په چين کې افغان دګروال رازق الله مرادی

cri     (GMT+08:00) 2009-03-23 18:54:13


افغان دګروال رازق الله مرادی

د بهرنيان په چين کې د پروګرام درنو اورېدوکيو زما ليلا نيکې هيلې او سلامونه ومنئ . خدای وکړي چې د خوښۍ او روغتيا جامې مو پر تن وي.

چين او افغانستان دوست ګاونډي هيوادونه دي او د لرغوني زمانې راهيسې د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ موجود دی . په وروستيو کلونو کې چين له ځينو دوستو هېوادونو په تيره بيا له مخ پر ودو هيوادونو سره پوځي راکړی ورکړی هم زياتي کړي دي . د چين د دفاع پوهنتون د نورو هيوادونو د پوځي افسرانو د روزلو په موخه اوه سيمينارونه ترسره کړي او په روانې مياشتې کې دا اتم سيمينار دې چې پيل شوې دی .

  
دګروال رازق الله مرادی د سي ار اي د پښتو څانګې په دفترکې زمونږ له خبريالانو سره د مرکې په حال کې

ډګروال رازق الله مرادي چې د افغانستان د دفاع وزارت د مخابرې د رياست يو افسر دی،اوس مهال په بېجينګ کې په دغه مسلکي سيمينار کې ګډون لري . د دغه سيمينار ګډون کوونکو د مارچ په ١٩ نيټه د چين له نړيوالې راډيوڅخه ليدنه وکړه . ښاغلي زراق الله مرادي د پښتو څانګې له خبريالانو سره مرکه کړې او ددې سيمينار د زده کړو په اړه يې داسې وويل، مونږ پدې سيمينار کې په عمده توګه د ستراتيژيکي مهارتونه زده کوو . زمونږ استادان ټول غوره او تجربه لرونکي جنرالان دي. زمونږ په ټولګي کې د شپږو هېوادونو نمايندګان دي چې په انګريزي ژبه د زده کړې اود نظريو تبادله کوي.

که څه هم هغه په چين کې يوازی د يوې مياشتې لپاره زده کړه وکړی،خو يقين دی چې دغه لنډه موده به په خوښۍ سره تيره شی. ښاغلی مرادي وايې که بيا هم ورته زمينه برابره شي ، نو چين ته به سفر وکړي .

په افغاننستان د مارچ يوويشتمه نېټه د نوي کال لومړنې ورځ ده .په چين کې ميشت افغانان هم د نوي کال نوروز د بيلا بيلو مراسمو په ترڅ کې لمانځي . .ښاغلی مرادي به د نوروز جشن په بيجينګ کې تېر کړي . هغه وويل ، چې د نوي کال په ورځ به خپلې کورنۍ ته د تيلفون له لارې د نوي کال مبارکي وکړي . او هم به يې د سي رای راډيو له لارې خپلو ټولو هيودوالو ته د نوي کال د مبارکې ووايي .

د بهرنيان په چين کې د پروګرام محترمو اورېدونکو د پروګرام ننۍ کړۍ په همدې ځای پای ته رسيږي، په راتلونکي پروګرام کې به د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو په هکله د ښاغلي ډګروال رازق الله مرادي څرګندونې واورې .تر بلې اوونۍ مو په پاک او مهربانه خدای سپارم.

اړوند خبرونه او مضمونونه
تبصرې
خبرونه او پروګرامونه په غږ کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved.
16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040