د چاوی بوټو روزونکې مېرمن جانګ شو جن

cri     (GMT+08:00) 2009-02-21 14:57:13

مېرمن جانګ شو جن چې اوس اويا کلنه سپين سرې ده، د شانګ نان په ولسوالی کې د چای بوټيو د مور شهرت لري، دې په ١٩٦١ کال کې د يو پوهنتون د ځانګلونو له څانګې څخه له فرغت وروسته د دغې ولسوالۍ د ځنګلونو چارو د څانګې د يوې چارواکې په توګه وګمارل شوه. په هغه وخت کې د شانګ نان ولسوالی يوه بی وزلی ولسوالی وه او جانګ شو جن غوښتل چې د وګړيو د ژوند د ښه والي لپاره خپلې هڅې تر سره کړي. هغې وويل: د ځنګلونو چارو د فني پر سونل په توګه زموږ اړينه دنده دا ده چې د غرنيو وګړيو د ژوند سويه لوړه کړو. اقتصادي ونو اونيالونو د ايښودلو په اړه مې ازموينې کړې دي، خو ګټه يې ښه نه وه.

له دې وروسته مېرمن جانګ شو جن د شانګ نان سيمې د نباتاتو په څيړنه پيل وکړ او هيله يې درلوده چې يو ډول مناسبه اقتصادی ونه پيدا کړي. چې د ايسودلو له مخې يې په دغه سيمه کې بې وزلی له منځه يووړل شي. مېرمن جانګ شو جن د څيړنې په بهير کې وليدل چې که څه هم شانګ نان يوه بې وزلۍ غرنی سيمه ده، خو وګړي د چای څښلو عادت لري، يو ځايی متل وايې کيدای شي، درې ورځې مالګه ونه خوري، خو نشی کېدای چې يوه ورځ هم چای ونه څښی. له دې څخه څرګندېږي چې چای د ځايې وګړيو په ژوند کې څومره اهمين لري.

په ١٩٦٢ کال کې جانګ شو جن د شوی ګوو په نامه يوې علاقه دارۍ کې د ځنګلونو چارو د تحقيقاتو په بهير کې د چایو نهه ډله بوټي وموندل چې د شانګ نان له ولسولای څخه په پنځوس کيلوميترۍ کې شنه کېدل. جانګ شو جن ډيره خوشحاله وه او باور يې درلود چې د شانګ نان په سيمه کې د چای د کرنې چارې به هرومرو ښه پرمختګ وکړي او وګړي د چای د کرنې له لارې خپل عايدات زيات کړي.

له دې وروسته جانګ شو جن د چای د کرنی په څيړنې لاس پورې کړ، خو د خپلې څيړنې په ترڅ کې له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ وه او په ١٩٧٠ کال کې يې د چای د نيالګيو له فارم څخه يوازی د لاس په يو ورغوی چای تر لاسه کړ.

د چای د څيړنې او روزنې مسئلې له حل وفصل وروسته جانګ شو جن د پانګې له کمښت سره مخامخ وه. ځکه چې په هغه وخت کې بزګران بی وزلی وو او د چای د کرنې فارم د جوړولو توان يې نه درلودږ نو جانګ شو جن د حکومت د ملاتړ له لارې د چای د کرنې اندازه پراخه کړه.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په رڼا کې مېرمن جانګ شو جن په ١٩٨٤ کال کې په دغه ولسوالی کې د چای له اوه ديرشو فارمونو سره يو ځای د چای د کرنې، چمتووالی او پلورلو په ګډون د چای يو ګډ شرکت جوړ کړ.

د دغه شرکت تر لارښوونې لاندې، تر ٢٠٠٦ کال پورې د شانګ نان په ولسوالی کې د چای د کرنې پراخوالی څلور زره او شپږ سوه هکتارو، کلنۍ توليدی اندازه يې پنځه لکه کيلوګرامو او رازښت يې درويشت مليون يوانو ته رسيده چې له امله يې جانګ شو جن د چين د بی وزلۍ په له منځه وړلو کې د يوې نمونوی کارکوونکې په توګه وټاکل شوه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040