د چين د جه جيانګ ولايت يی وو ښار يو نړيوال پلورنځی دی

cri     (GMT+08:00) 2008-12-30 13:39:34

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د چين په ختيځ د جه جيانګ په ولايت کې يو مشهور ښار موجود دی چې يی وو نوميږی. دغه ښار چې په کې توليد شوي وړوکی توکی د نړۍ په ګوټ ګوټ ليدل کيږی، يو نړيوال پلورنځی هم بلل کيږی. خو ديرش کاله دمخه دغه ښار يو بی وزلی ولسوالی و. ځکه چې په دغه ښار کې کرنيزې ځمکې او نفوس نسبتأ لږ دي نو ديرش کاله دمخه د ده اقتصادی سويه او د ځايی خلکو د ژوند کچه ټيټه وه. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې په رڼا کې دغه ښار د شاوخوا شل کلونو د کوششونو له امله خپله بی وزلی بڼه بدله کړه او اوس د وړوکيو توکيو په يو لوی بازار ګرځيدلی دی. تر ٢٠٠٧ کال پوری د دغه ښار د کورنی توليد عمومی ارزښت ٤٢ مليارد ٩٠ مليون يوانو ته رسيدلی، په ښارونو او علاقه داريو کې د هر کس په سر کلنی عايدات ٢٥ زره يوانو ته او په کليوالو سيمو کې د هر کس په سر کلنی عايدات شاوخوا لس زره دوه سوه او پنځه پنځوس يوانو ته رسيږي. دغه ښار اوس په چين کې له ډيرو شتمنو ولسواليو څخه شميرل کيږی.

ديرش کاله دمخه يی وو ښار په چين کې د نورو وړوکيو ښارونو په شان لږ شهرت درلود . خو ځايی خلک د سوداګرۍ دود لري. کله چې ځايی خلک کرنيز کارونه نه لري ، دوی به د بودې په بدلون د چرګانو د بڼکو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلو ځايونو ته ځي. د چرګانو دغه بڼکې به د ځايی کرنيزو خاورو د شتمنيدو لپاره کارول کيږی. نور توکی چې د يادو شويو وګړو له خوا ترلاسه شوي، اړوندو څانګو ته پلورل کيږی. دغه راز دغه وګړي لږڅه اضافی پيسې ولري.

په هغه وخت کې ميرمن فنګ ای چيان چې پنځه ماشومان يی درلودل، په ازمويښتی توګه د سړک تر څنګ وړوکی توکي پلورل. دې د دغو تجربو د يادونې په ترڅ کې وويل:

(لومړی اواز)

زما د پنځو ماشومانو او مور په ګډون په کور کې اته تنه غړي شته. زما خاوند هره مياشت يوازی شاوخوا شل يوانه تنخوا درلودله. زموږ ژوند څنګه تيريده؟ ما له لوی پلورنځی څخه په ډله ايزه توګه ځينی توکی واخيستل، بيا می دا توکي په بازار کې توکی پلورل. دغه کار په هغه وخت کې ناقانونه وو.

د ځايی خلکو د سوداګرۍ غوښتنې ورځ په ورځ مخ په زياتيدو وې او د يی وو حکومت هم د اقتصادی پرمختګ لپاره لار لټوله. په ١٩٨٢ کال کې ځايی حکومت يوه ستره پريکړه وکړه چې ځايی بزګرانو ته د ازادې سوداګرۍ اجازه ورکړي. دغه راز د همدې کال په سپتمبر کې د وړوکيو توکيو لپاره لومړی نسل بازار رامنځته شو. دغه راز د يی وو د اقتصادی پرمختګ پرده هم پرانيستل شوه. د دغه ښار مرستيال لي شيو هانګ وويل:

(دوهم اواز)

د يی وو ځمکې وچې او سختې وي. يی وو ښې سرچينې او ښه جغرافيايی حالت هم نه درلود. موږ څرنګه پرمختګ کړی وای؟ د يی وو خلک د سوداګرۍ دود لري او دوی د صادق ، باور او کوشش پر اصولو باندی ټينګار هم کوي. په ١٩٨٢ کال کې د يی وو حکومت د خلکو د غوښتنو سره سم د لوی بازار د جوړولو يوه ستراتيژی وټاکله.

د يادې شوی ستراتيژې په رڼا کې د يی وو هوښيار وګړو د جرابو او سګريټ دانو په ګډون وړوکيو توکيو ته ډيرې پاملرنې وکړې. د لسو کلونو د کوششونو

وروسته تر ١٩٩١ کال پوری يی وو ښار په چين کې د وړوکيو توکيو لپاره ترټولو لوی بازار وګرځيد.

د يی وو حکومت د اړوندو چارواکيو په قول دغه ښار به د نړيوال سوداګريز ښار د ابادۍ په موخه د وړوکيو توکيو د سوداګرۍ، توليد او نندارې نړيوال مرکز د جوړولو لپاره لازيات کوششونه وکړي.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نيکمرغه اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040