د چين د ٌ اچانګ ٌ قوم په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2009-02-24 16:58:12

د ٌ اچانګ ٌ د قوم نفوس څه دپاسه اووه ويشت زره تنه دی چه اکثريت يی د جنوب لويديځ چين د يون نان په ولايت کښی د ده هونګ په نامه د ٌ دای ٌ او ٌ جنپو ٌ قومونو په خومختاره لويه ولسوالی کښی اوسيږی ٠ دا قوم ځانګړی ژبه لری ، خو قومی ليک دود نه لری٠ څرنګه چه د ٌ اچانګ ٌ د قوم خلک د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ او د ٌ دای ٌ قوم له خلکو سره په ګډه توګه اوسيږی، نو اکثره اچانګئيان د چين ملی ژبه او د ٌ دای ٌ قوم ژبه هم وايی ٠ دوی د اوسيدو د سيمو د توپير له امله په جلا جلا توګه د څو ارباب الانواعو پرستيش کوی يا پر بوديزم باندی عقيده لری٠

د ٌ اچانګ ٌ د قوم د خلکو کورونه عمومأ له خښتو، کاشيو ، لرګيو او ډبرو څخه جوړيږی او د انګړ په څلورو خواوو کښی يی دوه پوړيزې ودانۍ ولاړې دی، د کورنۍ غړی په شمالی ودانی کښی ژوند کوی او نورې ودانی يی د کورنيو ژويو او مرغانو د روزلو او د غله جاتو او د ژوند او توليد د وسائلو د ذخيره کولو دپاره دی٠ په بيلا بيلو کليوکښی د ودانيو لوړوالی يی توپير لری، خو په منظمه توګه چوړی شوی وی٠ د کليو په شاوخوا کښی يی غرونه ولاړ دی او سيندونه پکښی بهيږی چه منظره يی ډيره ښکلې ده٠

د ٌ اچانګ ٌ د قوم لاسی صنعت ډير پرمختللی دی او ډير عنعنوی مصنوعات يی په چين کښی شهرت لری٠ اچانګئيان په اهنګری کښی هم لوی لاس لری او نژدی هر کور يی په دی کار لګيا دی٠ د دوی لخوا جوړه شوی ٌ اچانګی چاړه ٌ د دی قوم ډير مشهور توليدی شی دی٠ دغه ډول چاړه ډيره ښکلی ده ، ډولونه يی زيات دی او په زياتو برخو کښی د استعمال وړ ده٠ مثلأ توره اوږده چاړه، ښکلی فلادی چاقو او د ملا چاقو د بيلا بيلو وروڼو قومونو دپاره د خوښۍ وړ شيان دی او د محلی بيلا بيلو قومونو ټول ځوانان يی له ځان سره ساتی٠ د اچانګی چاړې جوړيدل شپږ سوه کلن تاريخ لری او دغه چاړه نه يوازی د چين د بيلا بيلو ملی اقليتونو په سيمو کښی په زياتې اندازې سره پلورل کيږی ، بلکه په ټائيلنډ، ميانمر او هند کښی هم تود بازار لری٠

د ٌ اچانګ ٌ د قوم نارينه عمومأ ابی، تور يا سپين کالی او تور پطلون اغونډی، ځوان نارينه چه واده يی نه وی کړې، په سپين سرتړونی سر پيچی او واده شوی نارينه يی د شين توربنجن سرتړونی په وسيله خپل سر پيچی٠ واده شوی ښځې يی تنګ او اوږد لستوڼی لرونکی کالی او اوږده لمن اغوندی او تور ، سپين يا ابی څادر په سر کوی، خو نجلۍ يی اوږد پطلون اغونډی، د نقره يی زيورونو او سينګارونو له تړلو سره شوق لری او خپل کوڅۍ شوی ويښتان يی په سر تاووی ٠

د ونې د پاڼې په وسيله موزيک غږول د ٌ اچانګ ٌ قوم د خلکو په کلتوری ژوند کښی مهم مقام لری او د ونې پاڼه د ځوانانو دپاره نجونو ته د عشق د څرګندولو دپاره د موسيقې يوه اله ګڼل کيږی٠ غږوونکی د پاڼې مخ شونډې ته کيږدی او د پوکولو په عين وخت کښی د پونډه او منځنی ګوتې په وسيله د پاڼې شا ته فشار اچوی چه په دی توګه يو ډير خوندور موزيک غږوی٠

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040