موږ او اوريدونکی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-13 18:00:49
د مونږ او اورېدونکي پروګرام درنو اورېدونيکو نېکې هيلې او سلامونه، خدای دې وکړي چې روغ او خوشحاله اوسئ ، زه اياز پرهر خوښ يم چې يو ځل بيا د دغه پروګرام په وړاندې کولو سره ستاسو په چوپړ کې يم، او هيله لرم چې د پروګرام تر پايه راسره پاتې شئ او زه به هم ستاسو راليږلي ليکونه درته ولولم .

د لومړي ليک په لوستلو پيل کوم . دا ليک د باختر کلب غړي سيد صديق جان راليږلی دی ، د سي ار ای راډيو ته سلامونه ويلي ، چې عليکم سلام ورته وايم . ددغه ورور په ليک کوم ځانکړی مطلب نشته يوازې يې يو بيته شعر ليکلی دی ،

خط مې ليکه قلم مې مات شو _ د جانان نوم را نه نيمګړی پاتې شونه .

او بس نور څه پکې نشته . له دغه ورور څخه مننه کوم ، د راتلونکيو همکاريو په هيله يې يو.

دابل را اخلم چې نصرت الله صديقي خپلې خپرونې ته رالېږلی دی ، ښاغلی صديقي وايي د سي أر ای راډيو سره مينه لري او پروګرامونه يې خوښېږي ، ښاغلي صديقي د خپلو ځينو ملګرو نومونه هم ليکلي لکه ظفر خان، بصيراحـمد، قاري نورا جان ، عبدالرحمن ، مليار او نصرالله .نصرت الله خان يو دوه ټوکې هم راليږلي چې تکراري دي ، هيله ده چې په راتلونکې کې نوې او لا ښکلې ټوکې او مطلبونه راوليږي .

دا ليک مونږ ته نور اجان د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ له دربند کلي څخه راليږلی دی . دا ورور وايې ، چې زه د شپږم ټولګي زده کونکی يم او سمهال په پاکستان کې ژوند کوم . او ما سره ملګري دي . هر يو تاج محمد ، عبدالرحمن ، ګل نذير ، بصير احمد او داسې نور . نوراجان ورور وايې چې مونږ ټول په ګډه ستاسو ټول پروګرامونه په ډير شوق سره اورو ، دغه ورور يو شعر او يوه ټوکه هم راليږلی ده ، چې شعر يې تکرارې دی ، خو ټوکه به يې ور ته ولولم . (( يوه ورځ يو فيل او يو ميږتون لوبې کولې ، فيل وويل : پلارمې راغی

٢ . ميږوتون ورته وويل ، چې زما شاته پټ شه . ګرانه وروره ډيره ښکلې ټوګه وه . ستاسو د لا زياتو همکاريو په هيله .

دا بل ليک هم له نا معلوم ځاي څخه مليار راليږلی دی : مليار هم پرته له سلام اوکلامه مخامخ شعر ته مخه کړې ، او د شعر څو بېلابېل بيتونه يې راليږلي دي چې يو بيت به يې ورته ولولم :

ټول دوستان دي راجمع په محفل کې *** که ته راشې خوشحالي به يو په دوه شي ...ګرانه مليار جانه فکر کوم هغه شعرونه او بيتونه چې تاسو موږ ته راليږلي ډېر ښکلي وي ، خو ريښتيا خبر دا ده چې ما ونه کولای شو ستا شعرونه ولولم همدا يو بيت مې هم په زحمت ولوستلو . نو دومره زيار او زحمت چې باسې او موږ ته ليکونه ليکې او بيا يې را استوې ، نو مهرباني وکړه لږ يې ورو او واضح ليکه چې ولوستل شي او په لوستلو سره يې تاسو او نور ټول اورېدونکي خوند ترې واخلي .

دا بل ليک لولم چې تاج محمد خان له نا معلوم ځايه راليږلی دی . ددغه ورور په ليک هم څه نشته يوازې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامو نه ويلي او زياتوي چې زه د شپږم ټولګي زده کونکی يم . تاج محمد وروره له تاسو څخه مننه په راتلونکي کې هڅه وکړي چې خپلې خپرونې ته په زړه پورې ليکونه را وليږی .

د باختر کلب څخه سردارګل هم خپلې خپرونې ته يو ليک راليږلی دی ، نوموړي يو څو لنډ شعرونه راليږلي او يوه پوښتنه هم کړې چې شعرونه يې د نشر وړ ندي او پوښتنه يې داده چې د چين ولسمشر څوک دی؟

ګرانه سردارګل خانه د چين ولسمشر ښاغلی هوجين تاو دی ، چې په روان کال کې د پنځو نورو کلونو لپاره هم د چين د مشر په توګه وټاکل شو .

٣دا ليک اسماعيل فرهادي راليږلی ، فرهادي هم هغه څه چې سردارګل په خپل ليک کې ليکلي و ، ټکی په ټکی را نقل کړي ، نو ورته وايو چې کوښښ وکړي خپلې خپرونې ته

نوي او بېلابېل مضمونونه راوليږي .

دا ليک بيا نصرت اله چې ځاي معلوم نه دی ، راليږلی دی . وايې چې د زړه له کومي سلامونه ومنئ . بيايې ويلي دي ، چې ستاسو پروګرام اورم او په انتظار يم . ګرانه وروره انتظار مه باسي تاسو کولی شي ، زمونږ خپرونې په راډيو او ياهم که انترنټ ته لاس رسئ لرې واورې . دغه ورور يو شعر هم راليږلی ، چې يې تکرارې دی . ستاسو د ښکلو ليکونو په هيله .

دا ليک د خراسان کلب څخه فرهاد بېدار او د هغه ملګرو راهب روان ، بهار الله بهار ، محمد اسرار مصروف ، صبأت الله هنر خپلې خپرونې ته راليږلی ، د دوی په ليک کې هم تر سلام پرته بل څه نه ليدل کيږي ، نو راځم دې بل ليک ته .

دا ليک هم له خراسان کلب څخه صديق الله صديق راليږلی ، ښاغلي صديق هم د پښتو خپرونې ټولو کارکوونکيو ته سلامونه ويلي او بس .

بل ليک لولم چې د خپرونې بل اوريدنکي حبيب الرحمن له نا معلم ځايه راليږلی دی ، دغه ورور تر سلام ويلو سمدستي په شعر ليکولو پيل کړيدی . خير يو شعر به يې ورته لو لم .

هر انسان بايد د ښه خوی خاوند وي _ رسيدو ته يې د ښه عمل پابندوي

چې انسان سره اميد او عمل نه وي _ هغه مړ دی که څه هم خوښ او خرسند وي

اينده سره د نن ژوند دی تړلی _ دغه ټکی دی وتولو ته څرګند وي .

حبيب الرحمن جان وروره له تاسو نه مننه ، د ښکولو ليکونو په هيله مو .

٤دا ليک د هريپور له شيلم کمپ څخه بختيار راليږلی، بخيتار د دهقاني تر سرليک لاندې يو شعر راليږلی ، فکر کوم چې دغه شعر موږ په تېرو خپرونو کې هم لوستلی و ، نو نن به يې له لوستلو څخه تېر شو خو د خپل ليک په پای کی ليکي : زياتره وخت لږ بې احتياطي ډېره

لويه تباهي راولي ، ګرانه بختيار جانه پدې هکله دې څه ندي ويلي، أيا کومه بې احتياطي دې کړې او که له بل چا څخه دې داسې څه ليدلي دي ؟ .

دا ليک هم د باختر کلب څخه فضل هادي مجاهد راليږلی، مجاهد د پښتو څانګې ټول کارکوونکيو ته سلامونه ويلي دي او زياتوي چې زه هيله لرم چې د سي أر ای راډيو پروګرامونه په ټوله نړۍ خپاره شي . ډېره مننه ښاغلی فضل هادي مجاهد ستاسو له ښکلي هيلې او نظر څخه .

دا بل ليک بيا سيد الرحمن بهير د نا معلوم ځايه راليږلی دی ، په هر حال دغه اوريدنکي په سر کې د سي ار ای راډيو ټولو کارکونکيو ته سلامونه ويلي دي . پس له سلامه وايې ، ډير د خوشحالي ځاي دی چې د المپيک لولې په چين کې په ښه ډول تر سره شوې ، د چين اولس ته ددې کاميابې مبارکې وايم . چې د چين په المپيک لوبو کې د لومړی درجې ريکارډ جوړ کړ . بيا يې ليکلي ، چې تر ټولو لويه خوشحالي داده ، چې د افغانستان د المپيک لوبو په تاريخ مډدال وګاټه او د افغان ولس لپاره نه هيريدنکی ده . په پای کې يې د المپيک لوبو په اړه انګليسې او پښتو مجلي غوښتي دي . سيد الرحمانه وروره په ليک کې ستاسو پته نشته ، که نه دالمپيک د لوبو په اړه مو ډيروستانو پښتو هندارې ورليږلي دي . له تاسو نه هم مننه .

دابل ليک محمد افضل چې د کابل لايت د خارکجبار اوسيدنکی دی ، او اوس مهال د صوبه سرحد په هريپور کمپ کې اوسيږي راليږلی دی . دغه ورور ويلي دا زما لو

٥مړی ليک دی چې در ليږم ، او که چيرې تاسو زما د ليک ځواب مو راکړو نو زه به ستاسو د راډيو هميشنۍ اوريدنکی شم . افضل جانه ستاسو د ليک ځواب دادې چې در ته خپور مو کړ . دغه ورور يو ټوګه هم راليږلی ده ، چې ټوکه به يې ورته لولم .

په يوه تولګي کې دوه شاګردان وو ، چې د يوه نوم لايق او بل نوم امريکا وو . دوې دواړه

ډير تنبل ول . . ښونکي ورته وويل چې سباته ښونځي ته مه راځي ، چې هئيت راځي . تاسو رخصت يې .سبا معلم ګورې چې دوی واړه ښونځي ته راغلي دي . معلوم امريکا ته وويل ، چې ته تشناب ته ولاړ شه او لايق ته وويل چې ته دميز لاندې پټ شه . شاګرادانو همداسې وکړل . کله چې هئيت راغی ، نو پوښتنه يې وکړه : دتولګي لايق څوک دی . لايق نومی دميز له لاندې څخه را پاڅيده چې زه يم . هييت پوښتنه ترينه وکړه ، چې امريکا چيرته موقعيت لري . په ځواب کې يې ورته وويل ، چې امريکا په تشناب کې موقعيت لري . ګرانه وروره ډيره ښکلی ټوګه وه ، ستاسو د لا زياتو ښکلو ليکونه په هيله .

دا بل ليک هم خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د ميراج کلب څخه ګل زاده راليږلی دی ، نوموړی وايي چې زموږ له خواو ورليږل شوي خپرنيز توکي ټول ورسېدلي دي ، او ډېر پرې خوښ دی ، او وايي چې په راتلونکې کې هم همدا شان خپرنيز توکي ور واستوو ، ګرانه ګل زاده ستا له ليک څخه مننه ، خوښ شو چې خپرنيز توکي در رسېدلي دي ، موږ هم ستا څخه هيله کوو چې خپله قلمي همکاري همداسې ټينګه وساتې او په راتلونکې کې ښکلي ليکونه راواستوئ .

درنو اورېدونکيو لکه څنګه مې چې مخکې درته وويل پدې اونۍ کې زيات ليکونه د خوست د عليشېرو ولسوالۍ له ميراج کلب څخه را رسېدلي دي ، نو دا څو نور ليکونه چې

٦ګورم هم د ميراج کلب غړو خپلې خپرونې ته راليږلي دي زه به يې يواځې نومونه واخلم ځکه د دوی په ليکونو کې هيڅ کوم مطلب نه ليدل کيږي چې تاسو ته يې ولولوم ، دا ليک د نور بادشاه دی او دا بل هم د نقيب الله ، أصف خان هم يو ليک راليږلی ،محمد انور صديق الله لېوال ، او نور ملګري يې . او دا دی د ميراج کلب د مشر ليک هم ګوتو ته راغی ، د ميراج کلب مشر شهزاده احمدزی دی چې په خپل ليک کې يې پر سلامونو بر سېره د پښتو څانګې د پنځه دېرشمې کاليزې مبارکي ويلې او هيله يې څرګنده کړی چې د پروګرامونو په سياليو کې برخه ولري .

قدرمنو اوريدونکو ! زمونږ او اوريدونكي پروګرام په همدې ځاى پاى ته رسيږي ، كه غواړئ دغه پروګرام د اونۍ په ترڅ كې واورې ياهم زمونږ نور پروګرامونه واورئ ، نو پر انترنټ د پښتو خپرونۍ ويبپاڼه پرانيزئ اود خپلي خوښې پروګرام ولولي او هم كولي شي چې بيلا بيل معلومات ترينه تر لاسه كړې . هيله ده له سي ار اى سره د خپلو نظريو د شريكولو او دخپرونې په اړه د وړانديزونولپاره د بريښناليك پدې pushtu@chinabroadcast.cn پته تماس ونيسئ .

او كه غواړې د ليك له لارې له پښتو خپرونې سره تماس ونيـسئ نو كولى شئ چې په اسلام اباد كې د خپرونې پدې پته ليكونه راواستوئ .

G.P.O.Post Box No : 20 17

اسلام اباد ، پاكستان

ګرانو دوستانو ! د نن ورځې د مونږ او اوريدنکي پروګرام پای ورسيد تر بل پروګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم . ښي چارې .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040