د چين په چاو جو ښار کې د چينی لوښی د صنايع پرمختګ لار

cri     (GMT+08:00) 2008-12-09 09:30:32

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم.

کله چې تاسو د هرې ورځې په سهار چای څښئ، له چای څخه ډکه پياله ښايی د چين په چاو جو ښار کې جوړه شوې وي . کله چې تاسو ډوډۍ خورئ ، ښايی چې ستاسو ښکلی کاسه د چين په چاو جو ښار کې جوړه شوې وی . دغه راز کله چې د هرې ورځې د کارونو له پای ته رسيدو وروسته په تشناب کې لاسونه منځئ ، ښايی چې د منځلو الات هم د چين په چاو جو ښار کې توليد شوی وي .

(لومړی اواز)

ګرانو اوريدونکو! اوس د چاو جو ښار په چاو ان ولسوالی کې د بانګ جنګ په نامه د چينی لوښی په يوه فابريکه کې کارکوونکی په خپلو کارونو بوخت دي. دوه کارکوونکی د چينی لوښی ځينی توکی يو لوی تنور ته ږدي. له يوې مودې وروسته به له دغه تنور څخه ښکلی چينی لوښی يا کاسې يا پياله وايستل شي. له يوې يا دوو مياشتو وروسته ښايی دغه چينی لوښی په استراليا، ايتاليا او امريکا کې ليدلی شی.

د بانګ چنګ په نامه دغه شرکت په ٢٠٠٤ کال کې جوړ شوی چې پراخوالی يی شاوخوا پنځلس سوه مربع مترو ته رسيږی او څه دپاسه شل تنه کارګران هم لري. د دغه شرکت عمده توليدات د خوراکونو لپاره کاسې ، پياله ، غابونه او داسی نور چې امريکا، اروپا او استراليا ته پلورل کيږی.

دغه شرکت يوازی په چاو جو ښار کې له څه دپاسه اته زره داسی شرکتونو څخه يو دی . داسی شرکتونه هر کال شاوخواد ديرش مليارد يوانو په ارزښت د صنايعو عايدات

جوړوی چې د صادراتو عمومی ارزښت يی نژدی يو مليارد امريکايی ډالرو ته رسيږی.

دغه راز چاو جو ښار په چين کې ترټولو لويه هغه سيمه ده چې د ورځنی ژوند لپاره د چينی لوښی توليدات جوړوی. ددې ترڅنګ دغه ښار د ورځنی ژوند، لاسی صنايعو او منځلو لپاره د چينی لوښی توليداتو يوه عمده جوړونکی سيمه هم ده.

داسی شرکتونه د خپلو نومونو له لارې توليدات بهر ته نه پلوری. دوی يوازی د بهرنيو شرکتونو د غوښتنو له مخې کارونه ترسره کوي. دغه راز ډيرې ګټې د بهرنيو شرکتونو له خوا ترلاسه شوې دي. په دې اړه د چاو جو ښار د چينی لوښی د صنايعو ټولنې مشر څای جنګ چنګ وويل:

(دوهم اواز)

موږ تل خپلو نومونو يا مارکونو ته پاملرنه کوو خو د توليداتو د نومونو د شهرت پياوړتيا وخت ته اړتيا لري. موږ لومړی له بهرنيو شرکتونو څخه زده کړه کوو او د دوی له ميعار سره سم خپل توليدات جوړوو. اوس ځينو شرکتونو د خپلو نومونو له لارې په نړيوال بازار کې سيالی کړې ده او برياليتوبونه يی هم ترلاسه کړي دي. اوس د اړوندو شرکتونو څښتنان دغه کار ته لومړی اهميت ورکوي.

د تيرې پيړۍ له نهمه لسيزه کې د چاو جو ښار کې ګڼ شمير شرکتونه د ځايی بزګرانو له خوا جوړ شول. خلک په دی نه پوهيدل چې مارک څه شی دی؟ له څو کلونو راهيسی ځايی حکومت د چينی لوښی د جوړولو صنايع ترټولو عمده چارې بولی او له يادو شويو شرکتونو سره مرستې پياوړی کوي. اوس د چاو جو په ښار کې دچينی لوښی جوړونکو شرکتونو د عصری انکشاف په لار ګامونه پورته کړی دی.

د دغه ښار د اقتصاد او سوداګرۍ رياست مشر وۍ چينګ چاو وويل:

اوس د چاو جو د شرکتونو نومونو په چين کې ډير شهرت موندلی چې له دې جملې څخه

نهه شرکتی نومونه د چين مشهور مارکونه بولل کيږی او دری نور نومونه هم ډير مشهور مارکونه دي. داسی شرکتونه د چينی لوښی د صنايعو د انکشاف لپاره مهم رول لوبوی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040