په چين کې د هېواد په کچه د چاپ د حقونو د معاملو لومړنی مرکز جوړ شوی

cri     (GMT+08:00) 2009-03-17 20:16:19

ګرانو اورېدونکو، د چاپ حقونو د معاملو نړيوال مرکز چې د چين د چاپ حقونو د ساتنې مرکز د بېجينګ د دونګ چنګ ښاري سيمې د حکومت له خوا جوړ شوی، او وروستيو ورځو کې پرانيستل شو . دغه مرکز د هېواد په کچه د چاپ حقونو د معاملو لومړنۍ مرکز او تر اوسه پورې په چين کې د چاپ د حق لرونکو اثارو د ثبتولو لومړنۍ لوی مرکز ، د چاپ حقونو مجموعي سوداګريز بازار او د چاپ حق په اړه د پانګونې د اداری يو معتبر ځای دی. د دغه مرکز له جوړېدو څخه څرګندېږي چې په چين کې اړوندې څانګې د چاپ د حقونو د ساتنې او معاملې د نويو ډولونو د لټولو لپاره کوښښ کوي.

نوموړی مرکز د بېجينګ د جونګ ګوان څون د ساينس او تکنالوژۍ په مشهوره سيمه کې پروت دی. د چين د چاپ حقونو د ادارې مرستيال يان شياو هونګ د دغه مرکز د پرانيستلو په مراسمو کې وويل د چاپ د حقونو د معاملو د يو دايمي مرکز جوړول د چاپ حقونو په اړه د اړوندو چارو د پرمختګ د هڅولو لپاره يو مهم تدبير دی .

( أواز ١ )

دا چې په چين کې د بازاري اقتصاد سيستم لا تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی ، د چاپ حقونو د معاملو کارونه تازه پيل شوي او د چاپ حق لرونکو اثارو معاملې ډيرې کمې دي ، نو د چاپ حقونو په اړه د اړوندو چارو پرمختګ تر يوې اندازې پورې محدود شوی دی.

په ١٩٩٠ کال کې د چاپ د حقونو په اړه د چين لومړنی قانون صادر شو، په

١٩٩٢ کال کې د برني په تړون او د چاپ د حقونو په نړيوال تړون او په ٢٠٠١ کال کې په نړيوال سوداګريز سازمان کې شامل شو چې له امله يې د چاپ د حقونو ساتنې او د چاپ د حقونو د چارو پرمختګ ته د چين د حکومت پاملرنه زياته شوې او د دغو حقونو د ساتنې ګامونه ګړندی شوی دی . نن ورځ د چين حکومت د نوښت هڅونکي هېواد د أبادولو ستراتيژيکی موخه ټاکلې او د اختراعاتو حمايت او د چاپ حقونو د معاملو چارو پرمختګ ورځ په ورځ د وګړيو د ګډې نظريې په توګه ګرځي.

د چين د چاپ حقونو د ساتونکي مرکز له شمېرنې سره سم ، په ٢٠٠٨ کال کې په چين کې د نرم زيرميزونو د ثبت شويو اختراعاتو اندازه ٤٧ زرو ته رسېدلی چې د ٢٠٠٧ کال په پرتله څه د پاسه ٩ سلنه زياته شوېده . د ياد شوي مرکز د مدير دوان ګوی جيان په اند د هېواد د اړوندو تګلارو د هڅونې له امله په چين کې د چاپ د حقونود معاملو چارو پرمختګ ښه دی ، نو د چاپ د حقونو د معاملو په اړه مجموعی خدمتونه هم بايد بشپړ شي . هغه وويل ( أواز ٢ )

د چاپ حقونو د معاملو په اړه لازم خدمتونه د هېواد د خپلواکو اختراعاتو ، په تېره بيا د تصديو د پرمختګ او د خپلواک اختراعی توان د پياوړتيا لپاره مهمه ونډه لري. په دی برخه کې زيات شوي خدمتونه د هېواد په کچه د چاپ د حقونو د معاملولپاره ډير ګټور دي.

له پلان سره سم، دغه مرکز به د هېواد په کچه د چاپ حقونود ثبتولو او د اړوندو معلوماتو د تصديقولو، د چاپ د حقونو د معاملو نړيوال کيدو ، د هېواد د چاپ

د حقونو په چارو کې د تبادلی او همکارۍ د نژديوالي، د چاپ د حقونو د لوړپوړيو

پوهانو د راغونډولو، د هېواد په کچه د چاپ د حقونو د ارزونې او د پانګونو د ادارې او د چاپ د حقونو د قانون د ساتنې په ګډون شپږ ډوله اسانتياوې برابرولی شی .

د خبر له مخې ،د چين د چاپ د حقونو د ساتنې مرکز په اړه د چاپ د حقونو د ثبتولو د خدمتی اېجنسۍ په ګډون څو تصدۍ او سازمانونه د چاپ د حقونو د معاملو په نړيوال مرکز کې نمايندګۍ لری . د اړوندو پوهانو په اند د ياد شوي مرکز په جوړېدو سره به د پوهنی د ملکيت حق د معاملی د قانونی کېدو او د پوهنې د ملکيت حق قانونی حقونه او ګټې په ښه توګه وساتل شی.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040