په چين کې د اقتصاد له چټک پرمختګ سره اساسي قانون هم په پر له پسې توګه تعديل شوی دی.

cri     (GMT+08:00) 2009-01-06 20:32:00

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم! په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له دېرشو کلونو راهيسې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې ستر بدلونونه راغلي دي. د اقتصاد له چټک پرمختګ سره د هېواد اساسي قانون هم تعديل شوی دی. د دغه قانون په پر له پسې اصلاح سره د وګړيو ازادي او حقونه په ښه توګه ساتل شوی دی. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون دېرش کاله پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

ويل کېږي چې ١٩٧٨ کال د چين لپاره يو ډېر مهم کال و. د همدې کال په دسمبر کې د چين واکمن کمونست ګوند د يوولسم ملي کانګرس درېيمه عمومي غونډه تر سره شوه او په کې پرېکړه وشوه چې په وروستيو لسو کلونو کې د کلتور لوي انقلاب په موده کې زياتې سهوې اصلاح شي، د حکومت او ګوند کاري مرکز په اقتصادي ابادۍ بدل شي او په هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې شي. له دغه کال راهيسې د چين اساسي قانون اووه ځله تعديل شوی دی. د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ کارپوه پروفيسر مو جي هونګ وويل

( لومړی اواز)

د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلې کېدو له دېرشو کلونو راهيسې زموږ اساسي قانون اووه ځله تعديل شوی دی. د لومړيو دريو ځلو له تعديل وروسته د چين اساسي قانون په ١٩٥٤ کال کې د جوړېدو په پيل کې بنسټيز اصول اعاده کړل.

په ١٩٨٢ کال کې له تعديل وروسته په اساسي قانون کې ټاکل شوي وه چې په راتلونکي کې به د چين بنسټيزه دنده د عصري کېدو ابادي وی او بايد په هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلې شي. پروفيسر مو په دې اړه داسي معلومات ورکړل او و يې ويل

( دوهم اواز)

له ١٩٨٢ کال څخه تر اوسه پورې شپږويشت کاله تېر شوي دي. په وروستيو شپږويشتو کلونو کې زموږ په هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير په پر له پسې توګه ژور شوي او ځيني نوي مسئلې او حالت هم رامنځته شوی دی. نو ځکه موږ په ١٩٨٢ کال کې د سوسياليستي ديموکراتيک قانوني نظام د ابادۍ په ترڅ کې د رامنځته شويو ځينو نويو مسئلو او حالاتو په هکله د څلورم ځل لپاره اساسي قانون تعديل کړ.

دغه راز د ١٩٨٨ کال په پسرلي کې د هېواد د اووم ملي ولسي کانګرس په لومړۍ غونډه کې د اوسني قانون لومړی تعديل نامه تصويب شوه. د اساسي قانون دغه ځل تعديل په سوسياليستي ټولنه کې د شخصي تصديو قانوني ځای ښکاره شوی او د ټولنې په پرمخبيولو کې د دغو تصديو مثبت رول څرګند شو.

په هېواد کې د تر ټولو مهم قانون په توګه د اساسي قانون ثبات ډېر زيات اهميت لري. خو که په ټولنه کې لوي بدلون رامنځته شي، نو اساسي قانون هم بايد ورسره تعديل شي.

پروفيسر مو زياته کړه زيات وګړي باور لري چې د هېواد د اساسي قانون په پر له پسې بشپړېدو سره د چين پرمختيايي بهير لا نور ثابت شي او چين يوه ښه راتلونکې به ولري.

ګرانو او محترمو اورېدونکيو، په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې دېرش کاله پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدنې څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوم. هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040