سږ کال د چين هغه موخه چې د کورنيو توليداتو د عمومی ارزښت د زياتوالي انډول اته سلنې ته ورسيږي، تر سره کيدای شي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-07 21:14:29

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د اقتصادي کميټې مرستيال او د شمېرنې د ملی ادارې پخواني مشر لي ده شوي د مارچ په ٦ نېټه وويل چې د چين د اړتياوو او د اقتصادي پرمختګ د امکاناتو له مخی هر څه چې مونږ کوشش وکړو ، د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت د زياتوالي اته سلنه سږني موخه تر سره کيدای شي.

نوموړي په همدی ورځ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ١١ مې دورې ملی کميټې دوهمې غونډې په يوه خبري ناسته کې وويل دغه موخه په اوسني پړاو کې د چين د اقتصاد له پرمختيايي حالت او د اقتصاد د پرمختيايی انډول د نسبتأ معقولې سويې له مخی وټاکل شوه.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040