په چين کې بهرنيو پانګو د جذبولو کچې د پرمختيايي هېوادونو په منځ کې لومړی ځای نيولی
د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د سوداګرۍ د وزارت وياند ياو جيان د روانې مياشتې په ١٥نيټه په بېجينګ کې وويل چې تير کال په چين کې د بهرنيو پانګو د جذبولو درجه په پر له پسي توګه لوړه شوی او له تيرو ١٧ کلونو راهيسې يي د پرمختيايي هېوادونو په منځ کې لومړی ځای نيولی.
ياو جيان د سوداګرۍ د وزارت په خبری ناسته کې وويل چې تير کال چين له نه مليارډو امريکايي ډالرو بهرنيو پانګو څخه استفاده وکړه چې د ٢٠٠٧کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ٢٣زيات شوی.
خو يا جيان دا هم وويل چې د نړيوال اقتصاد د اغيزو له امله د تير کال د څلورمې ربع له راهيسې د چين له خوا منل شوی بهرنی پانګې کمې شوی.چين په تير دسامبر کې له نژدی شپږ ملياردو امريکايي ډالرو څخه استفاده وکړه چې د ٢٠٠٧کال د همدې مياشتې په پرتله په سلو کې ٦ کمه شوی ده.