د چينايانو بدنی کيفيت پياوړی شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-09 09:27:03

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په رڼا کې د چين بېلابېلو چارو مثبت پرمختګ کړی، د خلکو د ژوند مادی سويه لوړه شوې او بدنی کيفيت يی هم پياوړی او غښتلی شوی دی. له ١٩٧٨کال څخه ديرش کاله وروسته چينی وګړو سپورټ او ورزش او د خوراکونو کيفيت ته لازياتې پاملرنې کړې دي. د دې ترڅنګ د چين حکومت د عامو وګړو د ورزش کولو يو پلان هم جوړ کړی چې د عامو وګړو د بدنی کيفيت د پياوړتيا لپاره لارښوونه وکړي.

د اړوندو شميرو د ترلاسه کولو لپاره د چين د سپورټی چارو عمومی ادارې، د روزنې او ښوونې، عامې روغتيا وزارتونو او د شميرنې عمومی ادارې په ګډون لسو حکومتی څانګو له ٢٠٠١ کال څخه د چين په ٣١ ولايتونو، ښارونو او خپلواکو سيمو کې د وګړو د بدنی کيفيت په اړه څيړنه ترسره کړې او په هرو پنځو کلونو کې يو راپور خپروی. په ٢٠٠٥ کال کې د وطن والو د بدنی کيفيت د څيړنې راپور له مخې د هغو کسانو شمير چې ډيره ښه روغتيا لري، په نفوسو کې په سلو کې ١٣ اعشاريه اته برخه ونيوه چې دغه شمير د ٢٠٠٠ کال په پرتله په سلو کې يو اعشاريه پنځه زيات شوی دی. د دې ترڅنګ د هغو کسانو شمير چې سالم بدن نه لري، په سلو کې ١٢ اعشاريه اته برخه نيوله چې دغه شمير د ٢٠٠٠ کال په پرتله په سلو کې صفر اعشاريه يو ټيټ شوی دی. د دغه برياليتوب عمده لامل دا دی چې په چين کې ورزش کوونکی وګړي زيات شوي دي.

د چين د سپورټی چارو د عمومی ادارې د عامو وګړو د ورزش څانګې مرستيال شيو چوان وويل چې ورزش کوونکی وګړي ځانګړی معنی لري چې په هره اوونۍ کې څه دپاسه دری ځله ورزش کوي او هر ځل ورزش يی شاوخوا ديرش دقيقې دوام هم لري. د دغو

کسانو شمير د يو هيواد د وګړو د بدنی کيفيت د لوړتيا لپاره ستر اهميت لري.

اوس په چين کې د ورزش کوونکو شمير د ټولو وګړيو په سلو کې ٣٣ اعشاريه نهه برخه نيسی چې دغه شمير د ١٩٩٦ کال په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه پنځه زيات شوی دی.

نوموړي چارواکی وويل په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارو له پلی کيدو وروسته په تيره بيا په وروستيو لسو کلونو کې د چينی وګړو د ورزش کولو په بېلابېلو فعاليتونو کې رڼا اچول شوی ده. اوس د وطنوالو بدنی حالت ښه شوي او د خلکو بدني کيفيت هم لوړ شوی دی.

د ځوانانو د قد يا ونې د جګوالی او وزن زياتوالی د وطن والو د بدنی کيفيت يوه مهمه برخه د ه. د تيرې پيړۍ له اتمې لسيزې راهيسی د چين د هغو هلکانو او نجونو د ونې يا قد جګوالی چې عمرونه يی له اوو کالو څخه تر ١٧ کالو پوری دی، په جلاجلا توګه شپږ اعشاريه نهه سانټی متره او پنځه اعشاريه پنځه سنټی متره لوړ شوی دی او وزن يی په جلاجلا توګه شپږ اعشاريه شپږ کيلوګرامه او څلور اعشاريه پنځه کيلوګرامه زياته شوی دی.

چين په وروستيو کلونو کې په پرله پسی توګه د خلکو د روغتيا د پياوړتيا لپاره زياتې پانګې اچولې دي. د زده کوونکو د شيدو د څښلو پلان چې په ٢٠٠٠ کال کې پلی شوی، څه دپاسه دوه مليون تنو زده کوونکو ته ګټې رسولې دي. د وطن والو د ورزش کولو په برخه کې چې په ١٩٩٥ کال کې پلی شوی، شپېته مليارد يوانه پانګې اچول شوې دي. د دې ترڅنګ د ښوونې او روزنې وزارت يو پلان هم جوړ کړی چې له مخی به يی په راتلونکیو دريو کلونو کې پنځه اتيا سلنه زده کوونکی هره ورځ د يو ساعت ورزش وکړي.

د چين د تغذيه پيژندنې د ټولنې شورا مرستيال يانګ شياو ګوانګ په ٢٠٠٢ کال کې

په چين کې د تغذيې په اړه يوه څيړنه ترسره کړې او اړوند تفصلی معلومات يی ترلاسه کړي دي.

هغه په دې نظر دی چې د چينايانو د ونې يا قد د جګوالی د لوړتيا يو عمده لامل د دوی په ورځنيو خوراکونو کې د غوښو، هګيو او شيدو زياتوالی دی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ !

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040