په شينجيانګ کې د مسلمانو ښځو ژوند

cri     (GMT+08:00) 2009-02-21 15:00:55

د شينجيانګ د ويغوري قوم په خپلواکی سيمه کې ډېر زيات مسلمانان اوسېږي چې دغه شمير د چين په ديرش مليون مسلمانانو کې يو په درېيمه برخه نيسي. په تېرو بېلا بېلو تاريخی مودو کې د دودونو او کلتور په ګډون د زياتو عواملو له امله په شينجيانګ کې د مسلمانو ښځو ټولنيز مقام لوړ نه و او په عادی ټولنيزو فعاليتونو کې يې ګډون نه شوی کولای. د نوی چين له جوړولو وروسته مرکزي حکومت او د شينجيانګ بېلا بېل ځايی حکومتونه تل د مسلمانو ښځو د ژوند شرايطو او ټولنيز مقام د لوړولو لپاره کوښښ کوي. په نژديو څو کلونو کې د چين د ټولنې، کلتور او اقتصاد د چټک پرمختګ سره سم، لا زياتو مسلمانو ښځو په ټولنيزو فعاليتونو کې ګډون کړی دی.

سه مان هوټل په کاشغر کې لومړی لوی هوټل دی چې بهرنيانو ته ښه خدمتونه برابروي. د دغه هوټل مشره ديلی نور نومېږي.

د ديلی نور عمر څلور ديرش کاله دی او د ويغوری قوم يوه ښکلی ښځه ده.

هغې نه يوازی د سه مان هوټل څښتنه، بلکې د کاشغر د سه مان سيلانۍ ډله ايز

شرکت مشره هم ده. د دې شرکت په کاشغر کې تر نورو ډېره لويه شخصي تصدۍ ګڼل کېږي.

پخوا د سه مان هوټل ښه ګټه نه تر لاسه کوله. نو دوی د سه مان له شرکت سره د همکارۍ پريکړه لاسليک کړه. تر هغه وروسته په دوو کلونو کې د ديلی نور تر مشرۍ لاندی د شپږويشت مليون يوانه پورونه ادا شوی دی او د هوټل د کارو بار حالت ګام په ګام ښه شوی دی.

ديلی نور په سوداګری کې د برخه اخيستنې د يادونې په وخت کې وويل: اوسنۍ ښځې ډېرې هوښياری دي او ډېرو ښځو په خپلو کارونو کې برياليتوب تر لاسه کړی دی. زه باور لرم چې ښځې ښه کار کولای شي. بر سېره پردې، زه غواړم تر خپلی وسی پورې له هغو وګړيو سره مرسته وکړم چې بی وزله او له بېلا بېلو ستونزو سره مخامخ دی. که زه يوازی په کور کې واوسيږم، خپله موخه نشم تر سره کولای. اوس ډېره خوشحاله يم چې د نورو لپاره خدمت کوم.

اوس په شينجيانګ کې د ديلی نور په شان د بېلا بېلوقومونو ډېرې زياتې ښځې په فعاله توګه په بېلا بېلو تولنيزو ساحو کې رول لوبوی. د شينجيانګ د اويغورې قوم خپلواکه سيمه د اقتصاد او ټولنې په جوړولو کې د ښځو د ګډون د پياوړتيا لپاره زيات کوښښونه کوي او په بېلا بېلو مودو کې يې د شينجيانګ د ښځو پرمختګ تګلارې ټاکلي دی چې د ښځو د ژوند او پرمختګ چاپيريال ښه شي.دغه راز حکومت د هېواد او ټولنيزو د ادارو په چارو کې د ښځو د ګډون ملاتړ کوي.

د احصايی له مخې: اوس د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې په بېلا بېلو کچو د ښځينه کادرونو شمير له دری لکو څخه اوښتی دی چې دغه شمير د دغې سيمې د ټولو کادرونو څه ناڅه نيمه برخه نيسي. دغه راز د چين د ملی

ولسی کانګرس او د سياسی مشورتی کانفرانس د بېلا بېلو کچو په کميټو کې هم د ښځينه غړيو شمير ګام په ګام زياتيږي چې يو شمير يی ښځينه مسلمانی ښځې دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040