په چين کې يو افغان محصل سيد حبيب الرحمان حسين پور

cri     (GMT+08:00) 2009-03-09 18:16:52

 بهرنيان په چين کې پروګرام قدرمنو مينه والو زما ليلا نيکې هېلې او سلام ومنئ .

هيله ده چې د خوښۍ او خوشحالۍ څخه ډک ژوند مو په برخه وي. دا دې نن يو ځل بيا د دغه پروګرام په وانډې کولو سره ستاسو په خدمت کې يم . د پروګرام په ننۍ کړۍ کې به په چين کې د يو افغان محصل سيد حبيب الرحمان حٌسين پور تاسو ته درپيژنو .


حسين پور د بېجينګ د اولمپيک لوبو له افغاني اتل سره   

ښاغلي سيد حبيب الرحمان حٌسين پور دا مهال د بيجينګ د ژبو په پوهنتون کې د سياسي علومو په څانګه کې د ماسټري ديپلوم د تر لاسه کولو لپاره زده کړې کوي .

هغه د افغانستان د تخار ولايت اوسيدونکی دی او په ٢٠٠٠ کال کې چين ته راغلی و. او د شان دونګ په پوهنتون کې يې د ليسانس زده کړې تر سره کړي ..له فراغت وروسته هغه بېرته افغانستان ته ستون شو او په کار يې پيل وکړ،خو يو کال وروسته هغه خپلو زده کړو ته د دوام ورکو لو په موخه يو ځل بيا چين ته راغی ،ځکه هغه هيله لري چې د چين په هکله لا زيات معلومات تر لاسه کړي..


سيد او د ده دوستان

څرنګه چې حُسين پور ته په بهرنيو هېوادونو کې د زده کړې فٌرصت مساعد و نو هغۀ په خپله خوښه چين غوره کړ. هغه داسی وويل ،ځکه چې په ماشومتوب کې له خپل تره څخه د چين په هکله زيات معلومات واوريدل و، نو د چين ښه خاطره دده پر ذهن اثر کړی و . حُسن پور د لي شياو لونګ له فلمونو سره هم مينه لري او هغه يې خوښيږي .هغه وويل په افغانستان کې داسې کسان چې په چيني ژبه خبرې کولای شي ، ډير لږ دي ، نو له همدې امله دی غواړی چې چيني ژبه او کلتور زده کړي.

نژدې نهه کاله کيږي چې حٌسين پور په چين کې زده کړو

 

 زمونږ خبرياله له حسين پور سره د مرکې په حال کې

ته دوام ورکوي .هغه د رخصتي په ورځو کې هربين،شينجانګ،نان جينګ او نورو ښارونو ته سفرونه کړي دي او هر ځل په اورګاډی کې له نويو دوستانو سره اشنا شوې دی .هغه هم له چينايي خواړو او د چين د عنعنوي جشن د لمانځنې له فعاليتونه سره هم ډير مينه لري.

هغه وويل ، له چينايې دمپلينګ سره چې يوه ډول ځانګړي چينايې خواړه دی ، ډيره مينه لري .د پسرلنۍ د جشن په موده کې هغه د جشن ځانګړی بازارونو ته تللی واو هلته يې زيات عنعنوي شيان د ځان لپاره اخيستي او وايې چې دا شيان به د سوغاتو په توګه پخپل هيواد کې خپلوانو او دوستانو ته ور کړم .

په ٢٠٠٠ کال کې لږ افغانان په چين کې اوسيدل ،خو په وروستو څو کلونو کې زيات افغانان په چين کې زده کړه کوي اويا هم په سوداګري بوخت دي . دوی کله کله د ځانګړو ورځو او مهمو جشنونو په موده کې د افغانستان د سفارت په بلنه هلته ورځي او په غونډو کې يې ګډون کوي .

د اولمپيک لوبې د ٢٠٠٨ کال په اګست کې د بيجينګ په ښار کې ترسره شوې . حٌسين پور په هغه وخت کې يو له هغوي کسانو څخه وو چې د خپل پوهنتون لخوا د المپيک لوبو ته د يوۀ داوطلب په توګه ور معرفي شو ، تر څو د نورو دا وطلبانو تر څنګ د لوبوپه بهير کې خلکو ته ښه خدمت وکړي . هغه وايې چې دا کار ورته نه هيريدونکی دی .

هغه خبريالانو ته داسي وويل، په تير اګيست کې ما د بيجينګ په اولمپيک لوبو کې د يو داوطلب په توګه د افغانستان ،پاکستان او ايران ليدونکو ته خدمت وکړ. پدې لوبو کې درې افغان لوبغاړو هم ګډون درلود، نو ما د چين له بيلابيلو ښارونو څخه ټول افغاني ملګري را وغوښتل تر څو د المپيک لوبو په بهير کې افغان لوبغاړي تشويق کړو . دا زما د زده کړو په بهير کې په چين کې تر ټولو په زړه پورې او نه هيريدونکي خاطره ده . .

د هغه زده کړې به په راتلونکی جولاۍ کې پای ته ورسيږي، اوس مهال هغه له پوهنتون څخه د فارغت لپاره د تيس يا منوګراف پر ليکلو بوخت دی . دا د يو ماسټرې د ډيپلوم لپاره په تيره بيا د يوۀ بهرني زده کوونکي لپاره يو ساده کار نه دی چې په چيني ژبه له پوهتون نه د فارغت د تيس يا منوګراف وليکي، خو هغه باور لري چې خپل تيس په ښه توګه وليکي او بيا به خپل وطن ته بيرته ولاړشي او له خپلو خپلوالانو سره د نيکمرغه ژوند ترڅنګ د افغانستان او چين د وګړيو ترمنځ د دوستۍ د ښو اړيکو ساتلو لپاره خدمت وکړي.

هغه وويل، ما له کوچنيوالي څخه له چين سره مينه درلوده ، اوس ٩ کاله کيږي چې په چين کې ژوند او زده کړې کوم ، چين د افغانستان لپاره يو دوست ګاوندی دی ، ډير غواړم چې له پوهنتون څخه تر فارغت وروسته خپل وطن ته بيرته ولاړ شم او د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستۍ د ساتنې لپاره غوره کارونه تر سره کړم .

د مرکې په پای کې هغه مونږ ته وويل چې د ده کشر ورور په کابل کې د پوليسو په اکاډمۍ کې زده کړې کوي او غواړي د سي ار اي راډيو له لارې هغه ته خپل سلامونه وليږي .

مونږ هيله لرو چې د حُسين پور ګران ورور له ليری ځاي څخه دده د زړه له کومې سلامونه واوري!

ګرانو اوريدونکو! بهرنيان په چين کې پروګرام په همدې ځای پای ته رسيږي. پدې هيله چې ستا د پام وړ کړځيدلی وي . د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې تاسو لوی مهربانه خدای سپارم !

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040