د عا چانګ قوم نجلی چای شکوي
cri (GMT+08:00) 2009-03-24 13:49:24
د عا چانګ قوم چې نفوس يې نژدی دېرش زره تنه دي، په عمده توګه د چين د يون نان ولايت د ده هونګ د دای او جينګ بو قومونو په خپلواک ايالت کې ژوند کوي. د دوی د استوګنې سيمې په غرنی سيمو کې پروت دی چې د کرنې توليد د پرمختګ لپاره ښه شرطونه برابروي. له اوږدې مودې راهيسې دغه قوم د شولو په کرلو او د هغو چاقو په جوړولو تکړه دی چې تاريخ يی شپږ سوه کاله لري.د عا چانګ قوم د دغو چاقو د جوړولو له امله مشهور دی چې ډولونه يې زيات دي او زياتره يې نورو سيمو ته پلورل کيږي او ساتل کيږي.