د اقتصاد هڅولو په هکله د چين حکومت پلان به په عمده توګه د خلکو د ژوند،د کليو مسئلې او د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ په برخو کې ولګول شي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-07 21:14:29

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مشر جانګ پينګ د روانې مياشتې په شپږمه نېټه وويل د څلور زرو مليارډو يوانو په ارزښت د اقتصاد هڅولو په هکله د چين حکومت پلان په تکراری أبادی ونه لګول شي.دغه پلان به په عمده توګه د خلکو د ژوند،د کليو مسئلې او دبنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ په برخو کې ولګول شي.د چين د ماليې وزير شي شيو په همدې ورځ وويل سږ کال به مرکزي حکومت په کليو سيمو کې د کرنيزو تاسيساتو او په کليو کې د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د تاسيساتو د جوړولو او د زلزلې ځپلو سيمو د بيا أبادۍ په ساحو کې د نهو سوو مليارډو يوانو په ارزښت عامې پانګونې وکړي.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040