د تېلېفون په اړه د ښاغلی جانګ جي جون کيسه

cri     (GMT+08:00) 2008-12-15 11:16:47

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم! د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ته مو زه احمد زلمی هرکلی کوم! په دغه پروګرام کې به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ديرشو کلونو د تجربو په اړه تاسو ته لږڅه معلومات وړاندی کړم.

نن ورځ ګرځند تېلېفون د چينايانو په ژوند کې يوه نه جلاکيدونکی برخه ګرځيدلې ده. خو ديرش کاله دمخه د چين په ډيرو سيمو کې عام تېلېفون هم لږ ليدل کيده. خلکو په عمده توګه د تېلېګرام له لارې په نورو ځايونو کې له خپلو ملګرو سره تماس نيوه. د ديرشو کلونو له پرمختګ وروسته اوس د چين مخابراتی چارو تر ډيرې اندازې پوری پرمختګ کړی دی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به د چين په ګوانګ جو ښار کې د تېلېفون په اړه د ښاغلی جانګ جي جون يوه کيسه تاسو ته وړاندی کړم چې له دې څخه د چين د مخابراتی چارو پرمختګ څرګند شوی دی.

پنځه پنځوس کلن ښاغلی جانګ جي جون په ګوانګ جو ښار کې ژوند کوي چې د چين په جنوبی برخه کې پروت دی . ګوانګ جو ښار له هانګ کانګ سره ورڅيرمه ده. هغه په تيره زمانه کې د تېلېفون د يادونې په ترڅ کې وويل:

(لومړی)

ما په تېره زمانه کې په لويو بيړيو کې کار کاوه. کله به چې زه د وطن کوم بندر ته ورسيدم او ومی غوښتل چې د تېلېفون له لارې خپلې کورنۍ ته يو پيغام وروليږم. خو په هغه وخت کې تېلېفوني چارې ډيرې لږ وي . يو ځل ما په يوه تېلېفونی اداره کې نيم ساعت انتظار ايستلی دی.

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې له پلی کيدو مخکی په ګوانګ دونګ

ولايت حتی په ټول هيواد کې مخابراتی سيستم وروستی پاتی و.

د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د چين حکومت پريکړه وکړه چې له تېلېفون اخيستونکو څخه د ځای پر ځای کولو لګښت واخلی چې هر ځل ٤٠٠٠ يوانه و. دا پيسې به د حکومت له خوا د مخابراتی شبکې په جوړولو کې اچول ليدلې . په هماغه وخت کې د يو عام کارګر مياشتنی تنخوا يوازی شاوخوا سل يوانه وه.

دغه راز عامو وګړو ستونزه درلوده چې له تېلېفون څخه ګټې يا اسانتياوې ترلاسه کړي . ښاغلی جانګ جي جون وويل هغه د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د تېلېفون د نښلولو له وړانديز وروسته پنځه کاله انتظار وايستلو .

له ١٩٩١ کال څخه تر ١٩٩٥ کال پوری په دغه موده کې د ګوانګ دونګ ولايت اقتصاد تر ډيرې اندازې پوری پرمختګ وکړ چې د دغه ولايت د مخابراتی چارو د پرمختګ لپاره يی هم بنسټ ايښودلی و. ښاغلی جانګ جي جون په دې اړه وويل:

(دوهم اواز)

شاوخوا په ١٩٩٢ او ١٩٩٣ کال کې په ډيرو کورونو کې تېلېفونونه نښلول شوي. خلکو به يوبل څخه پوښتنه کوله چې ستاسوپه کور کې تېلېفون نښلول شوی که نه؟

په ١٩٨٧ کال کې د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې د ګرځند تېلېفون شبکې رامنځته شوې او په دغه ولايت کې د چين په تاريخ کې لومړی ګرځند تېلېفون هم وليدل شو. ښاغلی جانګ وويل:

(درېيم اواز)

ما په ١٩٩٣ کال کې يو ګرځند تېلېفون ترلاسه کړ. په هغه وخت کې ګرځند تېلېفون ډير قمتی و. ما د دې لپاره لس زره يوانه مصرف وکړ.

په ١٩٩٤ کال کې د چين د جو جيانګ د مثلث په سيمه کې د ګرځند تېلېفون د ديجيټل

شبکې جوړې شوې وې. ګرځند تېلېفون د عامو وګړو په ژوند کې ګام په ګام داخل کيږی. له ٢٠٠٠ کال وروسته په ګوانګ جو ښار کې هر کس يو ګرځند تېلېفون لري.

ښاغلی جانګ جي جون وويل د مخابراتی چارو پرمختګ د ده له فکر څخه وتلی دی او هيله لري چې نوی مخابراتی لار هم رامنځته شي.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040