په چين کې د نساجۍ صنايع د کښته کېدو په حال کی دي

cri     (GMT+08:00) 2009-01-18 20:48:02

د چين د مطبوعاتي اژانس د خبر له مخې، د چين د نساجۍ د صنايعو ټولنې د روانې مياشتې په ١٨ نېټه خبر ورکړ چې تېر کال په چين کې د نساجي صنايع د کښته کېدو په حال کې او له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو. خو سږ کال د چين تګلارې او چاپيريال د دغو صنايعو د پرمختيايي باور ټينګېدو لپاره ګټور دی.

د يادې شوې ټولنې اړوند مسئول وويل د چين حکومت د اقتصاد د چټکتيا ساتلو، د کورنيو اړتياوو د پراختيا او د ارګانونو د تنظيمولو په ګډون يو لړ ګټورې تګلارې ټاکلې دي چې دا به د نساجۍ صنايعو د پرمختګ په اړه د خپل باور په بيا جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040