نړيواله ټولنه به د نړيوال پرمختګ د پياوړتيا لپاره ښځينه چارو ته لا زياته پاملرنه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2009-02-21 15:02:23

د روان کال د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړيوالې ورځې له ننه نويمې کاليزې سره برابره وه. روان کال د دېد ورځې د يادونې لپاره د م م له خوا ټاکل شوی شعار و. د ښځو او نجونو په چارو کې لا زياتې پانګې ولګول شي. که څه هم ډيرو زياتو غوره ښځو نړۍ ته مهم خدمتونه تر سره کړي دي، خو نړيواله ټولنه لا هم د نارينه او ښځينه تر منځ لا برابرۍ لپاره هڅه کوي.

اوس لا زياتې ښځې په نړيوالو چارو کې ګډون کوي. دوی د علمي، ښوونيزو، روغتيايې او پولي چارو په ګډون بېلا بېلو ساحو کې خپل رول لوبوي. حتی په جګړه کې هم ښځينه سرتېری شته. په سوډان کې په واو کې د چين په دريمې ډلې سوله ساتو ځواکونو کې لس تنه ښځينه سرتيری شتهږ دوی په عمده توګه په سودا کې د م م د ځانګړی يلې د دوهمې جنګې سيمې پوځي او ملکي کارکوونکو د درملنې دنده په غاړه لري.

شک نه شته چې ښځو د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د ټولنيز پرمختګ لپاره زيات خدمتونه تر سره کړي دي چې ياد شوی چيني ښځينه سرتيری يوازی ددوی يوه ځانګړی بېلګه ده. د ښځو مقام مسئله د هېوادونو د قتصادي او کلتوري سويې له مخې محدوده ده او د دې تر څنګ د هماغو هېوادونو په پرمختګ باندې هم اغيزه کوي. نو نړيواله ټولنه بايد د ښځو مقام لوړولو ته ډيره پاملرنه وکړي.

چين په نړۍ کې ډېر لوی پرمختيايې هېواد ګڼل کېږي او چيني ښځې د هېواد د پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي او ترې ګټه اخلي.

چين د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ سره سم، ښځينه چارې نوی پړاو ته رسيدلي دي. د ښځو حقه حقونو د ساتنې په اړه قوانين د بشپړتيا په حال کې دی، د چين د ښځو پرمختګ تګلاره پالی شوی او د چنسۍ برابرۍ د پياوړتيا سازمانونو هم پرمختګ کړی دی. اوس په چين کې د ښځينه کارکوونکو شمېر درې سوه او اوه څلويښت مليون ته رسېدلی چې دغه شمېر د عمومی نفوسو په سلو کې پنځه څلويښت اعشاريه څلور برخه نيسي. چين باور لري چې د نړيوالې تولنې د کوښښونو له برکه به په بېلا بېلو ساحو کې د ښځو رول لا نو هم پياوړی شي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040