موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-06 17:51:12
د مونږ او اوريدنکي د پروګرام قدرمنو مينه والو سلامونه او نيکې هيله مي ومنئ . زه اياز پرهر يو ځل بيا ددغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم . پاک رب دې وکړي چې روغيتا او سلامتيا مو په برخه وي او هم د ژوند چارې په ښه توګه تر سره کړي . پدې هيله د چې د خپرونې تر پايه را سره پاتې شي او زه به هم ستاسو ښلکي ليکونه درته ولولم . نو دا دې ستاسو د ليکونو په لوستلو پيل کوم .

لومړی ليک به را واخلم چې زمونږې هميشني همکار او د خراسان کلب غړي فرهاد بيدار راليږلی دی . ده د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي دي . وايې چې مونږ د خراسان کلب غړي د سي ار ای راډيو ته ليکونه ډالی کو او او کوښښ کوو چې ډير کسان د سي ار ای له راډيو سره اشنا کړو . تر څو زمونږ او ستاسو دوستي کلکه وي . ګرانه وروره له ستاسو څخه ډير مننه ، بل دا چې زمونږ او تاسو دوستې به تل ټينګه وي .

دلته يو بل ليک را اخلم چې يوازې د پاکټ په سر رحيم اله ليک شوی ، د دغه ورور په ليک نور څه نشته يوازې يو شعر راليږلی چې د وطن په اوه ويلي شوی ، او به يې هم ورته ولولم .

وطن ځان وطنه – جنت نشان وطنه ---- ته مو يې شمع مونږ ستاسو يو پتنګان وطنه

وطنه ګران وطنه . ګرانه وروره له تاسو نه مننه پدې هيله چې په راتلونکې کې مونږ ته په زړه پورې ليکو نه را وليږی .

دا بل ليک به ولولم چې زمونږ بل اوريدنکي ګل الرحمن چې تخلص يې سم نه لوستل او دځاې پته هم نده ويلي راليږلی دی . ددغه ورور په ليک هم ځانګړي څه نشته يوازې د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې کارکونکيو ته سلامونه ويلي دي . له ده څخه مننه کوو . هيله ده چې په راتلونکې کې خپلي خپرونې ته ښکلي او په واضح خط

٢ ليکونه را وليږی .

دا دوه نور ليکونه به را واخلم چې د خوست ولايت د عليشرو ولسوالۍ له يوراج کلب څخه احسان الله فرهت او محمد نبې احمدي راليږلي دي . د ددغو ورورنو په ليک کې هم څه نشته يوازې د سي ار ای راډيو پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي دي . چې عليکم سلام ورته وايم . او په پای کې يې ويلي چې مونږ او اوريدنکي پرورګرام مونږ ته په زړه پوره پرورګرام دی . چې ورڅخه مننه کوم . ستاسو د ښکلو همکاريو په هيله .

دا بل ليک د باختر کلب غړي محمد طارق راليږلی ، محمد طارق خان تر سلامونو وروسته ليکي تاسې زموږ سره اوسئ او موږ به تل ستاسو پروګرامونه اوروو، ګرانه طارق خانه موږ تل د خپلو پروګرامونو له لارې ستاسو سره يو او هيله ده چې تاسو هم د پروګرامونو اورېدلو او د خپلو ليکونو له لارې تل زموږ سره اړيکې وساتئ .

دا بل ليک زمونږ د خپرونې بل اوريدنکي فرهاد الله بيدار راليږی دی . وايې ، په ډير اخلاص او ورين تندي زما سلامونه ومنئ . عليکم سلام.

د ده په ليک کې ځانکړې څه نشته يوازې يې ويلي دي ، چې د سي ار ای راډيو خپرونې ډيرې ښکلي دي په ځانګړي توګه د چينې ژبې لوست او داسې نور چې مونږ يې ډير

په شوق سره اورو. ګرانه وروره له تاسو نه مننه ، د نورو همکاريو په هيله مو .

دا بل ليک بلال خان راليږلی دی . د سي ار ای ټولو کارکونکيو ته يې د ميني ډک سلا مو نه ويلي دي ، چې عليکم سلام ورته وايم . بيا يې وايې ، چې سپوږمۍ را ته ويلي و ، چې ستاسو کلب مو راجستر کړی او د کلب سند به در وليږم . ګرانه وروره بلال خانه دا دې ستاسو ليک مو خپور کړ ، دا چې سپوږمۍ درته د کلب د سند د درليږولو ژمنه کړې ، نو انشاالله حتمي به يې در وليږي . او په پاې کې يې يو ځل بيا امان الله عمران ، خوشحال تايب ، سپوږمۍ ، ډيوې او نورو همکارانو ته سلامونه ويلي دي . چې ور ٣ څخه ډيره مننه کوو .

بل ليک را اخلم چې د خوست ، د عليشيرو ولسوالۍ له صبريو کلي څخه د يوراج کلب مشر محمد شفيق چې تخلص يې سم نشم لوستلی ، راليږلی دی . دغه اوريدنکي د پښتو څانګې ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي دي . چې عليکم سلام ورته وايم .

بيايې ويلي ، چې د المپيک لوبو په هکله د پوښتونو په سياليو کې مې دريم مقام تر لاسه کړ . چې ځانکړې شوې جايږه يې ماته را ورسيده او د سي ار ای راډيو له کارونکيو څخه يې مننه او خوښي څرګنده کړيده . او په پاې کې يې ويلي چې دا جايږه يا ډدالي به تر قيامته پورې له ځان سره وساتم . له تاسو څخه هم مننه ستاسو د لازياتو همکاريو په

هيله .

دا بل ليک د افغان کلتورې بهير مشر سيد وارث حنيفي را ليږلی . په سر کې يې د سي ار ای پښتو راډيو ته خپل سلامونه وړاندې کړيدي . دغه ورور وايې ، چې ستاسو خپرونې په ډير شوق سره اورم بل دا چې په نوې انترنټ پاڼه مو خوشحاله شوم . هيله لرم پښتو ته خپل خدمت همداسې جاري وساتې . ګرانه وروره له تاسو نه مننه ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

دا بل ليک زمونږ ډير ښه همکار اود سي ار ای راډيو د لسرنز کلب مشر رفيع اله مند وخيل راليږلی دی . د سلامونو تر څنګ يې ويلي دي ، چې د ښکلي ګوانګ شي په نامه د معلوماتي سياليو پاڼي مو درليږلي دي پدې هيله چې در رسيدلي وي . ګرانه ورور ه مندو خيل صاحب که رسيدلي نه وي نو په لار کې به وي ، را وبه رسيږي تاسو هيڅ انديښنه مه کوي . او په پای کې يې د پښتو هندارې ١٨٤ ګنې او نور توکي غوښتي .

قدرمنه وروره له تاسو نه مننه ،، د ښکلو ليکونو په هيله مو .

اوس دا بل ليک لولم چې په انګليسې ژبه ليکل شوئ دی د ډي ډيبليو کلب څخه لياقت علي راليږلی دی . ددغه ورور په ليک کې نور څه نشته يوازې ويلي دي ، ستاسو ٤پروګرا مونه تل اورم او ډير مې خوښيږي او د ليک ځواب غوښتی دی .

ګرانه وروره لياقت علي جان ستاسو له ليک نه ډيره مننه هڅه وکړې په راتلونکي کې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه راوليږی .

دا ليک هم چې په انګريزي ژبه ليکل شوی د ورلډ وايډ ډيکس کلپ مرستيال محمد مدني خپلې راليږلی دی محمد مدني وايي زه د ورلډ وايډ ډيکس کلپ مرستيال يم زموږ کلپ د هېواد په کچه ډېر لوي کلپ دی، زه او زموږ د کلپ د غړو له مينې څخه ډک سلامونه او تاوده احساسات ومنئ ، . زموږ د کلپ د غړو په أند د سي ار ای راډيو يواځنۍ راډيو ده چې د پروګرامونو له لارې يې زيات بدلونونه رامنځ ته کړي دي ، او أند زموږ فکر ته يې بدلون ورکړی دی ،سي أر اي هغه څه موږ ته ښيي چې موږ نه پرې پوهيږو ، او موږ ته يې د خبرو کولو طريقه هم ښوولې ده .اوس سي ار اي زموږ د کورنيو د غړيو په شان ده ،سي أر اي په خپلو خپرونو سره ډېر ستونزمن کارونه سرته رسولي دي ، بله دا چې زموږ په أند پښتو هنداره زموږ لپاره د سي أر اي يو ښه هنداره يا أيينه ده .دا زما خبر نه بلکې زموږ د ټيم د ټولو غړو خبر ده .سي أر اي زموږ د زړه أواز دی . هيله ده چې يو ځل بيا زموږ ښې

پېرزوينې ومنئ .

دغه بل ليک د خوست د عليشېرو د بلاوټ کلي څخه عبدالرحمن احمدي راليږلی چې د ميراج کلب غړی هم دی، احمدي وايي ، دا زما لومړی ليک دی چې تاسو ته يې درليږم ، او پکې د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو کارکوونکيو ته يې سلامونه وړاندې کړي چې موږ هم ورته وعليکم سلام وايو، د ده په ليک کې نور څه نه ليدل کيږي ، هيله ده چې په راتلونکې کې خپله خپرونه په ښو مطلبونو ونازوي .

اوس نوبيا وار رسيږي د خوست د عليشېرو ولسوالۍ د ميراج کلب د مشر شهزاده احمدزي ليک ته ، دی وايي چې زه د سي أر اي راډيو دايمي قلمي همکار يم ګرانه دا موږ هم درسره منو ، او مننه هم درڅخه کوو چې تل موږ ته ښکلي ليکونه را استوې ، ښاغلی احمد زی ٥ وايي چې زموږ ليکونه ولې په ځنډ خپريږي؟

ګرانه شهزاده احمدزی ښايي ته به هم پوهيږې چې موږ ته هره اونۍ ډېر زيات ليکونه رارسيږي ، او د خپرونې وخت دومره زيات ندی چې ټولو ليکونو ته پکې ځواب وويل شي موږ هڅه کوو چې ستاسو ټول ليکونه پخپل وار درته خپاره کړو ، ځکه موږ ستاسې ليکونه د قيمتي توکيو په شان ساتو ، شهزاده احمدي يو شعر هم راليږلی چې سم نه لوستل کيږي، ښايي چې په بيړه يې ليکلی وی ، هيله ده چې په راتلونکې کې خپل ليکونه لږ څه واضح وليکي .

او وروو ستی ليک به ولولم . چې د خپرونې اوريدنکي خوشحال خان راليږلی دی . دغه ورور په سر کې د راډيو کارکونکيو ته سلامونه ويلي دي . او په ليک يو ټوکه او څو شعرونه دي ، چې ټوګه او يو شعر به يې ورته وولولم .

ښه لومړی به پې ټوګه ورته ولولم . يو فقير له بخيل بډدايې څخه وغښتل او ورته يې وويل چې يو څه راکړه . بخيل ورته وويل : که ته زما يوه خبره ومنئ نو بيا چې هر څه ته وغواړ

ې ، زه به يې در کړم ........فقير ورته وويل ، په سترګو منم يې ، کومه خبر ده ؟ بخيل ورته وويل : خبره داده چې هيڅلکه له ما نه څه مه غواړه .

په رښتيا هم چې ښکلې ټوکه وه . اوس به يې د راليږلي شعر څو بيته ورته ولولم .

د ننګ مړ خو څه مړ نه ده - د بې ننګه ژوند جفا ده

لاس به وانخلي له ننګه _ که په ننګ پاتې دينا ده

چې سر پري کړي احمد شاهه _ د هغو مينه رښتيا ده

ګرانه وروره خوشحال خانه خدای دی وکړي چې شعر مې سم لوستی وي . که څه هم تاسو ډير شعرونه راليږلي خو د خپرونې و خت د کموالي له امله ټول نه شو خپرولی ، ستاو د لا ښکلو ليکونو په هيله .

قدرمنو اوريدونکو ! زمونږ او اوريدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، ٦كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ او خپلي د خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې بيلا بيل معلومات ترينه تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړانديزونولپاره د بريښناليك پدې له مونږ سره اړيکي وينسئ . pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سر تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو اوريدونکو ، د نن ورځې خپرونه په همدې ځاى پاى ته ورسيده ، تر بلي خپرونې مو زه ايا ز پرهر په لوى او بښونكي خداي سپارم . ښي چارې .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040