د چين بانکونه له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په برخه کې ځانګړي توان ښئي

cri     (GMT+08:00) 2009-01-18 21:00:56

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بانکي چارو د څارنې او ادارې د کمېټې مشر ليو مينګ کانګ په وروستيو ورځو کې وويل د چين بانکونه له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې په برخه کې ځانګړي توان ښئي.

نوموړي د يادې شوې کمېټې د ٢٠٠٩ کال د اقتصادي او پولي حالاتو د وړاندې کولو په لومړۍ غونډه کې وويل تېر کال د بېلا بېلو ډولو پورونه د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اتلس زيات شوي چې د کورنيو اړتياوو د پراختيا په مکله د چين د حکومت د لسو تدبيرونو له پلي کولو سره يې مرسته کړې ده. بر سېره پردې د بدو پورونو پاتې ارزښت او انډول په پرله پسې توګه کم شوی دی.

ليو مينګ کانګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين بانکونه به په روان کال کې د خپلو چارو د ثابت پرمختګ لپاره هم خپل پرمختګ وساتي او هم به د خطرونو مخه ونيسي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040