په چين کې د خوشالوونکی وزی او لوی شرمښ په نامه يو کارتوني فلم ننداری ته وړاندی کېږي

cri     (GMT+08:00) 2009-02-25 16:36:52

ګرانو اورېدونکو، اوس په چين کې د خوشالوونکی وزی او لوی شرمښ په نامه يو کارتوني فلم ننداری ته وړاندې کېږي چې زيات شمېر ماشومانو پاملرنه يې ورجلب کړيده . تر اوسه پوری د دغه فلم له ښودلو څخه تر لاسه شوی عايدات له څه د پاسه ٨٦ مليونو يوانو څخه اوښتی دی چې د فلمونو د جوړولو په چارو کې د يوې اعجاز په توګه ګڼل کېږي . د اړوندو پوهانو په اند ددغه فلم تود بازار د چيني کارتوني فلمونو د جوړولو چارو د غښتلی پرمختګ يوه نښه ده او ددغه فلم مشهوريدل تصادفي نه دی.

په نوموړی فلم کې خوشالوونکی وزه او لوی شرمښ د چيني ماشومانو لپاره نابلد نه دي . دوه کاله دمخه د خوشالوونکی وزی او لوی شرمښ په نامه د کارتوني پروګرام چې څه دپاسه پنځه سوه لوري لري، د هېواد د څه د پاسه پنځوس تلويزيونی ستيشنونو له خوا نندارې ته وړاندی شو او په هغه موده کې د يو کارتوني پروګرم له خوا د نندارچيانو راجلبول ډېر بريالۍ و.

( اواز ١ )

په دغه کارتوني فلم کې خوشالوونکی وزه ډېر ځيرک دی، لټه وزه لټه ده او د وزو د کلی مشر ډېر پوهه دی. لوی شرمښ د دوی دښمن دی او د خپل ښځی د ډوډۍ لپاره هره ورځ د وزه نيولو په موخه هڅه کوي. د دواړو خواوو ترمنځ له هوښيارۍ او زړه ورتيا څخه ډکې مبارزو زيات شمېر ماشومان راجلب کړي دي. د خوشالوونکی وزی

او لوی شرمښ په نامه د کارتوني کتاب هم تر خپرېدو وروسته سمدلاسه تود بازار لري او تر اوسه يې د خرڅلاو اندازه له مليونو ټوکونو څخه اوښتی ده.

د ماشومانو نه پرته زيات ځوانان هم له دغه فلم سره ډېره مينه لري او اوس په دغه فلم کې يو لړ خبرې د ځوانانو ترمنځ ډېرې مشهورې دي . د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ څېړونکی جانګ شياو مينګ وويل ( اواز ٢ )

اوس په چين کې د کارتوني فلمونو ډېر مستهلکان نړيوال دی. په وروستيو لسو کلونو کې په چين کې د کارتوني فلمونو بازار د امريکا او جاپان له کارتوني څخه ډک شوي دي.

د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې په چين کې زيات شمېر غوره کارتوني فلمونه جوړ شول چې نه يوازی د چيني نندارچيانو ، بلکې د بهرنيو نندارچيانو لخوا وستايل شول او څو نړيوالې جايزې يی هم تر لاسه کړي دي . خو په هېواد کې د څو سوه مليونو تنو ماشومانو د اړتيا په پرتله د چين د کارتوني فلمونو عرضه کمه ده. د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاری د پلی کېدو له امله د امريکا او جاپان په ګډون د يو شمېر بهرنيو هېوادونو د کارتونو توليدات چين ته وارد شول او د چين اوسنی ٣٠ کلن ځوانانو د بهرنيو هېوادونو د کارتوني فلمونو کتلو په بهير کې وده کړېده .

له وروستيو کلونو راهيسی د چين حکومت د کارتونو فلمونو د جوړولو چارو ملاتړ کوی او اړوند پوهان هم د کارتون چارو د پرمختګ لپاره فعال کوښښ کوي .د خوشالوونکی وزی او لوی شرمښ په نامه د فلم جوړونکی چن اينګ جيه خبريالانو ته وويل ( أواز ٣ )

موږ د چين د نويوکارتوني فلمونو د جوړولو لپاره کوښښ کوو چې د ماشومانو او د

لومړنيو ښوونځيو د زده کوونکو د پام د اړولو لپاره نه يوازی د فلمونو د تحولاتو د نويښت ، بلکې د فلمونو د کاپيو د پلورنی د لارو د اختراع په برخو کې هڅوو.

د چين د يو لړ اړوندو تګلارو د پلی کېدو له امله په ٢٠٠٨ کال کې زموږ د کارتوني فلمونو توليدي اندازه ١٦ ته رسېدلی او د فلمونو کيفيت ورځ په ورځ لوړيږي. د چين د راډيو، فلم او تلويزيون عمومی اداری د فلمونو اداری د څانګې مرستيال جانګ هونګ سن وويل ( أواز ٤ )

د چين د کارتونو ډولونه ورځ په ورځ غني کېږي. په تېر وخت کې زموږ د کارتونو سرچينې چيني نکلونه او دوديز کلتور و، خو اوس د کارتوني فلمونو د جوړولو په بهير کې د واقعيت او راتلونکی خيال په اړه موضوعات هم شامل شوي دي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040