياتوي ، چې ستاسو د خپرونې پته او پښتو هنداره مونږ ته رفيع اله مندخيل راکړه ، بس ماهم سمدستي په ليکو پيل وکړ او دا دی خپل لومړی ليک در ته ليکم او په راتلونکي کې به نور ليکونه در وليږم اوله تاسو سره به خپلو همکاريو ته دوام ورکړم . قدرمنه وروره ستاسو مننه اومونږهم ستاسو د همکاريو په هيله يو.

دا بل ليک زمونږ بل دايمي اوريدنکي فرهاد اله بيدار راليږلی دی . دی وايې د غرونه په شان جګ جګ سلامونه د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته وړاندې کوم . عليکم سلام.

بيا وايې ، چې د سي ار ای راډيو د ٣٥ مي کليزي پښتو هنداره مونږ ته راورسيده او

٥ په زړه پوره معلومات موور څخه واخيستل . او په پای کې وايې ، هيله لرم چې

پښتو هنداره په همدې شکل جوړه شي . ګرانه وروره له ستاسو څخه ډيره مننه ، انشاالله پښتو هنداره به په همداسې جوړيږي .

دا بل ليک چې يو ښکلي رسم هم ور سره دی د خوست ولايت د عليشيرو له يوراج کلب څخه محمدنبي احمدي راليږلی دی . او ايې ، چې د چين د نړيوال راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه وايم په ځانګړې توګه د پښتو څانګې جوړونکيو ته . دا ورور وايې ، چې ستاسو خپرونې په ډير شوق سره اورم او ستاسو د پروګرام پاکټ مې له يو ملګري څخه تر لاسه کړ . او پاې کې ليکي چې په راتلونکې کې به نور ليکونه هم در وليږم . قدرمنه وروره ! مونږ ستاسو د همکاريو ته هرکلی وايو او تل خپلي خپرونې ته ښکلي ليکونه را وليږي .

دا بل ليک چې په دوه ډوله رنګونو ليکل شوئ دی ، زمونږ اوريدنکي راهيب اله روان راليږلی دی . دد غه ورور په ليک کې هم حانګړي څه نشته ، يوازې د ما ستر علي حيدر په غږ کې د سندرې غوښتې کړی ده . له تاسو څخه مننه ، او د ماستر علي حيدر په غږ سندره به د فرمايشي سيندرو په پروګرام کې درته خپره کړو .

دا بل ليک به را واخلم چې په پښتو او انګليسې ژبو يې ليکلی شوی د بلوچ اباد کلب مسئول امجد علي جعفري راليږلی دی . دغۀ اوريدنکي د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي دي . چی سلامونه ته يې عليکم وايم . دغۀ ورور پخپل ليک ويلي چې له سي ار ای راډيو سره مينه لري . او زياتوي چې دسي ار ای راډيو پښتو او اردو خپرونې په مينه سره اورم .

ده وړاندې ويلي ، چې زه د انګليسي ژبې د يوۀ ښونځي زده کونکي يم او د پښتو

٦ ليکولو سره ډير بلد يم ، زياتوي ، چې پښتو خپرونې سره د زړه له کومي مينه لرم. او د ډيوې غږ مي ډير خوښيږي . د ليک په پای کې يې د سي ار ای راډيو د کتا بچو ، قلم ، کميس او داسې نورو معلوماتي توکيو غوښتنه کړيده . ګرانه پروا نه کوي چې په پښتو نه پوهيږې ، کولي شي چې مونږ ته په اردو او انګليسي ژبو هم ليکونه را وليږې او مونږ به يې در ته خپاره کړو، له تاسو نه ډيره مننه ، ستاسو د زياتو همکاريو په هيله .

دغه بل ليک د ګلو بل ډې ايکس له کلب څخه زمونږ دخپرونې اوريدنکي عمر نياز خان راليږلی دی . او د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته يې د زړه له کومي سلامونه او نيکې هيله وړاندې کړي دي .

دغه اوريدنکي وايې ، چې ستاسو د المپيک لوبو د سيالۍ د دريمې جايزې سوغا تونه مې تر لاسه کړل ، ډير خوشحاله شو .

بيا وايې ، چې د بينجينګ د نړيوالو سپورتي لوبو په اړه ستاسو ځانګړي پروګرامو نه ډير په زړه پوره وو، اود چين راډيو د پښتو څانګې ٣٥ مې کليږې په مناسبت د پښتو هندارې دولسمه ګڼه هم ډيره په زړه پورې وه .ګرانه وروره ! له تاسو نه مننه او هڅه وکړی خپل خپرونې ته ښکلي ليکلونه راوليږې .

بل ليک لولم چې د دولفن کلب څخه زمونږ د خپرونې اوريدونيکي چې نوم يې سم نه لوستل کيږي ، خو تخلص يې امين دی راليږلی دی . دغه وروره امان اله عمران او احمد زلمي ته خپل سلامونه ويلي دي . چې د هغوې په استازيتوب به زه ورته عليکم وايم . دی وايي ، زه خوشحاله يم چې ما د بيجينګ لوبو د مسابقې دريمه

٧ جايږه تر لاسه کړه او دا تحفه ماته را ورسيده . دغه ورور په ليک کې نور څه هم شته خو په سمه توګه نه لوستل ګيږي ،

ګرانه وروره ، ! ستاسو له ليک نه ډيره مننه ، هڅه وکړې چې مونږ ته په واضح توګه ليک راوليږلی تر څو مونږ وکولی شو تاسو ته يې په خپرونه کې خپرو کړو .

او وروستې ليک را اخلم چې زمونږ د پروګرام اوريدنکي حضرت اله راليږلی دی . دغه ورور وايې ، چې زه د پنځم ټولګي زده کونکي يم او دسې ار ای راډيو د پښتو څانګې ټولي خپرونې په مينه اورم . او په پای کې د سندرې غوښتنه هم کړېده ، چې د خوښې کړو سندرو په پروګرام کې به يې ورته خپره کړو . دا وو ستاسو د نن پرو ګرام چمتوشوي ليکونه چې درته خپاره مو کړل

قدرمنو اوريدونکو ! زمونږ او اوريدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ او خپلي د خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې بيلا بيل معلومات ترينه تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړانديزونولپاره د بريښناليك پدې پټه تماس ونيسئ pushtu@chinabroadcast.cn و كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو اوريدونکو ، د نن ورځې خپرونه په همدې ځاى پاى ته ورسيده ، تر بلي خپرونې مو زه ايا ز پرهر په لوى او بښونكي خداي سپارم . ښي چارې .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040