د چين د فوټبال ښځينه ډله د ځوانو لوبغاړيو له امله ډېره ځواکمنه شوې ده.

cri     (GMT+08:00) 2009-10-19 15:09:16

ګرانو اورېدونکيو، السلام عليکم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. څو ورځې مخکې د فينليند، نويزيلند، د کوريا جمهوريت او چين څلورو هېوادونو د ښځينه فوټبال سيالي د چين په ګوانګ جو ښار کې پای ته ورسېدې. د چين د فوټبال ښځينه ډلې د ځينو ځوانو لوبغاړيو په اتکا په ټولو دريو سياليو کې برياليتوبونه تر لاسه کړل او لومړی ځای يې ونيوه. د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې چيني ډلې له جاپاني ډلې سره په سيالي کې ماتي وخوړله او له هغه وروسته يې زيات لوبغاړي تقاعد شول. د چين د فوټبال ښځينه ډله به په ٢٠١١ کال کې د نړيوالو اتلواليو په لومړی پړاو کې ګډون وکړي او يوازې په دې شرط چې د دريو برياليو لوبډلو په توګه وټاکل شي، نو د چين ښځينه ډله به په المان کې د ښځينه فوټبال په نړيوالو اتلواليو کې سيالي وکړي. دغه راز د څلورو هېوادونو د ښځينه فوټبال ياده شوې سيالي د چين د ښځينه ډلې لپاره د تمرين يو ډېر ښه فرصت دی. د سپورټ او نړۍ پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو درنو اورېدونکيو ته په دې اړه لږ څه معلومات وړاندې کړو.

د ٢٠٠٩ کال په پيل کې د چين د ښځينه فوټبال نوې لوبډلې ټول غړي د عمده روزونکي شانګ ژوي هوا په مشرۍ په ګوانګ جو ښار کې راغونډ شول او د فينليند، نويزيلند، د کوريا جمهوريت او چين څلورو هېوادونو د ښځينه فوټبال د

سيالۍ لپاره يې تياريانې ونيولې. د يادونې خبره دا ده چې د چين د ښځينه فوټبال په دغه نوي لوبډله کې څلور ځوانې لوبغاړي جانګ يو، شيو ون جيا، لي دان يانګ او ځنګ شيو لان شامل شوي او په ياده شوې سيالي کې يې ګډون وکړ.

د چين د ښځينه فوټبال لوبډلې د مشرې بي يان په أند، ځوانو لوبغاړيو د څلورو هېوادونو په ياده شوې سيالي کې ډېر کوښښونه وکړل.

( لومړی اواز)

ځوانو لوبغاړيو د دغې سيالۍ په ترڅ کې تر خپلې وسې پورې خپل توان څرګند کړ او له نورو لوبغاړيو سره يې ډېره ښه همکاري وکړه. پر دې سربيره ځوانو لوبغاړيو په دغه سيالي کې ډېرې قيمتي تجربې تر لاسه کړې، موږ ټول په دې اړه ډېر خوښ يو.

نوې لوبډلې عمومأ نيمګړتياوې لري چې دومره زياتې تجربې نه لري او د دفاع سيستم يې دومره ځواکمن نه دی. د چين په دغه نوې لوبډله کې يو دوه ويشت کلنه نجلې ليدل کېږي چې نوم يې يوان فان دی. دا د ټولې لوبډلې د دفاع عمده دنده پر غاړه لري. دې په دې اړه څرګنده کړه

( دوهم اواز)

موږ په وروستيو څو ورځو کې تل يو ځای وو چې سره مو د همکارۍ تمرينونه وکړل. زموږ د لوبغاړيو ترمنځ دومره زيات توپيرونه موجود نه دي، نو خپل منځي تبادلې ډېرې اسانې دي.

د دغې لوبډلې عمده روزونکي شانګ ژوي هوا څرګنده کړه چې دفاع د فوټبال د يوې لوبډلې لپاره تر ټولو زيات اهميت لري. دی د نوې لوبډلې د دفاعي لوبغاړيو لپاره ډېر خوښ دی. نوموړي په دې ټينګار وکړ که يوازې دغو ځوانو لوبغاړيو ته

زيات فرصتونه ورکړل شي، نو دوي به ژر پياوړی شي او په راتلونکيو نړيوالو سياليو کې به ډېره ښه نتيجه تر لاسه کړي.

( درېيم اواز)

موږ د دروازې يوه ډېره ښه ساتونکې لرو چې جانګ يان ژو نومېږي او د دفاع په کرښه کې يوه کوچنۍ نجلې هم ليدل کېږي چې نوم يې ون شين جه دی. دوي دواړه ډېر غوره لوبغاړي دي او د مقابلې خواوې له بريدونو سره په مقابله کې ډېر مهم رول لوبوي.

روزونکي شانګ ژوي هوا په همدې مهال څرګنده کړه چې که نوې لوبډله غواړي چټک پرمختګ وکړي او عمومي توان لوړ کړي، نو د ټولو غړيو زياتو کوښښونو ته لا هم اړتيا لري.

محترمو اورېدونکيو، د سپورټ او نړۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسېږي. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. زه سپوږمۍ ستاسې له اورېدونې څخه ډېره ډېره مننه کوم! هر چېرې چې وې، روغ، جوړ او خوشحاله اوسئ!

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040