په چين کې يو افغان سوداګر

cri     (GMT+08:00) 2009-02-25 10:00:19

د چين د نړيوالې راډيو درنو او محترمو اورېدونکيو ښې چارې، د خپرونې د کوربنې ليلا سلامونه او نېکې هيلې ومنۍ. پدې هيله چې روغتيا مو په برخه وي .په ننني پروګرام کې به په چين کې د يو افغان سوداګر دوست محمد د ژوند په هلکه معلومات درکړو



ښاغلی دوست په خپل دفتر کې


د پښتو څانګې خبريالانو د ښاغلي دوست محمد سره د هغه په دفتر کې مرکه کړيده.د هغه دفتر د بېجينګ د سوداګرۍ په مرکزي سيمه کې پروت دی .ښاغلی دوست يو ښکلی او غښتلی ځوان دی او هم يو ډير مهربانه انسان دی، تل يې موسکا پر شونډو وي.  شاوخوا اته کاله کيږي چې هغه په چين کې په سوداګرۍ بوخت دی،اوس په بېجينګ کې اوسيږي،خو د سوداګرۍ د کارونو لپاره د چين د جنوبې سيمو يو شمير ډيرو ښارونو،لکه شانګهای،شيا من او شن جن ته تللی دی . دا چې ولي دوست محمد د سوداګرۍ لپاره چين غوره کړی؟ هغه وويل چې چين د نورو هېوادونو په پرتله غوره والی لري.


دوست محمد د پښتو هندرې د کتلو په حال کې

د دې لپاره چې چين يو ډير لوی هېواد دی.دلته دهر ډول توکيو کيفيت ښه او بيه يې هم لوړې ندي .د سوداګرۍ شرايط يې مناسب دي.چين په هره برخه کې په تيره بيا د سوداګرۍ په برخه کې ډير ښه شرايط لري.دلته ستونزې کمې دي او کولای شم ووايم چې زما لپاره هيڅ ډول ستونزه نشته .چين د ټولو بهرنيانو لپاره ډير د منلو وړ ځای دی.

 
زمونږ خبريالې له دوست سره

ښاغلی دوست اوس مهال په چين کې د ژوند کوي او کومه ستونزه نلري ،خو کله چې لومری ځل بيجينګ ته راغلی وو ، د ژبې په برخه کې يې ستونزه درلوده .

بهرنيان په چيني ژبه نه پوهيږې ، چې دا يو ستونزه ده ، او هم نشي کولی چې د چين په اړه معلومات ترلاسه کړي . ، خو زه باور لرم چې داسي ستونزه به ژر حل شي.

هر کال د چين په ګوانګ جو ښار کې د وارداتي او صادراتي توليداتو دوه نندارتونونه پرانستل کيږي چې زيات شمير بهرني سوداګران راجلبوي .ښاغلی دوست هم پدې نندارتون کې ګډون کړی دی ، هغه پدې هکله داسې وايې :

ملګري مې له ما مخکی نندارتون ته تللي وو. ما سره يې ډيره مرسته وکړه . هر کال د چين په ګوانګ جو ښار کې د چين د سوداګرۍ دوه لوی نندارتونونه پرانستل کيږي . زه د يو ملګري په مرسته دغه نندارتون ته ورغلم وم ، او هلته دوه ورځې پاتی شوم . په دغه نندارتون کې می د اړتياوړ ډير توليدات پيدا کړل .

که څه هم دوست د نورو ټولو سوداګرو په شان د نړيوال پولي بحران له امله له د رامنځته شويو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی،خو باور لري چې پخپلو هڅو سره به په سالمه توګه له دغه بحران څخه ځان وژغوري او سوداګرۍ به يې دورځي په تيريدو سره ښه شي .هغه خپل د راتلونکو کارونو د پلان په اړه داسې وويل : .

په راتلونکی يو کال کې به د چين په جنوب شن جن ښار ته ولاړ شم او هلته به يو

شرکت پرانيزم ،ځکه چې هغه ځای توليدي فابريکو ته نژدې دی،مونږ به وکولی شو چې هلته نوي توليدات وګورو او د فابريکو له چارواکو سره په مستقيمه توګه خبرې اترې کولای شو.

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو اورېدوکو نننی پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي. په راتلونکي پروګرام کې به بيا هم تاسو ته په چين کې د ښاغلی دوست محمد د ژوند په هکله په زړه پورې معلومات وړاندې کړو.نو تر بل پرګرام پورې تاسو په لوی او بښونکي رب سپارم ، خوشحاله اوسئ .

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040