موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-06 17:54:47
د مونږ او اورېدونکي پروګرام درنو اورېدونيکو نېکې هيلې او سلامونه، پاک رب دې وکړي چې د خوښۍ او سلامتۍ پر جامه پټ اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم، او هيله لرم چې د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ او زه به هم ستاسو راليږلي ليکونه درته ولولم .

په لومړي سر کې درې ليکونه وينم او داسې ښکاري چې په يو قلم او د يو تن لخوا ليکل شوي وي ، خو راليږونکي يې بېل دي ، دا درې واړه ليکونه د افغانستان د خوست ولايت د عليشيرو ولسوالۍ د ميراج کلب غړو راليږلي دي ، لومړی ليک د سلطان محمد دی ، هغه تر سلام وروسته وايي ښه شو چې په عليشېرو ولسوالۍ کې شهزاده احمدزي يو کلب جوړ کړ، او زه ددې کلب غړی يم ، سلطان محمد د پښتو هندارې د ورليږلو غوښتنه کړې چې موږ يې حتمأ دا غوښتنه پر ځای کوو او ژر به ورته د پښتو هندارې مجلې ورواستوو .

دا بل ليک زمونږ بل قدرمن اوريدنکي غلام جيلاني راليږلی دی . او ايې ، په سر کې د چين د نړيوالي راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه وايم په ځانګړې توګه د پښتو هندارې جوړونکيو ته . بيا وايې ، چې له ما سره دوستان دي هر يو فيع اله مندوخيل ، محمد قاهر انور ، محمد علي عمري ، دوست محمد وينچی ، ګران ګل ، محمد خروټی ، رحمت اله خروټی ، عبدالعزيز ، طيب خان، دريا خان حقمل ، اکرام فګار او داسې نور . ګرانه وروره نام خدای د دوستانو شمير خو دې ډير زيات دی . غلام جيلاني ورور وړاندې وايې ، چې مونږ ستاسو خپرونې په ډير شوق سره اور ، په ځانکړې توګه د چيني ژبې لوست خو ډير خوند کوي . زياتوي چې ستاسو له راډيو نه مونږ ډير شيان زده کړي دي . او ډيره ګټه ورڅخه اخلو او دا هيله لرو چې تاسې به نور هم په زړه پورې پروګرامونه جوړ کړی . ګرانه وروره زمونږ همکاران تل هڅه کوي چې ستاسو په خوښه پروګرامو نه درته جوړ کړي . دغه ورور يو شعر هم راليږلی چې د ژبې په هلکه ليکل شوئ دی .

٢ بله ژبه زده کول که لوی کمال دی _ خپله ژبه هيرول بې کمالي ده .

د ليک په پای کې دغه ورور د پښتو ، چينې او انګليسي ژبو د کتابونو غوښتنه کړيده .

قدرمنه وروره له تاسو څخه مننه .

دا بل ليک چې ډير ښکلی ليکل شوئ او د اختر مبارکې يو ښکلی پست کارت هم ور سره دی . زمونږ قدرمن همکار بلال خان راليږلی دی . دغه ورور د سلامونه ترڅنګ ويلي دي ، چې زه ستاسو وفاداره اوريدنکی يم . او بيا وايې ، چې زمونږ کلب مو راجستر کړی دی که نه ، او مونږ ته د کلب سند راوليږي . زياتوي چې پروګرامونه مو ډير ښکلي دي او نورو ملګرو ته مو هم ستاسو د پروګرام په هکله خبر ورکوم .

ګرانه وروره بلال خانه ، پدې شک نشته چې زمونږ پخواني همکار يې . بل دا که ستاسو کلب راجستر شوئ وي ، نو سند به يې هم در وليږي . له تاسو نه ډيره مننه چې دخپل پروګرام په هکله نور کسانو ته خبر ورکوې . داستاسو خپل پروګرام دی . دغه ورور يو څو شعرونه هم راليږلي دي ، ديو شعر دوه بيته بي ورته ولولم .

ماته ګوري په حيرت مې جانان بيا بيا _ دا څير را باندې کاندی ګمان بيا بيا

لا مې يو پرهر ډک شوئ د زړه نه دی _ خو را کاږي په ما تيرو کمان بيا بيا

بلال خانه ورور له تاسو نه ډيره مننه مونږ تل ستاسو د ښکلو ليکونو په تمه يو .

دا بل ليک به را واخلم چې د خراسان د کلب غړي فرهاد بيدار دمانسهرې له چهړيانو څخه راليږلی دی .د دغه اوريدنکي په ليک کې نور څه نشته يواږې پکې يو ښکلی رستم ايستل شوي ، چې د چين بيرغ او د سي ار ای نښه يې رسم کړيده . له فرهاد بيدار څخه مننه کوو د نور ښکلو ليکونو په هيله يې .

دا ليک د باختر کلب غړي عبدالقدير خپلې خپرونې ته راليږلی، عبدالقدير تر سلام وروسته

٣ځينې پوښتنې کړي چې په تېرو خپرونو کې مو ځوابونه ورته ويلي و ، هيله ده چې اورېدلي يې وي ، بيا يې هم له ليک څخه ډېره مننه .

دا ليک د باختر کلپ څخه قومندان د سي أر ای پښتو خپرونې ته راليږلی ، قومندان يو ښکلی شعر هم راليږلی چې زه به يې تاسو ته ولولم :

که ديدن نه وي نه تياره او نه رڼا شته *** نه لمر او سپوږمۍ نه څه ځلا شته

ښه کتاب د ناپوهانو په نظر کې *** تش کاغذ دی نه يې خط نه يې معنی شته

هر څه شته دي چې څه غواړې *** په دې شرط چې ورسره سترګې بينا شته

ډېره ښه قومندانه وروره ، خوندور شعر دې راليږلی و..

دا بل ليک محبوب الله له باختر کلب څخه راليږلی دی . دغه ورور هم مخامخ د شعر ليکلو خوا ته تللي او مونږ ته يې څو شعرونه راليږلي دي. چې يو څو بيته به يې ورته ولولو .

له ظالم سره دوستې پکار نده _ له لړم سره مستي هيڅ پکار نده .

د نور بيتونو لوستل يې لږ ستونږمن دي ، ځکه چې د محبوب اله ورور خط سم نه لوستل کيږي ، ګرانه وروره په راتکونکي کې کوښښ وکړه ، چې په واضح ډول ليکونه راوليږی . زمونږ اوريدنکي منير احمد عادل هم يو ليک را استولی چې يواځې يې نوم لوستل کيږي او بس د خپله پته هم نده ليکلې . ګرانه وروره کوښښ وکړه چې په راتلونکې کې خپل ليکونه لږ څه واضح وليکې .

دغه دوه نور ليکونه هم د باختر کلب څخه قاري سيد أقا ثاقب او احمد جان راليږلي، قاري صاحب او احمد جان هم د اسماعيل فرهادي او سردار ګل ته ورته يو شان ليکنې کړې دي . نو لاړ به شو او دا بل ليک به راواخلم ، چې له خراسان کلب څخه صبغت الله هنر راليږلی دی ، له ده سره ملګري دي

٤ فدا محمد جګرخون او فرهادالله لغماني ، دوي وايي چې اوسمهال په پاکستان کې په خوښۍ سره شپې ورځې سبا کوي . ګرانو دوستانو خدای پاک مو لا خوشحاله لره .

دا بل را اخلم چې د محمد امين حيدرې پ نامه زمونږ يو اوريدنکي راليږلی دی . دغه ورور هم وار د مخه په شعر ليکولو پيل کړی دی . خو د ده خط هم په واضح توګه ندی ليکل شوئ او سم نه لوستل کيږي . ګرانه ورور حيدرې صاحب پدې هيله چې خپلې خپرو نې ته په زړه پورې اوهم په ښکلي خط ليکونه راوليږې. له تاسو نه مننه .

دا ليک چې د چې نوم او ځای پته يې پکې نده ليکل شوی . وايې چې د سې ار ای راډيو لخوا ورليږل شوي مواد ور رسېدلي او ډېر پرې خوښ دی .او يوه پوښتنه هم لري چې وايي تاسې د چين په کوم ځای کې اوسيږئ ، ګرانه نامعلومه وروره دا چې زموږ لخوا درليږل شوي مواد در رسيدلي پرې خوښ شو ، خو دا چې له ډېرې خوښۍ د خپل نوم هېر کړی نو حيران دې کړم ، که بل ځل دې خپل نوم هېر کړ نو زما څخه به ستا ليک خپرول هېر شي ، ستا د پوښتنې ځواب زموږ په هر ه خپرونه کې اورېدلی شې ، چې د چين نړيواله راډيو له بيجينګ څخه خپرونې کوي نو موږ هم دلته په بيجينګ کې اوسيږو.

دا بل ليک بيا هم د خراسان له کلب څخه فرهاد بيدار راستولی . د سلامونو تر څنګ د سې ار ای راډو د خپرونو ستاينه کړيده او وايې ، چې ډير ښکلي پروګرامونه لري .

فرهاد بيدار دوه پوښتنې هم کړي او ايې چې د چين د وتلي سندر غاړې نوم څه دی او بله پوښتنه يې داده ، چې په چين کې د کوم چا کره اولاد پيدا شي نو کليوال يې ورسره څه کوي . د لومړی پوښتنې ځواب به ورته ووايو ، هغه دا چې په چين وتلي يا مشهور سندر غاړي ډير دي . يوازې د دوو مشهورو سندر غاړو نومونه به درته واخلم . چې نارينه سندر غاړئ ليوده هوا او ښځينه سندرغاړې وانګ فې نوميږي .

٥او که د چا کره اولاد پيدا کيږي ، نو دلته هم مختلف دودونه دي ، ځيني دوستاني ورته تحفي ور وړي ، ځينې هم پيسې ورکوي ، او کاونډييان يې هم ورته پيسې يا تر خپلي وسي پورې تحفې ور وړي . يعني دخپلي وسې پورې اخلاص کوي .. پدې هيله چې د خپلو

پوښتتنو ځوابونه مو تر لاسه کړي وي . ستاسو د نور همکاريو په هيله .

دا ليک د هريپور له شيلم کمپ څخه بختيار راليږلی، بخيتار د دهقانی تر سرليک لاندې

يو شعر راليږلی ، فکر کوم چې دغه شعر موږ په تېرو خپرونو کې هم لوستلی و ، نو نن به يې له لوستلو څخه تېر شو خو د خپل ليک په پای کی ليکي : زياتره وخت لږ بې احتياطي ډېره لويه تباهي راولي ، ګرانه بختيار جانه پدې هکله دې څه ندي ويلي، أيا کومه بې احتياطي دې کړې او که له بل چا څخه دې داسې څه ليدلي دي ؟ .

دا ليک بيا هم د باختر کلب څخه فضل هادي مجاهد راليږلی، مجاهد د پښتو څانګې ټول کارکوونکيو ته سلامونه ويلي دي او زياتوي زه هيله لرم چې د سي أر ای راډيو پروګرامونه په ټوله نړۍ خپاره شي . ډېره مننه ښاغلی فضل هادي مجاهد ستاسو له ښکلي ليک او هيلې څخه .

دا بل ليک زمونږ د خپرونې اوريدنکي نور الرحمن چې خپله پته يې نده ليکلې ، راليږلی دی .په سر کې يې د سي ار ای راډيو ټولو کارونکيو ته سلامونه ويلي دي . بيا وايې ، چې زه د شپږم ټولګي زده کونکی يم او هيله ده چې زما دا شعر نشر کړی .چې د شعر دوه بيته به يې ورته ولولم .

زه يم زمری پدې نړۍ له ما اتل نشته _ په هندو سندو په تخار و په کابل نشته

بل زابل نشته _ له اتل نشته

نورالرحمن وروره ، پدې هيله چې خپل شعر مو اوريدلی وي . ستاسو دهمکاريو په هيله.

٦ او وروستی ليک د خراسان کلب غړيو لخوا راستول شوی دی . ، دا ليک د نوموړي کلب مرستيال عبيدالله صديقي راليږلی ،او وايي چې ستاسې دايمي اورېدونکي يم ، ده پخپل ليک کې د ځينو ملګرو نومونه هم ليکلي دي ، چې زه بې د څو تنو نومونه ورته ته واخلم . د خراسان کلب مشر نثار احمد احمدي ، قدرت الله ارماني ، طارق الله همدرد، عبدالجلال جيلاني ، ٦عبدالکبير محمدي او ډېر نور.... خو د ددې کلب د مرستيال په ليک کې هم کوم مضمون يا د پام وړ کوم بل مطلب نه ليدل کيږي . هيله چې لرم چې په راتلونکې دې ټکي ته پام وکړي .

قدرمنو دوستانو ! زمونږ او اوريدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ او خپلي د خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې بيلا بيل معلومات ترينه تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړانديزونولپاره د بريښناليك پدې پټه تماس ونيسئ pushtu@chinabroadcast.cn

او که غواړې دليک له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو اوريدونکو ، د نن ورځې خپرونه په همدې ځاى پاى ته ورسيده ، تر بلي خپرونې مو زه ايا ز پرهر په لوى او بښونكي خداي سپارم . ښي چارې .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040