په ٢٠٠٩ کال کې د اقتصاد نړيوال فورم کلنۍ غونډه پای ته ورسېده.
د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ٢٠٠٩ کال کې د اقتصاد نړيوال فورم د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د سويس په داوس کې پای ته ورسېده. په دغه پنځه ورځنۍ غونډه کې برخه والو له نړيوال پولي بحران سره پر مقابلې بحث وکړ او د اقليمي بدلون، انرژۍ، غلودانو او اوبو په شمول نړيوالو مسئلو او د منځني ختيځ حالاتو ته يې زياته پاملرنه وکړه.
برخه والو سياست والو او سوداګريزو مشرانو پر دې ټينګار وکړ چې بايد د نړيوالې همکارۍ او همغږۍ له لارې له نړيوال پولي بحران سره د مقابلې لارې چارې وموندل شي او د ټولو برخه والو په أند د دوحا دورې سوداګريزو خبرو اترو بشپړېدل د سوداګرۍ د حمايت غوښتنې د مخنيوي او د اقتصاد د بيا سمسورتيا يوه مهمه او اغېزمنه لار ده.