هو له کلی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-25 21:58:48

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. يي وو ښار چې د چين په جه جيانګ ولايت کې پروته دی، په نړۍ کې د کوچنيو مالونو د راټولولو يو مشهور ځای ګڼل کېږي. په دغه ښار کې د هو له په نامه يو کوچنی کلی ليدل کېږي. دېرش کاله مخکې دغه کلی يو ډېر غريب کلی و، خو نن ورځ ډېر زيات شهرت لري. که څه هم دغه کلی يوازې نهه سوه درې پنځوس تنه اوسېدونکي لري، خو شپېته فيصده يې سوداګري کوي. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

شپږ پنځوس کلن ښاغلی چين پو چانګ د هو له کلي ګوندي مشر دی چې په دغه کلي کې تر ټولو يوه لويه فابريکه لري. هر کال د ده د فابريکې توليدي ارزښت له پنځوس مليون يوانو څخه اوړي. نوموړی د هو له کلي لپاره ډېر وياړ دی او وايي:

( لومړی اواز)

د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې په نيمه کې زموږ د کلي کلنی توليدي ارزښت له سل مليون يوانو څخه اوښتی او زياتره اوسېدونکي مو ډېر شتمن شوي دي. د بېلګې په توګه اوس مهال زما د فابريکې کلنی توليدي ارزښت نژدې پنځوس مليون يوانو ته رسېږي او هر کال مې د څه دپاسه دوه مليون يوانو په ارزښت ماليات ورکوم.

د يو اړوند سند له مخې پنځه دېرش کاله مخکې په هو له کلي کې د هر تن پر سر عايدات لا هم له سلو يوانو نه کم و. خو په ١٩٨٣ کال کې حکومت بزګرانو ته د سوداګرۍ اجازه ورکړه. دغه راز په همدې کال کې په يي وو ښار کې د کوچنيو مالونو لومړی بازار جوړ شو.

د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې په يي وو کې د کوچنيو ماليونو د بازارونو پيمانه په چين کې تر ټولو لويه ده. په دغه موده کې ښاغلي چين پو چانګ او نور کليوال د ځايي حکومت په ملاتړ او مرستې زياتې فابريکې جوړې کړې. ښاغلي چين په دې اړه وويل

( شپږم اواز)

د تېرې پېړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې د ځايي حکومت له موږ څخه غوښتنه وکړه چې بايد نه يوازې سوداګري وکړو، بلکې بايد فابريکې هم جوړې کړو. نو ځکه ما پخپله يوه فابريکه جوړه کړه.

په پيل کې زياتره فابريکې د کليوالو په کورونو کې جوړې شوې چې پر نورو کليوالو بده اغېزه کوله. دا د تصديو د پرمختګ لپاره ګټور نه و. دغه راز ښاغلي چين پو چانګ او د دغه کلي له مشر ښاغلي چين جيو يون سره سلامشوره وکړه. ښاغلي چين جيو يون په دې اړه وويل

( اووم اواز)

په هغه وخت کې لکه چې په هر کور کې فابريکه جوړه شوې، نو د نورو کليوالو پر عادي ژوند لږ څه اغېزه کړې وه. دغه راز زموږ کلي د يي وو ښاروالي ته وړانديز

وکړ چې زموږ په کلي کې يو صنعتي باغ جوړ شي. له دې وروسته د ځايي حکومت په زياتې مرستې مو په نژدې دېرشو هکتارو ځمکو کې يو کليوال صنعتي باغ جوړ کړی دی.

دغه راز د حکومت په زيات ملاتړ او مرستې د هو له کلي زياتو تصديو چټک پرمختګ کړی دی. اوس مهال دغه کلي د يو نوي سوسياليستي کلي د ابادۍ لپاره نوی پلان ټاکلی چې له درې کالو وروسته به يو نوی کلی جوړ شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040