د چين نړيوالې راډيو (CRI)

cri     (GMT+08:00) 2009-02-21 17:36:20


د چين د نړيوالې راډيو يا سی ار ای راډيو خپرونې د ١٩٤١ کال د ديسمبر په درېيمه نېټه پيل شوې. سي أر أی د چين يوه رسمی نړيواله راډيو ده چې موخه يې نړۍ ته د چين، چين ته د نړۍ او نړيوالو ته د نړۍ په هکله معلومات ورکول او د چينايانو او نړيوالو تر منځ د قوهاوي او دوستۍ ټينګول دی .

د سی ار ای راډيو اوس د چين پر ملي ژبه او څلورو محلي لهجو سربېره په اته ديرش بهرنيو ژبو چې ټولې ٤٣ ژبی کېږي، چينی او نړيوالو اوريدونکو ته بېلا بېل پروګرامونه خپروي. د ٢٠٠٦ کال تر اکتوبر پوری هره ورځ د ټولو خپرو شويو پروګرامونو وخت يو زر او يو سل او دوولس نيم ساعتونو ته رسيدلی و . په ٢٠٠٦ کال کې د سی ار ای راډيو ته د نړۍ د يو سل او شپيتو هېوادونو او سيمو د اوريدونکو له خوا دوه مليونه او څلويښت ليکونه او بريښنا ليکونه راليږل شوي دی او په نړۍ کې د سی ار ای راډيو د اوريدونکو د کلبونو شمېر دری زړه او شپږ سوو ته رسېږي . د ژبو شمېر، د پروګرامونو د خپرولو وخت او د اوريدونکو د ليکونو د شمېر له پلوه د سی ار ای راډيو په نړۍ کې له عمده نړيوالو راډيوګانو کې شمېرل کېږي .

د سی ار ای راډيو د CRI ON LINE ويب پاڼه په چين کې په عمده توګه ويبپاڼه کې شامله ده. اوس CRI ON LINE په ٤٣ ليکدودونو کريکترونو او ٤٨ ژبو خبرونه، تبصرې، مضامين او نور ډول معلومات خپروي چې د POD INTER RADIO په شمول د نويو خبري رسنيو د بېلا بېلو ډولونو ويبپاڼو بدل شوی دی. په ويبپاڼه کې د استعمال شويو ليکدودونو ډولونه په چين او نړۍ کې لومړی ځای نيسي او د استعمالول شويو ژبو ډولونه په چين کې لومړی او په نړۍ کې دوهم ځای نيسي. د امريکا د اليکسا ويبپاټې د شمېرنی له مخې د پېژندنې اندازې له پلوه د CRI ON LINE ويبپاڼه د نورو هېوادونو د نړيوالو راډيوګانو له ويبپاڼو په مخکې ده.

د ٢٠٠٦ کال د جنوری په اته ويشتمه نېټه له چين نه بهر د سی ار ای راډيو د اف ام په ١٩١ اعشاريه ٩ څپو د خپرونې لومړی مرکز د کينيا په پلازمينه نايروبي کې پرانيستل شو چې هره ورځ په انګريزی، سواهيلي او چيني ژبو د نولس ساعتو لپاره پروګرامونه خپروي .

د ٢٠٠٦ کال نوامبر په نولسمه نېټه د چين نړيوالې راډيو د لاوس په پلازمينه وينتيان کې د اف ام په ٩٣ څپو د خپرونې دوهم مرکز پرانيست.د چين د دولت رئيس هو جين تاو چې هغه وخت يې په لاوس څخه ليدنه کوله، د دغه هېواد له ولسمشر جومالي سره د دغو خپرونو د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مرکز هره ورځ د څوارلس نيم ساعتونو لپاره په لاوسی ، چينی او انګريزی ژبو پروګرامونه خپروي.

په سی ار ای راډيو کې د خبرونو راډيو ( NEWS RADIO) اوانګليزی خپرونې ( EASY FM) په شمول پروګرامونه د بيجينګ، شانګهای، ګوانګ جو، شن جن او شين يانګ په ګډون په څه دپاسه لسو لويو او منځنيو ښارونو کې خپرېږي چې اوريدونکو ته په کې تازه خبرونه، نړيوالې تبصرې او عاميانه او ولسي موسيقې خپروي او د اوريدونکو ډېر خوښېږي.

د سی ار ای راډيو اوس په نړۍ کې د خبريالانو ديرش مرکزونه پرانيستلي او د هېواد دننه په بېلا بېلو ځايونو کې هم دغه ډول مرکزونه لري، نو په دې توګه دغې راډيو د معلوماتو تر لاسه کولو لپاره يوه لويه شبکه جوړه کړېده.

د سی ار ای راډيو د ١٩٩٩ کال له اکتوبر څخه ټول هېواد ته د يوې مصنوعي سپوږمۍ له لارې د نړيوالو خبرونو په هلکه د يو ټلويزيوني پروګرام په خپرولو پيل وکړ. اوس دغه راډيو ټلويزيونی مرکز هره ورځ پنځو ساعته پروګرامونه جوړوي او د مصنوعی سپوزمۍ له لارې يې خپروي .

د نړيوالو خبرونو ورځپاڼه چې د سی ار ای راډيو له خوا چاپيږي، په عمده توګه نړيوال خبرونه خپريزي او د نړيوال سياست، اقتصاد، کلتور، سپورت، زده کړې، ساينس او تکنالوژی او ټولنې له زياتو ساحو سره تړاو لری. برسيره پر دې دغه راډيو د نړيوالې راډيو او فلم په نامه مجلې تر څنګ په ديرشو بهرنيو ژبو جريدې هم خپروي چې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې ګڼ شمېر لوستونکي لري.

د سی ار ای راډيو خپله مطبعه او د راډيو او ويدي توکيو د خپرولو سازمان هم لری.

د سی ار ای په راډيو کې د زياتو کلونو د پرمختګ په ترڅ کې د استعداد لرونکيو کسانو يوه ډله رامنځته شوې ده. اوس د سی ار ای راډيو د ٣٨ بهرنيو ژبو يو زر تنه ژباړونکي، شپږ سوه تنه چلوونکي، خبريالان او فني کارکوونکي او له سلو څخه زيات بهرني کارکوونکي لری چې هره ورځ د ګڼ شمېر اورېدونکو او لوستونکو لپاره خدمت کوي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040