سږ کال به د چين په تبت کې د خلکو د ژوند په برخه کې لا زياتې پانګوني وشي

cri     (GMT+08:00) 2009-03-07 21:14:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،سږ کال به د چين د تبت په خپلواکي سيمه کې د خلکو د ژوند په برخه کې تر ډيرې اندازې پورې زياتې پانګونې وشي او د ټولنيز تضمين نظام به نور هم بشپړ شي چې عمومي پانګونه به نژدې يو مليارډ او پنځه سوه مليونو يوانو ته ورسيږي او د تير کال په پرتله به په سلو کې سل زيات شي.

د تبت د ماليې ادارې له معلوماتو څخه ښکاريږي چې په روان کال کې به په تبت کې د خلکو په ژوند کې د پانګونې نيمه برخه چې اوه سوه او شل مليونه يوانه وي،د ښارونو د کارکوونکو د درملنې د بيمې او د مستمری بيمې په ګډون د ټولنيز ضمانت په برخه کې ولګول شي.بر سيره پر دی يو سل او اوه پنځوس مليونه يوانه به د استخدام،د فني وړتياوې د روزنې او په داسې نورو برخو کې به ولګول شي چې دغه اندازه د تير کال له دوه نيم چندو سره برابره ده.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040